کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخي ناول ۶)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخي ناول ۶)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۶)
سلطان علاؤالدین خلجیي
تاسو ددې ناول شپږمه برخه لولئ…..
پرلپسې *****۹
کله چې د منګولیانو قومندان ترغي خان دخپلو دوه نیم لکو عسکرو سره یو ځاې په برن ښار باندې یرغل وکړ نو د برن د ښار حاکم فخرالدین په دې ښه پوهیدلې و چې هغه به ددومره ستر لښکر مقابله و نه شی کړاې په دې خاطر یی خپل ځان هملته د برن په ښار کې محصور کړ . د منګولیانو قومندان ترغې خان هم ددې حالاتو په کتلو سره د ښار په یوه څنډه کې خیمه ووهله ، تر څو په ښار باندې د یرغل کولو له پاره ځان چمتو کړي . تر څنګ یي د هغه نژدې ځنګل څخه لرګی را پرې کړل او هملته یی انبار کړ ل ، کیداې شی چې هغه به د غه لرګي د ښار د سوبې له پاره استعمالول. خو د ترغي خان بدقسمتي وه چې هغه لا تر اوسه پورې په ښار باندې د یرغل پیل نه وکړې چې د دیبالپور حاکم تغلق خان هلته د خپل لښکر سره ور ورسید او دښار په جنوبي برخه کې یی پړاو وکړ ، په داسې حال کې چې دښار شمال ته منګولیانو پړاو کړې و.
په کومه ورځ چې د دیبالپور حاکم تغلق ملک هلته د برن ښار د حاکم کومک ته ور ورسید نو د همدې ورځې را هیسې د تغلق ملک او فخرالدین تر منځ اړیکي ټینګ شول ، په بله ورځ کمال الدین هم د خپل لښکر سره هلته ور ورسید ، ملک تغلق د خپل پړاو څخه بیرون را ووت او د کمال الدین استقبال یي وکړ .که څه هم ملک تغلق د کمال الدین سره پخوانۍ پیژندګلوي نه درلودله ، خو کوم وخت چې هغه د کمال الدین د ښه راغلاست له پاره راغې نو کمال الدین د خپل لښکر نه مخکې روان و او سمدستې د آس څخه کیوت او مخته راغې اود ملک تغلق سره یی په غاړه باندې ښه روغبړ وکړ . او بیا یي په ډیره نرمۍ او عاجزۍ سره وویل :
زما نوم کمال الدین دي او که زه غلط شوې نه یم نو ستاسې نوم ، ددیبالپور حاکم ، ملک تغلق دې. ملک تغلق یو ځل بیا کمال الدین ته غاړه ورکړه ، بیایي ورته وویل : کمال الدینه زویه ! ما ته ستا په اړه معلومات را کړل شوې و. چې د دهلي څخه یو لښکر د دهلی د لښکرو د سالار کمال الدین په مشرۍ د برن ښار ته در رسیږي ، نو د پرون راهیسې ، زویه ، ما په ډیره بې صبرانه توګه ستا انتظار کاوه ، ما فکر کاوه چې کمال الدین به څوک د ډیر عمر خاوند انسان وي ، مګر ته خو ډیر تنکې ځوان یي ، په هر حال دا چې سلطان ته د خپل ټول لښکر ستر سالار ټاکلي یي ، نو هغه به د کوم هنر ، پوهې او جنګي فن له مخې وی ، ګوره زویه ! زما لښکر همدا اوس د برن د ښار په جنوبې برخو کې پړاو کړې دې ، خو د ښار په شمال کې دمنګولیانو د قومندان ترغی خان لښکر پړاو کړې دې ، زما په فکر ته زما د لښکر تر څنګ پړاو وکړه ، او نن شپه ارام وکړه، سبا به د منګولیانو پر خلاف قدم پورته کوو . کمال الدین د ملک تغلق ددې وړاندیز سره متفق شو بیا یی د خپل لښکر سره یو ځاې هملته د ملک تغلق د لښکر تر څنګ پړاو وکړ ، هغه شپه ډیره ارامه تیره شوه ، بله ورځ ملک تغلق او کمال الدین د منګولیانو پر خلاف د جنګ دپیلامي له پاره ځانونه تیار کړل او خپل لښکر یی د ښار غربي برخې ته یوړ . منګولیان هم په دې پوه شوې و چې نوې راغلي فوځ غواړې جنګ پیل کړي نو په دې خاطر هغوې هم د برن ښار په غربي برخو کې د خپلو فوځونه صفونه سره را جوړ کړ ل . ملک تغلق او کمال الدین د برن ښار حاکم فخرالدین ته ځواب ولیږه چې کله چې جنګ تود شي نو ته به د ښار د دروازو څخه را بیرون شې او دشا له اړخه به په منګولیانو باندې یرغل وکړي تر څو منګولیان د بدترینې ماتې سره مخ شي . ددې کار د تر سره کولو وروسته ملک تغلق او کمال الدین د منګولیانو پر خلاف د جنګ د پیلولو له پاره په ډیره بیړه خپل فوځونه منظم کړل .
