په فراه ولايت کي درې سوه کېلو ګرامه نشيي توکي وسوځل سول . د فراه ولايت امنيه قوماندان وايي چي نوموړي نشيي توکي د روان کال په درېمه مياشت کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي چي په بېلابيلو سيمو کي ترسره سول کشف او نن ورځ وسوځل سول په يادو سوځل سوو توکو کي الکوحل ، کرسټال ، هېروئين او تارياک ول او په تړاو يې ٢٣ تنه چي ورسره څلور عرادې موټران ، څلوېښت ميله کلاشينکوفونه نيول سوي .