زه چي هسي په اميد په ويره اوسم په دا کور کي راسره بد خواه غماز دئ ( ميزا خان انصاري )
څو ورځي وړاندي مي په افغان – جرمن انلاين کي دکابل پولي تخنيک انستيتوت نه زما ديوه پخواني تکړه شاګرد انجينر نعيمي په قلم د ( په افغانستان کي ميلياردونه تر خاورو …. ) سرليک لاندي د ډنمارکي ورځپاڼي نه يوه ژباړل شوي ليکنه تر سترګو او په ځير مي ولوسته . د ژباړي په پاي کي نوموړي زما نه دخپل يوه استاد په توګه په درنښت او ټينګار هيله کړي وه چي پدي هکله يو څه وليکم . دافغانستان دکاني شتمنيو موضوع چي داګړي درسنيو د لومړي مخ خبر ګرځيدلي زه هم په دقت څارم او چي څه په رسنيو کي په مخه راشي ، ورڅخه نه تيريږم او په مينه يي لولم . داځکه چي د يوي خوا ديوه قلموال په توګه د لوستلو سره مينه لرم او دويم داچي دوظيفوي مکلفيت له مخي مي له بل هرچانه زيات دافغانستان د کانوسره سروکار درلود او د اوږدو کلنو دپاره مي د ټول افغانستان دجيولوجيکي سروي او کانو پلټولو مسؤليت پرغاړه وو . زه پدي اند يم چي ددي ټولو تبليغاتو موخه يوازي دافغانانو په ښيګڼو باندي دخوشحالۍ ښودل ندي بلکه شاته يي څه نور شيان هم پټ دي چي په ښکاره ډول يي ليدل اسانه ندي .
په همدي خاطر مي ددي ليکني موخه يوازي دانده ټاکلي چي ديوه متخصص په توګه دافغانستان د کانونو حالت په مسلکي توګه وڅيړم او وطنوالو ته يي يوداسي علمي تصوير وړاندي کړم چي دعام پوهاوۍ څخه لوړ وي . پدي اړه هم په کور ددننه او هم دباندي ډيري څرګندوني شوي چي دعمومي پوهيدو او عام تصوير دپاره کافي بريښي . له دي نه زياته دمسلک له مخي ژورتيا کيدلاي سي يوازي دمسلکي کسانو دپاره د پوهيدلو وړ وي . خو دمګړي عام ذهنيت ورته د دومره پوهيدلو پخاطر سترګي په لار دي چي وروسته په لدي نه څه جوړه شي . البته د کانونوپه هکله به هم تر وسه وسه ضروري معلومات وړاندي کړم او د يادولو پروخت به يي هڅه وکړم چي د بيخي اړين حالت نه پرته د ډيري پيچلي مسلکي ترمينالوژۍ نه کار وانه خلم تر څو ټولو ته د پوهيدو وړ وګرځي .
کله چي د يوه هيواد دطبعي ذيرمو په اړه خبري کيږي، به ظاهره داسي ښکاري چي دا يوازي يوه اقتصادي موضوع ده او بس . خو دامقوله بايد له پامه و نه غوځوو چي سياست د اقتصاد کښيکښلۍ ( فشرده ) شکل دي ، نو غواړو يا نغواړو پدي اړه مجبور يو چي په يوه يا بل ډول موضوع ته دسياست سره ټړاو ورکړو . کنه نو بيله دي نه به په ځانګړي توګه پدغه حساس پړاو کي ددي خبري څيړل نيمګړي پاته وي .
