(( زه له چا ګیله نه کوم او نه دې څوک له ما ګیله کوي، په لسو کلونو کې چا زما پوښتنه ونه کړه، اوس یی هم هیله نه لرم، نه غواړم له چا سره راشه درشه ولرم، زه خپلوان نه غواړم وپيژنم، له خپلوانو او افغانانو مې زړه تور دی او نه غواړم چې افغانستان ته لاړ شم، یو ګور او کفن دی هر ځای کې را رسیږي))
دا د هغه افغان خبرې دي چې د مهاجرو په پنډغالي کې یوه لسیزه په کوربه هیواد کې د اوسیدو د اجازې په تمه پروت و، مایوسۍ له ټولو بیل کړ.
ځکه چې له کورنۍ، ټولنې، او هیواد بیلیدل سخت وي، وړو خبرو ته پام اوړي او په وړو خبرو خپه کیږي، په دې وخت کې مایوسه کس ددې فکر نه کوي چې مقابل اړخ چې دی ترې ګیله کوي په څه حالت کې دی، بلکې دی د ځان په اړه فکر کوي او تل د خپلې بدبختۍ له امله ځوریږي.
پښتو لنډۍ ده چې وايي :
مسافرۍ مې زړه نری کړ
چې تش وطن را یادوم ژړا راځینه
ددې ستونزې اصلي لامل پردیسي ده چی مایوسۍ ته یی لاره هواره کړې او مایوسي ددې سبب شوی چې یاد کس له راشه درشې لرې شي.
دا یی لمړۍ ډله خلک دي او بله ډله خلک هغه دي چې په لوی لاس غواړي چې د کوربه هیواد کلتور خپل کړي.
هڅه کوي کور کې دننه، له کور بهر له ملګرو، اولادونو سره د کوربه هیواد په ژبه خبرې وکړي، د هغه جامې واغوندي، د کوربه هیواد مشهور نومونه په ځان او اولادونو کیږدي یانې په خلاصه ډول د کوربه هیواد ټول کلتور را خپل کړي.
خو دواړه ډلې خلک د ژوند تر پایه پورې له یو ډول کشمکش سره مخ وي، ځکه چې یو کس نشی کولای په ټول ژوند کې د یوه پردی هیواد ژبه په داسې ډول زده کړي چې یو څوک دې پرې پوه نه شی، کیدای شي یو بهرنۍ پرې پوه نه شی خو د هیواد ددننه ټول کسان پرې پوهیږي، دده څیره نه ورسره جوړیږي چې تر ډیره پورې زموږ بیلګه افغانان او نور غربي هیوادونه دي چې څیرې ډیر تغیر لري.
همدا ډول ځینې عادتونه ترې په غیر شعوري ډول کیږی چې ښکاروي دا د ددې هیواد اصلی اوسیدونکی نه دی.
کیدای شي په ظاهر دا کسان ووایی چې موږ له هیڅ ستونزې سره مخ نه یو خو حقیقت داسې نه دی څیړنو ښودلې ده چې له خپلې خاورې او خلکو لرې والی په انسان کې یو ډول ناروغي چې نوسټالجیا نومیږي پیدا کیږي.
دا ناروغي ډیری ستونزې زیږوي چې انسان د نورمال حالت څخه باسي، او کړه وړه یې غیر نورمال کیږي .