ملک تغلق خپل فوځ چپ لورې ته کړ او په ښې اړخ کې کمال الدین د خپل لښکر سره پاته شو . تر دې وخته پورې منګولیانو هم خپل لښکر تر تیب کړې و اوبیا د حملې له پاره ترغي خان خپل لښکر مخته راوست .
دمنګولیانو فوځ د ترغي خان په قیادت کې په ډیره وحشیانه توګه مخته را غې اوبیا د ملک تغلق او کمال الدین په فوځ باندې د توپاني ملخانو په څیر ور پریوتل.
د ترغی خان د حملې د درولو وروسته ، تغلق او کمال الدین هم خپلې حملې پیل کړې ، دښې لورې کمال الدین په منګولیانو باندې داسې را و دانګل چې په هغوې یې رڼا ورځ توره شپه کړه . د کمال الدین تر څنګ تغلق ملک هم خپله حمله پیل کړه اود منګولیانو د مرګ بازار یی ګرم کړ . د کمال الدین او تغلق ملک په ورګډیدو سره د جنګ لمبي تر اسمانه پورې پورته تللې ، د چغو او سورو یو توپان را پورته کیده ، شنړیدونکې اسونه یو په بل پسې را پرزیدل ، سواره زخمیان کیدل او لاندې را پریوتل . په داسې وخت کې چې دواړه دښمن فوځونه یو دبل سره په پخه مقابله کې جنګیدل د برن دښار حاکم فخرالدین هم خپل کار پیل کړ او د ښار د مخالفې لورې د دروازې څخه را ووت او دمنګولیانو تر شا یی خپله حمله پیل کړه . په منګولیانو باندې د شا له اړخه د فخرالدین حملې د جنګ ټول انځور بدل کړ ، د منګولیانو لښکر په خپل منځ کې د ډیر افراط تفریط سره مخ شو او د هغوې په منځ کې اړو دوړ را منځته شو . د هغوې د لښکرو یوه برخه شاته تګ ته میلان درلود ،تر څو د فخرالدین د یرغل څخه خوندي پاته شي ، خو د مخې له اړخه کمال الدین او تغلق ملک فشار ډیر کړې و ، او په دې تر تیب یي د منګولیانو فوځ په شاتمبولو ته اړ کړ.
په جنګ کې په کلار کلار د منګولیانو تر منځ نا هیلۍ خپریدې ، هرې لورې ته د اور او ویني یو توپان را پورته شوې و . په زمکه باندې ولاړ فصلونه لکه د وینو په سیلاب خړوبه شوی و . د مرګ بوې هرې لورې ته خپور شوې و . ددواړو خواو لښکرې یو په بل باندې لکه د څیرونکو حیواناتو په څیر را غورزیدې ، او ستر ستر سورماران او جنګجویان یي د زمکې تل ته رسول .
د شا له اړخه د فخرالدین حملې نه وروسته دبرن دښار جنګ تر ډیره اوږود نه شو . بالاخره په دې جنګ کې کمال الدین د منګولو قومندان ترغی خان ژوندې و نیو ، دهغه د نیولو سره سم د منګولیانو لښکر د جنګ د میدان نه په تیښته شو ، نر هغه و چې خپلې پښې د میدانه سپکې کړې ، د کمال الدین ، تغلق او فخرالدین فوځونو تر ډیره پورې دهغوې پسې ولاړل او دهغوې شمیره یي تر ډیره پورې را کمه کړه . اوداسې تاریخي ماتې یی ورکړه چې بیا تراخره یی فوځونو د شاته کتلو جرأت نه شو کولې ، او دکومو لارو څخه چې راغلي و بیرته په هماغو لار و باندي ولاړ ل .
