کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کابل له کنفرانس نه به څوک ګټه وړې ؟

د کابل له کنفرانس نه به څوک ګټه وړې ؟

د۲۰۱۰کال دجولاي په شمله نيټّه چي کوم نړيوال کنفرانس په کابل کي جوړسو داکنفرانس له پروګرام نه داسي بريښيده چي يوازې دافغانستان ولسمشراودامريکا ولسمشر دخپلوناکاميودپټولو اودافغانستان اوامريکا دولسونودغولولودپاره يوه ديپلوماتيکه ډرامه وه . دافغانستا ن ددولت دپاره ډيرښه اوپروخت چانس ؤ چي دخپل هيواد دملي ګټواوخپل مظلوم ملت دښګڼي اوپرمختګ دپاره ېې ترې استفاده کړي واې ولې متاسفانه زموږبدبختي نه کاله کيږې داده چي زموږ دولت دموقع نه سمه استفاده نه سې کولاې . اونه هم ملې ګټي پرخپل وخت سنجولاې سي .موږکولاې سوه چي دکابل دکنفرانس نه په درومهمومسلوکي ډيره ښه ګټه ترلاسه کړيواې خودبده مرغه دامهم چانس هم زموږدناکامه اداري دبي کفايتي قرباني سوه دادرې مسلې په لاندې ډول دي ،

الف : دامنيت مسله : — په افغانستان کي دامننيت مسله ډيره مهمه اوترټولولومړيتوب لرې . پردي هيځوک سترګې نه سې پټولاې چي په افغانستان کي اوسني جګړه نه افغاني جګړه ده نه افغانانوشروع کړيده دايوه نړيواله جکړه ده اوددي جکړې دواړولوروشاته خارجيان اوخارجي مالې ملاتړولاړدي . داخونړې اوليونې ناتار نه افغان شروع کړي اونه ېې ختم ولاي سې نه ددي بيچاره ملت نه ملامحمدعمر دطاليبانودتحريک مشرپوښتنه کړيوه چي زه القاعده راولم . ترڅوواشنګتن وولې اوستاسې بچيان په بمونوکي والوزي اوامريکايانوته دراتګ بهانه جوړه کړي اونه هم بش اوکرزي ورنه پوښتنه کړيوه چي موږبه ستاسي پاکي خاوري دناټوښامارداخلوم ترڅوستاسې پرښاديواوجنازوبمباردوکړي .اوستاسي ښخي په سپووداړې که القاعده افغانستان ته داخله سوه هم دامريکايانوپه اشاره اودځينوګاونډيانوپه مرسته اومشوره داخل سو ه که په بن کي کوم ګروپونه سره کښينستل هم زموږ دګاونډيولاس پوځي وه نه دافغانستان ملت چا پوښتلې اونه دهغوي اراده تمثيل سويده همداعلت ؤ چي دبن اکثريت ډلې په شکل داشکالودګاونډيانولخوامعرفې سوي اودولتي چوکي هم دګاونډيانوپه غوښتنه لکه دخيرات برخي دهغوي لاس پوځوته وويشل سوې . نوکله چي امريکايانوپه افغانستان کي داجګړه شروع کړه دفغانستان مظلوم ملت ېې دلوې بلاپه خوله کې ورکي اوس دتښتي لاره لټوي که افغانستان مالک درلوداي که زموږ ملت يومدبرمشردرلوداي نودکابل دکنفرانس دګډون والونه يي بايد په جدي اوښکاره ډول غوشتنه سوي واي . ښاغلوتاسي چي افغانستا ن ديوې نړيوالي جګړې تل ورټيله کړي اودلته موخونړې جنګ شروع کړي مهرباني وکړي داخپله شروع کړي معامله ترکاميابې ورسوې اوکه دانه سې کولاې اودادروند پيټې زموږ دخواراومظلوملت پراوږوايږدي مهرباني وکړې دالاندې دندي ترسره کړي . .

