د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست رئېس په هغه يوه مياشتنۍ غونډه کي چي تېره ورځ د همدې رياست د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه وويل چي کندهار د تاريخ په اوږدو کي د حماسې تر څنګ د شعر او ادب ډکر پاته سوى . نوموړي په ياده غونډه کي پر ليکوالانو او شاعرانو ږغ وکړ چي د ياد رياست له لوري په جوړېدونکو ادبي غونډو او مشاعرو کي برخه واخلي او په دې لار کي د دغه رياست سره خپله همکاري جاري وساتي . وروسته د کندهار پوهنتون پخواني استاد ښاغلي حيات الله رفيقي د شاعرانو څخه وغوښتل چي دشعر په اړه بايد زياته او اړينه مطالعه وکړي او د خپلي مطالعې پر بنسټ د شعر ناوې په ښه ډول سينګار کړي . په ياده مشاعره کي تر پنځوسو زياتو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او د ځوانانو په استازيتوب عبدالنافع ثناء خبري وکړې او وې ويل چي ځوانان به د هر علمي سالم غورځنګ څخه خپل وس او توان درېغ نه کړي او نوموړي د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه وغوښته چي يادو غونډو ته دوام ورکړي .