کله چې تعاقب پاې ته ورسید نو بیا تغلق ملک او فخرالدین دواړه د خپلو آسونوڅخه ښکته شول او یو د بل سره یي روغبړ وکړ . کیداې شې چې هغوې به دپخوا څخه یو بل پیژندل ، د فخرالدین سره د ستړي مشې نه وروسته تغلق یوې لورې ته شو او د فخرالدین او کمال الدین تر منځ یي پیژندګلوي وکړه . فخرالدین په ډیره بیړه را مخته شو اوپه ډیر شوق او ذوق سره یي د کمال الدین سره روغبړ وکړ او هغه یي په تندي باندې ښکل کړ.او بیا یي ورته وویلې :
کمال الدینه زما زویه ! په دې جنګ کې چې تا د کومی جنګي پوهې ثبوت ورکړ دهغې مثال په تاریخ کی نه کتل کیږي . دخداې په ذات مې سوګند، کله چې تا د منګولیانو قومندان ژوندې و نیوه نو په همغه وخت کې دې جنګ پاې ته ورساوه ، اومنګولیانو هم خپله ماتې و منله او و تښتیدل . کما ل الدینه زویه ! زه ستا میړانې ، بهادرۍ او جرأت ته سلام کوم . په ځواب کې کمال الدین په ډیره عاجزۍ سره وویل :
محترم فخرالدینه ! دا سې کومه ډیره ستر خبره نه ده شوې . منګولیانو ته مونږ درې واړو یوځاې ماتې ورکړې ده ،ما ځانته د منګولیانو سره ټکر نه شو کولاې . دهغه په دې خبره فخرالدین د کمال الدین شا و ټپوله او یو لاس يي دکمال الدین په اوږه باندې او بل یي د تغلق ملک په اوږه کیښود او ویي ویل :
زما درونو میلمنو ! زه غواړم چې تر یوه وخته پورې تاسې همدلته د برن په ښار کې زما میلمانه و اوسئ . کمال الدین سمدستي د فخرالدین خبره ور غوڅه کړه او ویی ویل :
فخرالدینه ! زما عزتمنده ! که ته ونه وایی هم مونږ به دلته د خپل فوځ سره څو ورځی اوسیږو . ترڅو منګولیان یوځل بیا مخ نه کړی اوپه ښار باندې یرغل را نه وړي ، کله چې مونږ ډاډه شو چې منګولیان بیرته د را ګرزیدو وړتیا نه لري نوبیا به له دې ځایه کوچ کوو ، زه ویریږم چې منګولیان به د خپل فوځ د قومندان دخلاصون له پاره حتما حمله کوي ، فخرالدین او ملک تغلق دواړو د کمال الدین دا خبره و منله ، بیا يي دخپل فوځ سره د بیرته تللو په وخت کې د منګولیانو د فوځ پړاو و لټاوه او ټول پاته شیان ترې را ټول اوله ځانه سره واخستل . د منګولیانو دلښکر قومندان ترغې خان یي هملته د برن ښار په زندان کې واچاوه ، او د فخرالدین د غوښتنې په اساس ملک تغلق او کمال الدین دواړه د خپلو لښکرو سره یو ځاې هملته څو ورځی تم شول.
