کور / شعر / غزل

غزل

سترګې پــــــه ځواب، درپسې تـویې شوې
پــاڼې د کــــــــــــــتاب، درپسې تـویې شـوې
 
مخ دې د شـیدو پـــــــه رنګ کې ښکلی شو
سرې شونډې شــراب، درپسې تویې شوې
 
ښکلیه! چې مې نن پـه څنګه کې ته نه وې
اوښکې مې دریـــاب ،درپسې تویې شوې

ګورې چې بلۍ ســـــــر تـــــــه ،تسپې درنـه
پام کــوه جــُــــــــــناب، درپسې تویې شوې

څومــــره دې یواځې کــــــــــــــــــړم ارمانه زه
شـګې او تـــــــــــراب، درپسې تویې شوې

تا پسې نیږدې نـــــــــــــه شـــوې دیار ګوتې
زلفې دې غــــذاب ،درپسې تــــویې شوې

تــــــه چې د بلۍ تــــــــــرڅنګ طالبه! تلې
پېغلې پـــــه خوناب، درپسې تویې شوې