لومړي : تاسې ته په نهه کاله کي نده مالومه ده چي زموږ کورته ځوک کاڼي رااوروې؟ اوتاسې ته په دانه کاله ثابته نه سوه چي دافغانستان ټولې ستونځې زموږ دګاونډيانولخواراجوړسويدي ؟چي دادې نن ېې تاسي اوموږدواړه دمشکلاتوکندې ته اچولې يو دامينت شورادبايد زموږ پرګاونډيانوزورراولې اوتضمين ترې واخلې ترځوزموږپه کورنيوچاروکي لاس وهنه بنده اودترهګروپټځايونه له ځانه وشړي . اوزموږدايمي بې طرفي په رسميت وپيژني .داچي دايران خارجه وزيرپه ښکاره وايي چي دافغانستان مسله يوه سميزه مسله ده دابايد پاکستان ، ايران ، ترکيه ، اوتاجکستان حل کړي . تاسې بايد دهغونه پوښتنه وکړي که چيرې تاسې القايده اوطاليبان نه روزې اوستاسې سره نږداړيکې نه لرې نودانړيوال مشکل تاسې څنګه حل کولاې سې؟ په داسې حال کي چي امريکا دايو نړيوال مشکل بولې . ترهغوچي دامينت شورا موږ دګاونډيانوله شره ونه ژغورې موږهم ددي دارنده پټيې دوړلوتوان نه لروپريږده چي بيرته نړې دسترګواښ مزه وڅکي ؟ موږ جي کومه قرباني ورکړيده دخپل هيواد دپاره نوامريکايان هم ليونيان نه دي چي زموږدپاره خپلي بيسي اوسيني خاوري کوي .

دوهم : که چيري دامينيت شورا ااوناټو تضمين هم نه سې اخيستلاي اوامريکا اومتحدين ېې جګړه هم نه سې پرمخ بيولاې نوکه ددوي تربدن ويني ځاځي زموږدولس ويني هم دومره ارزانه نه دي نودوي چي خپل عسکرخوندې کوې اوزموږ عسکرداورپه لمبوکي سوځي بايد زموږهرعسکر، هرافسر، اوهر جنرال اوامنيتي ارګانوته هرمړي اوژوندي ته دهغومصارفودوچنده برابر ورکړي کوم چي دوي دااوس دخپلوعسکرودپاره روزانه يامياشتانه کوي که داهم نه سي کولاي اويوازې په مظلوموافغانانودانړيوال جنګ ګټي نودبايللواودهغه نه دراپيداسووخطرومسؤليت يي دافغانانوپه غاړه نه بلکه دنړي دفاتحانوپه غاړه دې .

دريم : که چيرې تاسې نه جنګ مخ ته وړلاې سې ، نه دګاونډيانونه تضيمن ترلاسه کولاي سې ، نه موږته کاپې مصرف راکولاي سې اوافغان ولس پرنيمه ه لارپريږدي لکه روسانوچي خلقيان اوپرچميان پريښودل اوځان يي تري وايستې هم يي امپراطوري له منځه ولاړه اوهم يي خپل واک په افغانستان کي دلاسه ورکړې نوامريکا اوملګرې يي هم بايد ددې ورځې انظاروباسې څکه امريکا مارزخمي کړې مړېې نه کړې :

