لغمان کې سيلاوونو زرجريبه ځمکه يوړه په لغمان ولايت کې دسيلاوونو دراوتو له امله نږدې زره جريبه ځمکې حاصلات له منځه تللي او شاوخوا پنځوس کورونه زيانمن شوي دي . دلغمان ولايت چارواکې وايي چې دغه سيلاوونه پرون سهارله سختو اورښتونو وروسته په الينګار،دولت شاه او قرغيو ولسواليوکې راووتل . 2010-07-23 65 شریک tweet