*****۱۰
دراج کنور ښځه کولاب دیوي دخپلې اِندرور کنپل دیوي سره په خپل سالون کې ناسته وه ، شهزادګۍ کیتهل هم ورسره وه ، او درې واړو په کومه موضوع باندی بحث کاوه ، ماښام نور تیاره کیده ، بیرون شاوخوا سیمي نورې تیارې را ګیر کړې وې ، په همدې وخت کې راج کنور حویلۍ ته را ننوت ، هغه ددوه اسونو واګې په لاس کې نیولې وې ، د یوه په شا باندې کوم زخمي پروت و . کولاب دیوي ، کنپل دیوی او شهزادګۍ کیتهل ددې حال په کتلو سره په ویره کې شوې ، درې واړه د سالون څخه بیرون را ووتې ، بیا کنپل دیوې دخپل ورور راج کنور څخه و پوښتل چې وروره څه چل شوې دې چې تا یو زخمې د آس په شا دلته راوست ؟ خو کله چې کنپل دیوي وکتل چې دهغه ورور د کمال الدین ملګرې کریم الدین د اس په شا هلته را وړې دې . هغه ډیره حیرانه شوه ، ځکه د کریم الدین کالي په وینو ککړ و او هغه سخت ټپې شوې و . راج کنور خپلې ښځې کولاب دیوي ته وکتل او ورته یي وویل : کولاب ! ته دا دواړه اسونه هلته په اخور باندې و تړه ، او مرهمو اوپټۍ سامان له ځانه سره راوړه ، کنپل دیوي سمدستي را مخته شوه او خپلې ورندار کولاب ته یی وویل چې ته ولاړه شه د مرهمو اوپټیو غم وکړه اسونه به زه پخپله په اخور وتړم . په دې وخت کې شهزادګۍ کیتهل هم را مخته شوه او د یوه آس واګې هغې په لاسو کې واخستې ، اودواړه آسونه یی د اخورې په لور یوړل . راج کنور کریم الدین په خپله اوږه واخست او هلته سالون ته ور ننوت اوپه یوې صوفې یي وا چاوه. تر دې وخته پورې کولاب دیوی هم په ډیره بیړه د مرهم پټیو سامان پیدا کړې و او را ویي رساوه . همدا شان کنپل دیوی او شهزادګۍ کیتهل هم په یوه منډه آسونه اخور پورې تړلي و اوبیرته هملته سالون ته ر ا ستنې شوې وې . کنپل دیوي خپل ورور راج کنور ته مخ کړ او ورته یي وویلې :
وروره ! دا خو دکمال الدین ملګرې کریم الدین دې ، دوې خو زمونږ سره ډیر مهربانه دي ، دا چا زخمې کړې دې ، راج کنور د ډیرې بې وسۍ څرګندونه وکړه او ویی ویل :
کنپل دیوي خورې ! همدا ما د کریم الدین څخه څو ځله و پوښتل ، خو دا څه نه وایي ، کنپل دیوي بیا په خپل اواز کې قوت را وست او راج کنور ته یي وویل :
وروره ! ته ترې بیا و پوښته ، چې چا پرې حمله کړې ده . چا زخمي کړې دې ،دا خو لا د پخوا څخه ناروغه دې ، هغه همدا اوس اوس د خپلې ناروغتیا څخه پورته شوې و او بیرون یی قدم وهل پیل کړي و .د کمال الدین په نه موجودیت کې د کریم الدین زخمی کیده زمونږ په ذات باندې هم د ګوتې د ایښوولو سبب ګرځي . ځکه چې کمال الدین خپل ملګري مونږ ته را پری ایښې و اوس ته دهغه څخه وپوښته چې چا پرې حمله کړې ده اودي یي ولې پټوي ، که حمله کونکي ډیر زور اور او ځواکمن هم وی نو کمال الدین د سلطان سره ډیر نژدې اړیکي لری ، اوهغه به دغه اوږود لاس هم بې وسې او مجبوره کړي .
شهزادګۍ کیتهل ،کولاب دیوي او کنپل دیوي درېواړه په یوه ځاې کې کیناستې او راج کنور په چوکۍ د پروت کریم الدین ترڅنګ ناست و . هغه د پټۍ او مرهمو هغه ټوکرۍ چې ښځي یي راوستې وه را واخستله او خپلې ښځې سره یي یو ځاې د کریم الدین زخمونه پریمنځل او بیا یي پټۍ او مرهم پرې کیښوول او په ډیره مینه یی کریم الدین ته وویلې :
کریم الدینه وروره : ستا زخم مې وکوت ، دومره د اندیښنې وړ نه دې ، او ډیر ژور هم نه دې، ډیر ژر به ښه شي ،خو ګوره زما وروره ! ته به په هر صورت مونږ ته وايي چې پر تا دا حمله چا کړې ده . او ددې حملې شاته کوم علتونه پراته دې ؟
ګوره کریم الدینه ! که ته ماته ددې حملې په اړه تفصیل را نکړې نو زه به خامخا کمال الدین ته دا هرڅه ووایم او بیا به ته مجبور یي چې کمال الدین ته ټول تفصیلات په خپله ووایي . ایا ته به دکمال الدین تر مخه همداسې چپه خوله پاته شې ؟
د راج کنور ددې خبرو په ځواب کې کریم الدین لږ څه فکر وکړ او بیا یی په ډیر کمزورې اواز سره وویل :
راجکنوره وروره ! هغه څه چې زه یي ویل غواړم که ته هغه په خپله سینه کې و ساتې نو زه به یي درته په تفصیل سره ووایم ، ځکه که کمال الدین ته په دې اړه کومه خبره وشي نو هغه به د تیرې کونکو ژوند واخلی او زه نه غواړم داسې کومه پیښه را منځته شي .