ب : دادارې فساد مسله : دکرزې اداره وايي چي نړيواله ټولنه په فساد ککړه ده اونړيوال کرزي کورني اوملګرې ېې په فساد لړلې بولي خودواړه دامني چي فساد سته اوس غل هم نارې وهي چي غل درغې اودکورمالک هم نارې وهي چي غل درغې دکرزې يوه ګيله داده چي پيسې بايد دده دولت ته ورکول سې ددي سره زموږدملت څه کاردي ؟چي پيسي ديوه غله پلاس کي وي اويا دبل هريويي خپل جيب ته اچوې دملت په دردنه خورې دادعوه بايد دکرزې اواوبامامافيايي ګروپونه وشړې چي پيسې دچاپه لاس کي هسي خوغلوته راځي اوغله يي وړې . افغانستان ته اوباما مسؤليت څکه نه لرې چي هغه ته نه موږ رايه ورکړيده نوموږټاکلې دي اونه هم ځان زموږ ولس مشربولې که خارجيان غلاوي کوي که داخليان يي کوي زموږ دولت ياغافل دﺉ يايي مل دي . چي په دواړه حالاتوکي زموږ دملت سره جفاده . کرزي پخپله پرځان شاهيدي اداکوي چي زما دولت غل دي تاسې وګورې يوه ستره محکمه لرې ، لويه څارنوالې لري ، دملې امنيت رياست لري ، دفساد سره دمبارزې رياست لري ، دادارې اصلاحاتوکميسون لري ، ددرندو جرايموسره دمبارزې رياست لري ، پوليس اوجناېې لري دشکاياتوکميسون لرې ددي ټولوسره سره دي بله محکمه دخپلوقاضيانو، څارنولانو، وزيرانو، اولوړربته چارواکودمحاکمي دپاره جوړوي يعني پردي ټولوبې باوره دي اونوې کسان راولي ګوره چي داملايکي به له کوم اسمانه راشووه کړي ؟ ددي نه مالومه ده چي فساد دده په ادراه کي دي که يي په خارجيانوکي هم بولې نوولې يوازې افغاني محکمه جوړوي افغاني محاکمه خونه سې کولاې چي خارجيانوته هم جزا ورکړې که دوې دواړوغوښتلاې چي دفساد ريښه اوپه فسادکي ډوب اولړلې کسان ولټوې بايد په دواړه يي يوه مشترکه محکمه رامنځ ته کړې واي اوددي کنفرانس دالارې ېې واک ورکړي واي ترخومجرمين پيداکړې اوجزاورکړي چي دنوردعبرت سبب سوې واې، په کنفرانس کي واېې زه به داوکړم . هغه به وکړم پاکه اوصداقته اداره به جوړه کړم . په دي ټولو ناستوکسانوکي نه داخلې اونه خارجي ترې وپوښتل چي جنابه داخوستالومړي ځل نه دې چي ته داووعدي کوې په دالس کاله تاکوم څه کړيدي چي په دي شپږمياشتي کي به ېې وکړي . ؟ که دکرزي ادارې اويا نړيوالي ټولني په رښتني توګه غوښتلاې چي غله اوداړه ماران پيداکړې بايدمشرکه اداره اومحاکمه جوړه کړي هغوي چي غلاوي کړې دي نه يوازې داداري يي وباسې اوهغه وړي پيسې بيرته تري راوړې داچي دوې هسي لوټه په اوبوکي ايږدي اوپښه پرايږدي داکارغله نه سې پيداکولاې ددي نه مالومه ده ه چي دواړه په فسادکي لاس لرې .ځکه نوځان کوڼ اچوي..

ج : — دملې پخلايني مسله : ترټولوديوه هيواد په سرنويشت ديوي ټولني په ژوند کي داختلاف ليري کول اوملې پخلاينه ده ولوکه داکورني نه نيولې ترهيواده پورې هم . وي خوداکارهم په افغانستان کي هم دافغانستان په دولت پورې اړه لرې هم په خارجيانوپورې اوهم په مخالفينوپوري .

لومړي دافغان دولت برخه : کوم کسان چي نن فراره دي ، کوم کسانوچي نن په غروکي ناست دي ، کوم خلګ چي نن ددولت په ضد جنګيږي . ايا دهغوي ددغه اعمالودعلت پوښتنه سويده ؟چي چا مجبورکړه ؟اوولي ددومره ستړياسره سره بيا توپک ته لاس کي ؟ليرې به نه ځو . جناب کرزې صاحب ستانه دي په ياد چي دهلمند، کندهار، زابل ، اروزګان ، خوست ، دطاليبانوعسکرپه لکوکالدارو اوقوماندان يي په لکوډالره دشبرغان په زندان کي خرڅيده ؟ شپږکاله وچ کالې تيره سوې وه هيچا پيسې نه درلودې دهمدي بنديانوخوندو اومندوخپل دلاس بنګړې خرځول اوستا له زندانوېې خپل بچيان رانيول ، که مجرمان وه بايد محاکمه سوې واي داچي خرځول ېې په کوم قانون کي رواګڼل کيده ؟ اوس په کوموسترګوورته مشران ورسې چي راسې ددي عادل دولت ترڅنګ ودريږې .

