کور / تازه خبرونه / زاخېلوال : امريکا ١٠٨ مليونه ډالره پور افغانستان ته و بخښى

زاخېلوال : امريکا ١٠٨ مليونه ډالره پور افغانستان ته و بخښى

زاخېلوال وايي چي د امريکا هيواد يوسل اته مليونه ډاره پوره ور و بخښى . نوموړى وايي چي ياد پور د ده او د امريکا د متحده ايالاتو د سفير تر منځ په يوه غونډه کي د بخښني په موخه لاسليک سو . نوموړي وويل چي دا پور د امريکا متحده ايالاتو له خوا افغانستان ته د ١٩٦٠ او ١٩٧٠ کلونو تر منځ ورکړى ؤ . نوموړي همدا ډول وويل چي که دا پور بخښل سوى نه واى نو په ورکړه سره به يې په افغانستان کي د يو لر پرمختيايي پروژو مخه نيول سوې واى .