زما وروره ! ماته ووایه چې له ماسره به وعده کوې چې هغه راز به کمال الدین ته نه وایي . راج کنور په نرۍ شانته خندا کریم الدین ته مخ کړ او ورته یي وویل چې زه وعده کوم چې هغه څه چې ته وایی هغه به له ځانه سره ساتم .
کریم الدین تر هر څه لمړۍ په خپله مخکې ناستې شهزادګۍ کیتهل ته وکتل او بیا یي راجکنور ته وکتل او ویي ویل :
راجکنوره وروره ! پر ما باندې دا حمله د ګل بهشت دزوې شاهین کسانو کړیده . هغوې غوښتل ما له منځه یوسې .
د کریم الدین په دې خبره باندې کیتهل ډیره تروه شوه او له خپله ځایه پورته شوه ، دهغې مخ د غصې او قهره سور ګرزیدلې و ، هغه رانژدې شوه اوکریم الدین ته یی وویل :
شاهین او دهغه ملګري له تاسره څه دښمني لري؟ اویا یي در سره څه راکړه ورکړه وه چې هغه د خپلو ملګرو سره په تا باندې یرغل راوست . دهغې په دې خبره باندې کریم الدین په نرۍ شانته خندا کې وویل :
شهزادګۍ کیتهل ! په کوم ځاې کې چې ناسته یي ، هملته کینه . زه به تاته ټوله قصه وکړ م. خو ته به هم زما سره وعده کوې چې هغه څه چې زه یي درته وایم هغه به کمال الدین ته نه وایې . ځکه هغه څه چې زه یي تاته وایم نو دهغې په اړه کمال الدین د شاهین سره یوه وعده کړې وه چې هغه به په دې اړه چپتیا خپلوي ،نو که چیرې کمال الدین بیرته راستون شي اوهغه په دې خبر شي چې ما ددې پیښو څخه پرده پورته کړې ده نو هغه به له ما خفه شي او کمال الدین زما داسې ورور دې چې زه دهغه خفګان نه شم زغملې .
ګوره شهزادګۍ کیتهل ! د جمنا ددریاب په غاړه باندې ستا او کنپل دیوي عزت شاهین نه بلکه ما اوکمال الدین خوندې ساتلې و . کریم الدین تر دې ځایه خبره وکړه چې کیتهل یو ناڅاپه پرې را بړس وهل . دا درواغ دي او زه به یي هیڅکله هم و نه منم، تاسې غواړۍ په دې ترتیب سره شاهین زما څخه بدګمانه کړئ او ماد هغه څخه جداکړئ ، خو زه به هیڅکله هم دا و نه منم . خوکریم الدین ورته وویل:
شهزادګۍ کیتهل ! هغه څه چې زه یی درته وایم په ډیره سړه سینه واوره . دهغې وروسته بیا خپله پریکړه وکړه ، دهغه په دې خبره باندې شهزادګۍ ارامه غوندې شوه ، نو کریم الدین په خبرو پیل وکړ .
شهزادګۍ کیتهل ! په کومه ورځ چې دا پيښه منځته راغله نو په هغه ورځ ته او کنپل دیوي دواړه خویندې د جمنا د دریاب په غاړه د آس ځغاستې له پاره راغلي واست . خو زه او کمال الدین د لاهور څخه دهلي ته په لاره و . مونږ لمړۍ د ملتان څخه لاهور ته ولاړ و ، هلته د ظفرخان څو خپلوانو ته دهغه څه پیغامونه مو ورسول ، اوبیا د ظفرخان په لښکر کې د ګډون له پاره دوباره د لاهور څخه دهلي ته را روان و. دهلي ته په لاره کې کله چې د جمنا د دریاب غاړې ته ر اورسیدو نو په لاره کې مود یوې نجلۍ غږ تر غوږو شو ، ددې غږ په اوریدو مونږ ټکان وخوړ ، کمال الدین وویل چې دا دکومې نجلۍ غږ دې چې په کوم مصیبت کې را ګیر شوې ده نو مونږ باید دهغې د کومک له پاره ور و ځغلو. دکمال الدین د وینا له مخې مونږ دواړو په خپلو مخونو باندې نقابونه وا چول او د جمنا ددریاب په غاړه مو د همدې چغو په لور ګړندې حرکت وکړ ، خو لږ څه وروسته مونږ ته ددوو نجونو اوازونه تر غوږو شول ، نو مونږ پوه شو چې یوه نه بلکه دوه نجونې په کوم ستر مصیبت کې را نښتې دي ، کله چې مونږ د خپلو آسونو تګ نور هم ګړندې کړ نو درې کسه اس سپاره را و څرخیدل او پر مونږ باندې یې برید وکړ خو ما او کمال الدین په ډیره ګړندۍ توګه هغوې له منځه یوړل او آسونه مو نور هم ګړندي و ځغلول ، اوس نو زمونږ تر مخه دوه اس سپاره و چې هغوې له ځانه سره تاسې دواړه ، شهزادګۍکیتهل او کنپل دیوي ،سپرې کړې وې .