تانه ليده چي ستا واليانو، ولسوالانو، ستاقوماندانو، دهغه وخت دامنيت ريسانودطالب پنامه دخلګوکورونه لوټول اودهغوي نه يي په روااونارواشکل هرڅه اخيستل حتي په کوروورننوتل ، ته په دي نه ېې خبرچي هلمند دچا دلاسه فراره سو ؟ ته په دي نه ېې خبرچي اروزګان چا وفراري ته مجبوره کړي؟ چا دقومي تعصب چا دتنتظمي تعصب ، چا دشخصي عقدوپه اساس په زروکورونه تلاښي اودخلګونه يي دطالب پنامه هرڅه يووړل ،؟ ته په دي نه يي خبرچي کندهاردچا دلاسه ناارامه اوسرګردانه دي ؟ ته په دي نه خبرچي ستامامورينونن په کراچي ، دوبي اوکابل کي اسمان ختلې بنګلې جوړوي چي داټولې دهمدې ملت ويني چي څبيښل سويد ي .

ايا اوس هغه کسان محاکمه کولاي سي ؟ چي داجنايتونه يي کړيدي ؟ ايا اوس هغه کسان له خپله څنګه ولاړولاي سې چي لاسونه ېې دملت په وينوسره دي اوملت يي بيرته وفراري اوجګړې ته مجبورکړيدي .؟ کله چي ديوه سړې د ورورقاتل ستا وڅنګ ته ناست وي بل وروربه څنګه ستابغل ته راځي ؟ کله جي ديوه ورورقاتل دملامحمد عمروڅنګ ته ناست څنګه به ستاهغه لړلې مامورجرات وکړې اودهغه سره به يوځاي کاروکړې ؟. هغه دوستم چي ستاپه واکمني کي يي دخلګوزامن په زندان کي په لکوکالداروخرڅول اوس تا څووزارتونه ورکړيدې ؟ څودي ولايتونه ورکړيدي ؟ څودي رياستونه دي ورکړيدي ؟ که طالب جنګ کړيؤ نه ددوستم اومحقق توپکوالوهم پرولس ګلان نه وه پاشلي ؟ که طاليبان په پردوپيسواواسحلوجنګيږي نه محقق ته هم دپلاراونيکه دسلاح کارخانه نه وه ورپاته سوي ؟ که موږ غواړوسوله راولو اوتيرپرتيرهيرپرهيرکړو ، نوبايد هغه مجرمان که په زندان کي نه سواچولاې لاقل له قدرته خويي بايد ليري کړو . نورېې دجناياتومخه ونيسو، مهمه پوښتنه داده چي دوستم داحق درلودې چي په اظطرارې لويه جرګه کي برخه واخلې په داسې حال چي دهغه دلايحي په اساس هيځ قاتل حق نه درلودي چي ددي جرګې غريتوب ترلاسه کړي خوتا ورته ټولوته ځاي ورکړي ؤ نوطالب ولې داحق نه درلودې ؟ اياهغه ورځ دملې پخلايني ښه ورځ وه اوکه نن ؟ که دوستم اومحقق دافغانستان داساسي قانون په جوړکي برخه اخيستلاې سوه چي وهغه ته خپل نماينده ګان راوليږي نوبيا حکمتياراوطاليبانوولې نه درلودي ؟ دسولې اوملې پخلاينې په برخه کي چي څومره زموږګاونډيان ملامت دي دکرزې دولت ترهغه څوچنده ملامت بلل کيږې اوترڅوچي داسي يو محاکمه رامنځ ته نه سي چي دکرزي ترحاکم کيدوورسته ټول جنايات ونه څيړل سي اومجرمان مالوم نه سي په شکل داشکالوجزا ورنه کول سي اواينده ددوي له شره ملت ډاډمن نه سې هيځ کله سوله نه سې راتلاې يوچا چي ديوبل پرمال پرعزت پرژوند حتي ناموس تعرض کړيوې اوس څوک ورته وواېې چي راسه ظلم هم درسره سويدې دخپل دښمن لاس وپيښي هم ته ورمچ کړه ايا په افغاني ټولنه کي داامکا ن لري ؟.. سړي نه پوهيږي چي دازموږ مشران نه پوهيږي ؟ خپله ټولنه نه پيژني ؟ اوکه ځان خطاباسې ؟ اويا قصدا داکارکوې طالب خولايوجنګي قدرت دي هغه په جګړه بوخت . دي دابه يوي خواته پريږدي هغه کسان چي يوه لورته نه دې کورناست دي دهغوي نه پوښتنه وکړي چي څوفيصده له کرزې . دهغه له کورنې ، دهغه دمافيا، دهغه دواليانو، دهغه ددولت نه راضي دي ؟

