کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آيا د اداري اصلاحاتودکميسيون شته والي ته ضرورت شته؟

آيا د اداري اصلاحاتودکميسيون شته والي ته ضرورت شته؟

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د بن د پريکړوله مخې په افغانستان کې دلنډمهالې اداري له رامنځته کيدو وروسته جوړ شو.دغه کميسيون د افغانستان په وزارتونو او ادارو کي د اداري سمونونو د رامنځ ته کولو په مقصد رامنځ ته شو چي د يوي سالمي او حساب ورکوونکي اداري رامنځته کول چي هيواد والو ته ګټور خدمتونه تر سره کړاي شي او د پوهي له مخي په دولتي اداروکې د مامورينو ګومارل يې له مهمو موخو څخه وې.
کله چې دغه اداره جوړه شوه په لومړي سر کې ددغې ادارې دکارکوونکو مياشتني معاشونه په ډالري حساب منظور شول او دافغانستان په ادارو کې دنابرابرۍ پيل له همدغه کمسيون څخه وشو.او بيا په نورو ادارو کې ددوي په اصطلاح اصلاحات پيل شول. البته په لومړي سرکې داسې فکر کيده چې دغه کميسيون به وکولاي شي زموږ په ادارو کې هغه بې عدالتۍ چې دتيرو يو ګوندي رژيمونو او تنظيمونو له خوا رامنځته شوې وې له منځه يوسي او په رښتني ډول به کار دکار اهل ته وسپاري . له بده مرغه لکه څنګه چې زموږ يو زيات شمير ادارې پخپلو ورسپارل شويو دندوکې ناکامې دي دغه اداره هم ناکامه وه يا خو داسې لاسونو پکې کار وکړ چې پخپله دبيروکراسي سرلاري وو.
زموږ زيات شمير مامورينو به هغه پوښتنې ليدلې وي چې ددغه کميسيون له خوا يوې څوکۍ ته له کانديدو کسانو څخه کيږي. دغه پوښتنې او ازموينې په هيڅ ډول يوې څوکۍ ته دکانديد کس دوړتيا دمعلومولوڅرګندويې نه شي کولاي.
کوم لنډمهال کورسونه چې دملکي مامورينو دوړتياوو دلوړولولپاره په ډيرو لګښتونو دملکي خدمتونو دانستيوت په چوکاټ کې ددغه کميسيون له خوا جوړيږي داسې څه پکې تدريس کيږي چې زموږ په دولتي ادارو کې دمامورينو دمسلکي وړتيا له لوړولو سره هيڅ مرسته نه شي کولاي .ما پخپله ددغو کورسونو څو دورې لوستې دي پوهيږم چې په دولتي اداره کې يې زما په ورځني کار يې هيڅ ډول مثبته اغيزه نه ده کړې او نه هم په راتلونکي کې کومه ګټه رسولاي شي.
له بلې خوا دمامورينو په ګومارلو کې ددغه کميسيون کارونه او اجرآت روڼه نه دي. زه داسې يو څوک پيژنم چې دنهم ټولګي فارغ دي خو ددولسم ټولګي په جعلي بري ليک ددغه کميسيون له خوا په يوه وزارت کې دلوي ريس په توګه ګومارل شوي او يوزرو اته سوه ډالره مياشتني معاش ورته منظور شوي دي. او ډير داسې کسان مې ليدلي چې يوې څوکۍ ته کانديد شوي بيا يې له يوچا څخه دکميسيون دريس او يا نورو چارواکو په نوم دسپارښتنې ليک اخيستي او هلته مقرر شوي دي.
کله چې حالت داسې وي نو آيا ددغه کمسيون شته والي ته ضرورت ليدل کيږي؟ موږ په کابينه کې دکار او ټولنيزو چارو وزارت په نوم يوه بله اداره هم لرو چې په دولتي ادارو کې دمامورينو دګومارلو چارې ترسره کوي.دغه وزارت پخوا هم بې له کوم ځانګړې امتيازه دغه چارې ښې پر مخ وړلې او ممکن په راتلونکي کې هم وکولاي شي.
هيله ده لوړ دولتي ارګانونه او ولسي جرګه د اداري اصلاحاتو دکميسيون د اغيزمنتيا موضوع په جدي ډول وڅيړي اوداچې ايا ددغه کميسيون شته والي ضروري دي که يه؟ څرګنده کړي او په دې اړه لازمې پريکړې وکړي.