کله چې هغوې پوه شول چې مونږ دهغوې هغه درې کسه ملګرې له منځه وړي او اوس ددوې په تعقیب پسې روان یو نو هغوې دواړو تاسې له اسونو و غورځولۍ خو ما او کمال الدین ستاسې لورې ته څه توجه و نه کړه بلکه دهمغوې په تعقیب پسې ولاړو او هغه دواړه مو د پښو و غورځول . دهغوې د له منځه وړلو وروسته مونږ غوښتل ستاسې لورې ته راشو چې یو ناڅاپه د دریاب په غاړه دونو بوټوڅخه د شاهین آس زمونږ لورې ته په ځغاسته را روان شو . هغه کمال الدین ته د را رسیدوسره سم وویل : هغه شهزادګۍ کیتهل سره مینه لري او دلته هره ورځ کیتهل او کنپل دیوي د آس ځغلولو له پاره راځي او زه هم دهغوې تر شا راځم ، غواړم کله د شهزادګۍ کیتهل سره په یواځې ځاې کې ووینم اودخپلې مینې اومحبت خبره ورته ډاګیزه کړم .
هغه کمال الدین ته وویل چې هغه په ځانته ځان نه شوکولاې د شهزادګۍ کیتهل او کنپل دیوې عزت دهغو لوټمارانو څخه خوندی کړې نو په دې خاطر یي د دریاب د غاړې تر څنګ خپل آس ځغلاوه تر څو وویني چې دهغوې تښتونکې څوک دی او دوې چیرې وړي ؟ هغه کمال الدین ته دا هم وویل چې تاسې دواړو پر هغو نجونو باندې ډیر احسان وکړ خو دغه احسان تاسې ته کومه ګټه نه لري نوته خپل نقاب ماته راکړه زه به ستا نقاب په خپل مخ واچوم اود هغو نجونو په لور به ورشم او هغوې ته به ډاګیزه کړم چې د هغوې عزت او ځان ما خوندی کړې دې اوپه دې توګه به هغه د شهزادګۍ د محبت په تر لاسه کولو کې بریالې و ګرځي ، بس کمال الدین هم دهغه سره په دې خبره کې یو شو او خپل نقاب یي هم هغه ته ورکړ . شاهین مونږ ته دا هم وویل چې مونږ دواړه د جمنا د دریاب د غاړې څخه لرې ددهلی لورې ته ولاړ شو . مونږ همغسې وکړل او د دریاب د غاړې اخوا ددهلي په لور روان شو. ددې وروسته چې بیا ستاسې او دشاهین تر منځ کومې خبرې شوې په هغې باندې مونږ نه یو خبر.