دافغانستان د کانونوموضوع د روان ۲۰۱۰ کال د جون راهيسي د نړيوالو رسنيو د لومړيو پاڼو سرليکونه ښکلي کوي . داخبره هغه وخت منځته راولويده چي دامريکا ډيري مشهوري ورځپاڼي نيويارک ټايمز د افغانستان تر ځمکي لاندي د ۱۰۰۰ ميليارد دالرو په ارزښت د کاني زيرمو دشتون خبر خپور کړ .د نيويارک ټايمز ورځپاڼي دا خبر د امريکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) دجيولوجستانو د راپور له مخي چي په افغانستان کي يي ځيني څيړني تر سره کړي وي ، نشر ته سپارلۍ وو . هلته ليکل شويدي چي دافغانستان غرونه او دښتونه يو رښتيني طلايي کان دي ، ددي هيواد تر ځمکي لاندي دنورو اړينو کانو ترڅنګ په لويه پيمانه د اوسپني ، مسو ، کوبالت ، طلا او ليتيوم زيرمي ځاي پر ځاي شويدي . ليتيوم يو ډير ارزښت لرونکي فلز دي چي له هر څه نه زيات يي په بطريو کي کارول ورځ تر بلي پراختيا مومي . په راپور کي داهم ويل شوي لکه څنګه چي سعودي عربستان د تيلو به بحر کي لاهو دي او لدي کبله نړيوال شهرت لري ، افغانستان به د ليتيوم د استخراج له مخي همدومره شهرت و مومي .
يو شمير کتونکي دا دتعجب او حيرانتيا وړ بولي چي پنتاګون دڅه پخاطر پدغو دجنګ په حساسو شيبو کي ددي راپور په خپرولو لاس پوري کړ . همدغي خبري دڅيړونکو تر منځ بيلابيل غبرګونونه را وهڅول . ځينو لوديزوالو څيړونکو دي موضوع ته په سربيرن ډول يوازي په اقتصادي سترګه وکتل او دايي لدي پلوه يو په زړه پوري خبر وګاڼه ، ددي لاري يي په تبليغ او خپرولو کي ونده واخيستل . ځينو د سياسي موخو په پام کي نيولو سره موضوع و شنل اوځينو نورو بيا په انتقادي ډول وڅيړل او د خپل نظر سره سم يي دسياسي لاري دا خبره تحليل کړه . ډنمارکي رسنيو هم دلته په ډنمارک کي دا خبره د راز رازسرچينو په حواله پرله واړول راواړول . دبيلګي په توګه د جيم ليوبي پنامه د ( اي پي اس ) خبري اژانس ژورناليست وايي چي ددغو معدنو کشف خو د تيري پيړي د اتيايمو کلنو لاسته راوړنه ده چي دشوروي کان پيژندونکو په مرسته ترسره شويده . دنوموړو کارونو پايلي په ۲۰۰۷ کال د امريکا دجيولوجيکي خدمتونو د انستيتوت لخوا او همدارنګه د برټانيا د جيولوجيکي څيړنو په مجله کي هم په داګه شوي دي ، بيانو د څه پخاطر پدي وخت کي دومره زيات پام ور اړول کيږي . د مارک امبيندر په نظر چي د اتلانتيک په مجله کي يي څرګند کړيدي ، دا د پنتاګون يوه پراخه تبليغاتي لوبه ده چي پدغه وخت کي يي دافغانستان معدني شتمني د نړيوالو رسنيو ږيږه سرليکونه وګرځول .
لکه څنګه چي ياده شوه پدي لوبه کي د پنتاګون سره يو ځاي لوديز هم لويه ونډه واخيستل . ډنمارکي رسنيو هم خپله ونډه ادا کړه او ژورناليست جيم ليوبي چي پدي ډله کي موضوع ته لږ غوندي په ژوره کتلي دهغه په حواله ليکي چي پنتاګون دا موضوع پدي خاطر را مخته کړيده چي د روان منفور جنګ څخه دعامه ذهنيت پام بلي خواته واړوي او د دوام دپاره يي دخپلو خلګو څخه يو څه نور وخت تر لاسه کړي : دي ليکي : اخيرنيو ټولپوښتنو و ښوده چي امريکايان نور د واشنګتن دهغو پريکړو ملاتړ نه کوي چي دجنګي حل لاري ته بايد دوام ورکړل شي . واشنګټن او د ناڼو انډيوالان يي اوس ډير لږ وخت لري چي خپل خلګ پر دي خبره قانع کړي چي د طالبانو په وړاندي د دوي روانه ستراتيژي اغزمنه او کاري ده . دي زياتوي چي د افغانستان د معدني زيرمو په اړه د پنتاګون تبليغات ددي د پاره دي چي خپلو خلګو ته دا وښيي چي پدي جنګ کي زموږ درانه لګښتونه بيځايه نه ځي او دطالبانو ماتول هم داګړي يوازنۍ او اصلي موخه نده بلکه د افغانستان معدني شتمنيو ته لا س رسۍ هغه څه دي چي بايد په ستراتيژيکي موخو کي له پامه و نه غورځول شي .
