په کندهار ښار کي د تيري ورځي په چاودنه کي چي په لومړي سرکي د کندهار ښار سيميزو چارواکو يې په اړه ناخبري ښوده او د ميروېس روغتون يو تن ډاکټر ويلي وه چي د يادي پيښي څخه يې دوه تنه پوليس چي يو يې مړ او بل يې په سخت ژوبل حالت کي چي حالت يې د ډاډ وړ نه دئ ور وړى . خو نن يې په اړه د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ کشفي مرستيال محمد شاه خان فاروقي وويل چي په ياده پېښه کي دوه تنه پوليس مړه او د يادي حوزي د امير په ګډون درې تنه پوليس ژوبل سوي دي .
بل لور ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د يادي پيښي مسئوليت منلى او وايي چي په ياده چاودنه کي يې پنځه پوليس وژلي دي .