دکریم الدین په دې څرګندونو باندې شهزادګۍ کیتهل په ډیر ژور فکر کې پریوته . په داسې حال کې چې کنپل دیوي د قهره په زوره وویل :
کریم الدینه ! تا ډیره سهي خبره وکړه ، هغه وخت چې زه یي د آسه را و غورځولم نو ما ستاسې ددواړو آسونه له سترګو تیر کړل ، رښتیا هم تاسې دواړو په خپلو مخونو باندې نقاب اچولې و . کیداې شي چې شهزادګۍ کیتهل ستاسې په لور نه وې متوجه شوي ، خو کله چې شاهین زمونږ لورې ته راغې نود شپې په تیاره کې که څه هم ما ستاسې ددواړو آسونه نه وکتلې خو د شاهین د آس په کتلو ماته دا شک را پیدا شوې و چې هغه ځوانان چې زمونږ د ځانو د خوندی ساتلو په خاطر له دې ځآیه تیر شوي و نو هغوې سره داسې آسونه نه و . خو په هر صورت زه چپه خوله پاته شوم . شاهین مونږ ته پخپله وویل چې دهغه دویم ملګرې په هغو خلکو د حملې کولو په ځاې د بې غیرتۍ لاره خپله کړه او د دریاب په غاړه د دهلي په لور و تښتید . اوس زه پوه شوم چې دا ټوله د شاهین جوړه کړل شوې ددرواغو قصه ده . هغه په دې توګه زما خور کیتهل ته دوکه او فریب ورکړي دې . کنپل دیوي تر دې ځایه خبرې وکړې چې کریم الدین ورته مخ را واړاوه.
کنپل دیوي ! کیداې شی شهزادګۍ کیتهل ته زما په خبرو تر اوسه پورې باور نه وی ،دا خو اوس د شاهین په مینه کې را ګیر ده ، اوهمغه خپل محبوب ګڼي خو زه دې ته یوه خبره ضرور کوم چې کله هم د شاهین سره وویني نو دهغه څخه دې وپوښتې چې دهغه هغه ملګری چې دجمنا ددریاب د غاړې څخه د بې غیرتۍ نه په لري لاره دهلي ته تښتیدلې و هغه څوک و ؟ و به وینو چې شاهین د چا نوم اخلي ؟ که چیرې هغه هسې د کوم فرضې کس نوم واخلي نو بیا هغه زما مخې ته رواړئ ، هغه به پخپله ووایې چې معامله څه ډول ده .
کنپل یو ځل بیا وویل : که زما خور شهزادګۍ کیتهل یي مني او کنه ، خو زه پوره ډاډمنه شوې یم چې دا شاهین ډیر فریبي او دوکه باز دې ، په ریښتیا سره چې زمونږ ځان او عزت تا او کمال الدین خوندي ساتلې دې . دا د شاهین د وس کار نه و.
کریم الدین د لږ څه ځنډ وروسته بیا وویل: اصل او ریښتوني حالات ما ستاسې تر مخ بیا ن کړل ، خو اوس زه له تاسې څخه غواړم چې زما ورور کمال الدین به ددې څخه نه خبروئ ، او زه باید تاسې ته دا هم ډاګیزه کړم چې شاهین د خپلو ملګرو له لارې زما له منځه وړل په دې خاطر غواړی چې دا راز د تل له پاره په سینوکې پټ پاته شي . زما د له منځه وړلو وروسته هغه کمال الدین هم ژوندی نه پریږدی ترڅو دهغه فریب له لارې یي چې د شهزادګۍ کیتهل محبت تر لاسه کړې دهغې فریب د راز څخه څوک خبر نه شي .
شهزادګۍ کیتهل دخپله ځایه پورته شوه او په ډیره غمژنه لهجه یي وویل : زه همدا اوس ځم او دشاهین سره په دې اړه خبره کوم . زه به دهغه د خبرو څخه دا معلومه کړم چې هغه درواغ وایي او که ریښتیا ! دهغې په دې خبره باندي کنپل دیوي هم سمدستي دخپله ځایه پورته شوه او شهزادګۍ کیتهل یي له لاسه و نیوله او ورته یي وویل : کیتهل خورجانې ! په دې وخت کې زه تا تللو ته نه پریږدم . ته به نن شپه همدلته اوسې ، سهار له دې ځایه ولاړه شه او د شاهین سره خبر ې وکړه ، خو ته به هلته ځانته نه ورځي ، زه به هم ستا ملتیا کوم . کیداې شي په دې اړه شاهین هیجاني شی اود انتقام په خاطر تاته زیان ورسوي ، او ګوره ددې څرګندونو وروسته به ته په ماڼۍ کې هم نه اوسې ، بلکه هم دلته له مونږه سره به یي . ځکه هلته په اوسیدو سره به شاهین دخپل ځان دخپلولو په خاطر ستا په مقابل کې هر ډول حربې استعمالوی .
دکنپل دیوي په خبرو باندي کیتهل هملته تم شوه . او بیا ټولو د کریم الدین د زړه د خوشحالولو په خاطر اخوا دیخوا ټوکې ټکالې شروع کړې .
پرلپسې لري….