دعوامي نيشنل ګوند لخوا په مردان كښې دتېرې ورځې په چارسده كښې دبريد په ضد لاريون وشو پدغه لاريون كښې د مردان ګڼ شمېر اوسيدونكو ګډون وكړ لاريون كوونكو دحكومت پرضد شعارونه وركړل او دپيښې په هكله يې د دپلټنو غوښتنه وكړه مظاهره كوونكو پرسړكونو باندې ټائرونه هم وسوځل.