تغیراو تبدیل په قرارګاؤ کې مثبت کار ګڼل کیږي ،خو چې د یوې ستراتیژیکي په اساس وي او د ملي اردو جزوتامونو او قرارګاؤ د بریالیتوب لاره په نظز کې و نیول شي. دا یو منل شوي اکادومیک پرانسیب دی چې په ملي اردو کې يو کاري ګروپ موجود وي چې په ټوله مانا تکتیکي ستراتيژیکي په اساس امور پلان ګذاري وکړي. چې قطعات او جزوتامونه د نورماتیف له مخې وظایفو ته چمتو کړي ،اوپه ټاکلي وخت هغه وظایف چې پلان ګذاري شوي په بریالیتوب سره بیدون له تلافاتو اجرأ کړي۰
په اساس د سابقه تجروبو ، تعلماتو او زده کړې له مخې په وزرت دفاع کې ستر درستیز مقام منظور شوي چې په حقیقت کې لوي درستیز د مصلح قوأو درستیزوال دی. د ستردرستیز په تشکیل کې ریاست اوفراسیون یا اومورې پلان ګذاري موجوده ده ،چې د ستردرستیز ټول محاربوي ، تکتیکي ، لوژیستیکي ،تخنیکي،هوايئ ،مدافع هوايئ ، څارندوي او امنیت ملي په شمول په اوفراسیوني وظایف د پلان ګذاري مسولیت لري. په ریاست اوفراسیون کې تجروبکاراکادومیک افسران موجود وي ،داچې د افغانستان د جمهورریس له خوا د مصلحوقوواو لوی درستیز یو سابقه پوه ،تجروبکار ارکان حرب جنرال شیرمحمدکریمي ټکلی دا یو په ځای کار دی۰
باید دستر درستیز معاوینین ، ریاست اوفراسیون ،ریاست محابره اودستردرستیز نور د جوزوتامونو غړي دیوې کاري تجروبې خوندان وي چې د ستردرستیز امورپلان ګذري وکړی شي. چې په کم وخت کې خریطه د کار جوړه،د لوړ مقام څخه منظوره او قطعاتو ته لمړي لارښود ورکړي.ترڅو ټول قطعات معاینه او راپور محاربوي واخلي . هغه وخت ستر درستیز محاربوی وظایف په ښه صورت سره اجرا کولاي شي چې په هره وظیفه محاربوي کې د وضیعت په اساس ډیر اهداف لري چې وضیعت درست محاکمه ،مطالعه ، کشف اوتشحیص ګړي د هر جزتام «پیاده ،توپچي ،هاوان ، ټانک ،مشیندار او هوايئ » هر یو ته ټکلی هدف ورکړی شي لکه نیږدې هدف، منځنی هدف،او ورځنی هدف .
څرنګه چې لیدل کیږي په موجوده وخت کې په ملی اردو،ملي پولیسو، امنیت څار،او د ایساف قوواو تر منځ همهنګي او امورپلان ګذاري څنګه چې لازمه ده نشته .لکه :
ـــ خریطه وضیعت په وخت نه جوړیږي
ـــ وظایف جوزوتاموته مشحص نه ورکول کیږي
ـــ جوزوتامونه شامل فعالیت په درنده سلاح نه حمایه کیږي
ـــ حطوط نورماتیفي نه مرعات کیږي.
ـــ اهداف موثرصلاح ته نه ورکول کیږي۰
فعلان په افغانستان کې ټول وظایف تکتیکي دي نه ستراتیژیکي۰
لیدل کیږي چې د یوه کوچنی (چیریکي) ګروف له کلي راپور ورکول کیږي ،بې له د چې تکتیکي نورماتیفو ته فکر وکړي او یه د هغې لپاره ځانګړی مسلیکي جزوتام وټکي د شپې لخوا بې له کشف او مطلعې څخه هدف په نښه کوي، چې په نتیجه کې د ملکي خلکو د وژنې ، دولت او خلکو ترمنځ واټن پیدا کیدو سبب ګرځي.
بهتره دا ده چې امورپلانګذاري داسې اجرا شي چې ټکلی هدف ټکلي جزوتام ته ورکړل شي نه دا چې د هاوان هدف توپچي ته او د پیاده هدف هوايئ ته ورکړل شي . تر څو چې د افغانستان ملي اردو په خپلو پښو دریدلي نه وي تر هغې پورې په افغانستان کې دا روانه لو به پای ته نه راسیږي د افغانستان دفاع وزرت ، ستردرستیز او سر قوماندان محترم حمدکرزی باید د اردو جوړیدو کې هڅې کړندۍ کړي -موږ باید پدې وپوهیږو چې خپل هیواد او هیوادوال د خپلو میړو په مټو ساتل کیږي .
په افغانستان کې ډیر میړني جنرالان او سربازان شته دي زموږهیواد بې میړو نه دی – که پدې تیرو کالو کې په ریښتیني توګه ملي اردو په جوړیدو کې کار شوی وی راونه لوبه به نه وی۰ دا هم د هیریدو خبره نده چې په افغانستان کې ډیرو زورواکو زور اځمویلی خو بریالیتوب يی په لاس ندی راوړی-
زما په اند موجوده ستراتیژي نوي بدلون ته ضرورت لری تر څو د بریالیتوب لاره پیدا کړي –
دافغانستان په جوپولتیکي حلاتو کې د ډیرو قوواو تمرکز د تلافاتو سبب ګرځي –په اوسنیو حلاتو کې باید یواځې دکوماندو او دیسانت هوجومي جزوتامونو څخه کار واخیستل شي،ځکه چې دوي
د کلیو ځنګلو او شپې عملیاتو لپاره ځانګړي روزنه ، سلاح او وسایل لري.
هیله مند یو چې ستردرستیز اوسني ستونزې لپاره هراړخیزې هڅې وکړي .
ستاسو د بریالیتوب په هیله !