زه پخپله هم سره لدي چي دنوموړي ژورناليست ددي نظر سره همږغۍ يم چي په افغانستان کي د کاني زيرمو د شتون خبره څه نوي شي ندي او سره لدي چي دا ډار هم راسره شته چي ددغو زيرمو شتون به خداي مکړه د روان جنګ پر اور باندي غوړي توي کړي . خو خوشنين نظر تل په شر کي خير لټوي ، ځکه نو زه پدي کار کي يو مثبت ټکۍ هم وينم او پدي خاطر يي ګټور بولم چي دنړۍ دپانګه والو پام يي دافغانستان و کانونو ته را واړاوه او هغوي يي پدي باندي ډاده کړه چي هلته په رښتيا هم هغه څه شته چي په پانګي اچوني او لګښتونو ارزي . دا زيرمي که هر څومره هم ستري وي خو تر څو چي استخراج نشي ، هيڅ ګټه ورنه تر لاسه کيدلاي نشي او د لويو کانو را ايستل هم ولويي پانګوني ته اړتيا لري چي افغان دولت لا تراوسه پوري دبده مرغه دخپلي بودجي څخه دا توان موندلي ندي . د نړيوالو پانګه والو را ماتول بيا ساده او اسانه کار ندي او بايد هغوي پدي باندي ډاډمن کړل شي چي د اړوند کان پر زيرمه باندي پانګه اچونه بيځايه نده . که چيري ما غوندي دافغانستان په لس ګونو متخصيصين هره ورځ به ساعتونو د تلويزيوني کامرو مخي ته کښينو ، سل قسمه وخورو او ان علمي دلايل هم وړاندي کړو چي موږ پريماني معدني زيرمي لرو ، پانګه وال به تر هغه وخته دا و نه مني څو خپل ماهيران يي راغلي نه وي او دلته يي اړيني څيړني تر سره کړي نه وي . خو د پنتاګون د جيولوجستانو نظر دوي ته د اطمنان وړ دي او په ډاډه زړه که لږ وډير د امنيت اطمنان ورکول شي ، پانګي اچوني ته ليوال کيږي . لنډه داچي دا هغه حالت دي چي کيدلاي شي په شر کي خير و لټول شي .
دا خبره بيا چي شوروي ماهرانو دازيرمي په اتيايمو کلونو کي کشف کړي وي ، پرځاي نده . دلته دوي خبري د پام وړ دي چي يوه يي د معدنو کشف او موندل دي او بله يي په معدن کي د زير مو د کميت او مقدار محاسبه ده . زه د اوږدو کلونو دپاره د ټول افغانستان په کچه بيله ګاز او نفتو چي د تيلو په ملي موسسي پوري يي اړه درلوده ، دنورو ټولو معدنو د پلټولو او د ټول هيواد د جيولوجيکي سروي او هيدرو جيولوجيکي چارو مسؤل وم چي هرڅه مي تر سترګو لاندي تير شوي دي . اتيايم کلونه تر شوروي يرغل ( ۲۷/ ۱۲ / ۱۹۷۹ ) وروسته د وطن د ازادولو پخاطر د جنګ کلونه وه . د ۱۹۸۰ کال د پيل څخه د عينک دمسو پر معدن باندي د کار نه پرته نور نژدي په ټولو ولايتونو کي دجيولوجيکي نقشي اخيستلو ( نقشه برداري ) اوکان پلټني په موخه زموږ ټول ساحوي کارونه د امنيت دنشتوالي له کبله په ټپه و دريدل چي دعينک دمعدن دساتلو خبره به وروسته په لږ تفصيل سره وکړم . لدي نه پرته دبغلان ولايت په پلخمري کي د کرکر – دودکښ د ډبرو سکرو پرکان او د غوري د سمنټو فابريکي د اومو موادو د زيرمو پرڅيړلو باندي هم په ټاکلي کچه کارونه روان وو . د کانو او صنايعو په وزارت کي د کانو او جيولوجي سروي د چارو رياست چي