په کندهار ښار کي چاودني درو تنو ته مرګ ژوبله اړه ولې . نوموړې چاودنه تېره ورځ شاوخوا اته نيمي بجې په اتمه حوزه کي د سړک د غاړي د يوه ځاى پر ځاى سوي بم له امله رامنځ ته سوه چي د يادي حوزې امير ، لالى ماما او يو تن ساتونکى يې ژوبل سوي او يو بل تن ساتونکى يې وژل سوى دئ د ميروېس روغتون ډاکټران وايي چي د يادي پېښي څخه يې دوى ته دوه تنه پوليس چي يو يې مړ او يو بل تن چي ژوبل دئ او په وينا يې چي د ژوبل حالت د اندېښنې وړ دئ ور وړي .