دوهم : دخارجيانوبرخه : کرزې صاحب پخپله ومشورتي جرګي ته وايي چي خارجيان موږهم پالې اوزموږمخالفين هم خارجيان وايي ترڅوچي طاليبان وي موږ نه ځواوطاليبان وايي چي خارجيان وې موږ نه راڅودي اعتراف کوې چي خبره داده چي موږته ېې سلاکړيده . دکرزې په ټولوخبروکي دغه يوه خبره يوڅه حقيقت ته ورته ده . خارجيان يي هم پرنال وهي اوهم پرميخ ، داهغه خطرناکه لوبه ده چي يووخت به ورباندي بيښمانه وي . امريکا بايد خپله تګ لاري ته يومخ ورکړي نه دوه مخه ترڅوچي امريکا اوناټويوه لاره خپله نکړې هميشه به په تزلزل اواضطراب کي ژوند کوې خصوصا دافغانستان په اوسني جګړه کي امريکا وغله ته وايي غلاوکړه اودکورمالک ته وايي کورګوره همدايي داناکامي اصلې عوامل دي اووي به .په کارخوداوه چي په دي کنفرانس کي ټول حقايق روښانه سوې واي اودکنفرانس دګډوالونه پوښتنه سوې واي چي زموږ سره ولې دوه مخه سياست کيږې ؟ اوکله به دااصلاح کيږي .؟ ديوي خوا دسولې پروګرام تايدوې دبلي خوا وايي چي دمشرانونمونه بايد له توره لست نه ليرې نه سې نوپه کارخوداوه چي داخبره دکابل په کنفرانس کي په ډاګه سوي اوسپينه سوې واې موږ چي وليدل هلته هرځه ترتشکرپورې محصوروه .

دريم : دمخاليفينوونډه : دافسوس خبرخوداده چي مخالفين دقبروملنګيان دخارجيانودجاسوسي په توروژني ، دښوونځيو چوکيداران ، ژونالستان وژني ،ډاکتران وژني ، ښوونځې سووځي خودهغه جنايتکارانوپه هکله چي هم دوي اوداملت ترسږموراغلې دي بدخوب هم نه ويني ، مخاليفن بايدهم په وپوهيږې چي پردي کټ ترنيموشپودي ، ملت اوس هم په دي پوه دي چي دوې پرکوم ګودراوبيږې . هغوي بايد خپله خاوره اوملت دقدرت ، چوکي اوپردو ارمانوقرباني نکړي ، دايوشتمه پيړې ده ددوي تګ لاره نه نړې ته نه دافغانستان اکثريت خلګوته دمنلوده ، دکله چي روسانوپرافغانستان يرغل کړيدې موږپه دي کي اخته يو، يووايي هغه کافردې بل وايي هغه کافر دي ماته اکثره وخت داپوښتنه وي چي مسلمان به ځوک وې ؟ مجاهيدنيوخلقيان اوپرچميان کافران بلل ، بنيادګرايانوملې ګريان کافران بلل ، حکمتيارصاحب ، سياف صاحب ، رباني صاحب ، مولوې خالص صاحب ظاهرشاه اودهغه ملګرې کافران بلل طاليبان چي راغلل ټول تنظمونه يي کافران بلل ، کرزې صاحب چي راغلې لاس پوځويي طاليبان مردودبلل . طاليبان چي بيا راژوندې سوه ټول ديموکراتان کافران بولې اوس پوښتنه داده چي دلته مسلمان څو ک دي ؟ ورورو راته ثابته سوه چي هرځوک چي په پردي کورزين کي سپورؤ مسلمان دي که پرخپل باسسکل سپورکافردې . دلته مخالفين هم بايد پردې خواراومظلوم ملت زړه وسوڅي ، که ظلم دوستم کړي ؤ ظلم ؤ که طالب جان کړي ؤ هم ظلم دي نه ظالم چي هرځوک وي ظالم دي .خداي پا ک مود ي دظالمانوله ډلې وساتي .اونه مودي خداي ورسره ملګر ي کوې

نيتجه : ددي کانفرانس نه به دکرزي صاحب مافيا مالي ګټه پورته کړي اوپنځوس فيصده پيسې به ورته راسې اوبامابه دخپل کمپاين دپاره سياسې اوافغان ولس به خواره بازاري هغه ته هغه خواري.