د بيلګي په توګه په ۱۹۷۸ کال يي نژدي ۳۶۰۰ تنه کارکونکي يي درلوده د اتيايمو کلنو په پاي کي داچي دکار ساحه يي ډيره محدوده شوي وه ، تشکيل يي نژدي نيمي برخي ته را ټيټ شو . پدي شمير کي هم زياته برخه هغه مسلکي کسان وساتل شوه چي د لسانس ، ماسټر او د دوکتورا په کچه يي ديپلومونه درلودل . دامهال د کابل د پولي تخنيک انستيتوت او د کابل پوهنتون دسيانس پوهنځۍ د جيولوجي له څانګي نه او همدارنګه دشوروي اتحاد د اړوندو تعليمي موسسو څخه يو په بل پسي افغاني محصلان فارغيدل چي بايد په کار ګمارل شوي واي . دا يو ډير ستونزمن کار وو . زه پدي ښه پوهيدم چي دامسلکي کسان يوه ستره ذخيروي پانګه ده او داهيله مي هم د لاسه نه وه ورکړي چي يو وخت به دشوروي يرغلګرو ټغر ټول ، په وطن کي به بيا ارامي او امنيت راشي او دغه مسلکي پانګه به په کار واچول شي چي له بده مرغه مي دا خوب رښتيا نشو . دمسلکي کادرونو د ساتلو په موخه مي کال په کال دغيرمسلکي پرسونل په کميدو سره د مسلکي تشکيل برخه زياتول . دنيکه مرغه ددي رياست ټول بودجوي لګښتونه د دولت د انکشافي بودجي د لاري په پام کي نيول شوي وو چي دپلان په وزارت پوري يي اړه درلوده او هلته زيات شمير داسي مسلکي کادرونو کار کاوه چي زما ددي هلو ځلو په اهميت پوهيدل ځکه يي نو د بيروکراتيکو جنجاتونو سره نه مخامخ کولم . که چيري دا لګښتونه د عادي بودجي د لاري واي نو د ماليي وزارت بيرو کراتانو به هيڅکله هم زما دا موخي درک کړي نه واي .
پدي کلونو کي مو دمسلکي کادرونو ډيره برخه ددي پخاطر چي بيخي بيکاره پاته نشي ، په هغو کارونو لګيا کول چي ډير اړين نه وو . البته يو د پام وړ شمير کسان د کابل په ولايت کي په هايدروجيولوجيکي ( تر ځمکي لاندي اوبو زيرمي څيړل ) کارونو ، دساختماني موادو دمعدنونو دکميت او کيفيت په څيړلو ، جيوفزيکي کارونو او په يولړ ډيرو ګټورو کارونو لکه جيوانجينري څيړنو بوخت وو چي د پلان شوو تعميرونو او تاسيساتو د بنسټ دفزيکي او ميخانيکي ځانګړتياوو څيړنه يي سرته رسول . دغه اکارونه بيا ډير اړين وه چي د پروژيو جوړولو مرکزي انستيتوت ( پما ) د اداري په سپارښت ترسره کيدل . پکارده د خوښۍ په څرګندولو سره ووايم چي د جيولوجي سروي په رياست کي ډير صميمي او وطنپال پرسونل را ټول شوي وو چي د مشرتابه کړيو او کارکوونکو تر منځ په لوړه کچه متقابل احترام او پوهاوۍ واکمن وو . همکارانو مي ستونزي ښه درک کولي خو دخاد اجنټانو او په ګوندي لومړي سازمان کي يو څو تنو ناځوانه کسانو په خپلو دسيسه بازيو سره بيشميره ستونزي راته زيږولې . همکارانو مي زيات درناوي راته کاوه او ديوي ټينګي قلعه پشان رانه چاپيره وه چي بايد د زړه له کومي يي منندوي اوسم .
دلوړو اړينو يادوونو وروسته به راشم د پنتاګون راپور او په هيواد کي د معدني زيرمو د څرنګوالي خبري ته :
دلومړي برخي پاي . نوربيا