ایمل عشرتی امرخیل کابل، ۲۸/سرطان/۱۳۸۹
د کابل کانفراس چی د سرطان په 29 نیټه /20 د جولای 2010 په کابل کښی دایر شو د افغانستان راتلونکی اوسنی حالاتو ته یو ډیر مهم او د ارزښت وړ بلل کیږی، ځکه د افغانستان حکومت نړیوالو ته خپل توان او قدرت هم ورشکاره کړ چی افغان حکومت دومره توان هم لری چی داسی یو مهم کانفرانس د لندن، فرانسه، جاپان او ترکیه کانفرانسونو خخه وروسته په خپله پلازمینه کابل کی مینځته راغی او په ډیره سوله ایزه توګه سرته ورسید چی دافغان ولس او حکومت لپاره ډیره غټه لاسته راوړنه بلل کیږی .
د افغانستان حکومت نړیوالو ته هغه پرمختګونه چی د حکومت د ننه تولنیز، اقتصادی اوسیاسی چاروکی سرته رسیدلی او هغه لاسته راړنی چی په تیرو اتو کالونو کی شوی ابلاغ کړی. افغانستان نریوالو ته دا ور وشودله چی په افغانستان کی داسی ظرفیت موجد ده چی په خپله د دا شان نړیواله کانفراس دایریدل او د راتلونکی د پرمختګ پلانونه د خپله کوربه هیوادڅخه شویده چی دا په خپل ذات کی یوه غټه لاسته راوونه ده. افغانستان د نړیوالود پاملرنی محور ګرزیدلی ده او نړیوال پر دی نتیجه رسیدلی دی تر څو دغه جنګ زپلی هیواد نور له دغو نا خوالو څخه وژغوری، د کابل په کانفراس کښی د 60 هیوادونو دبهره نیو وزیرانو، سفیرانو او له 10 زیاتو اجتماعی سازمانونو استازی لکه، د نړیوال سازمانونو، نړیوال بانک ، د اسلامی سازمان، اوپک، ایکو اوداسی نورو سازمانونو غړیو په ګډون عملا ً وشودله چی نړی دی ته حاضره شویده تر څو په افغانستان کی د سولی له بهیر څخه هرکلی ولی .
د افغانستان لپاره دغه کانفراس ډیر مهم او کلیدی اهمیت لرونکی ګڼل کیږی که چیری مونو تاریخ ته ځیر شو د افغانستان د تاریخ به اوږدو کښی د1974 کال څخه را پردیخوا دا لمړنی نړیوال کانفرانس ده چی په دی کچه د نړی لوړ پورو چارواکو پکښی ګډون کری .
په دغه لړی کی هغه څلور کلنی خپرونه یا څلور کلنی پلان چی د افغانستان د اسلامی جمهوری لخوا نړیوالو ته وړاندی شوه په څو برخو کی لکه د قانون حاکمیت، ملی امنیت، ملی یووالی ، د سولی بهیر، اقتصادی پرمختګ ، له اقتصادی زیربیناو څخه ګټه اخیستل، ،مواصلاتی لاری له مرکزی آسیا او په دی توګه د نړی بازارونو ته لار پیدا کول، دونیم ملینو وګرو ته د کار زمینه برابرول او داسی نورو مهمو اوبنیادی ټکو ته اشاره وشوه چی نړیوالو له دغه وړاندیزونو څخه ډیر ښه استقبال او ملاتړ وکړ.
افغانستان د خپل جیواستراتیژیکی له موقعیت څخه په ګټه اخیستلو سره به په راتلونکی کی په داسی یو کلیدی هیواد بدیل شی چی د یو سوداګریزی نښلونکی مرکز یا ( انترنیشنل کامرس هب) هیواد رول ولوبوی، یومهم تکی د وریښمو لار او د اورګاډی د پټلی غزیدل چی پاکستان له افغانستان او دشمال لوری لخوا له مرکزی آسیا او داسی به افغانستان له نړیوال سوداګریزه بازار سره ونښلوی چی د دغی پروژی عملی کیدل به د افغانستان لپاره یو ستر برمختګ وی چی دغه کار به د اقتصادی فعالیتونو په برخه کی یعنی زمینه به د سوداګریزی توکو د صاداراتو او وارداتو لپاری برابره کړی ، له دغی پټلی سره به یو خو د افغانستان سوداګرانو ته ضمینه د سوداګریزی اړیکو له نړیوال مارکیټ سره پیدا کړی او له بله کبله به هغه سوداګریزی توکی چی د افغانستا ن څخه د ترانزیت په شکل تیریږی په لوړی کچه مالیه به د افعانستان حکومت ته ورکول کیږی چی له دغه وجه به د افعانستان په کلنی عایداتو کی ښکاره بدلون او زیاتوالی راشی.
د کابل په کانفرانس کی د هر هیواد استازی په خپل وار سره له افعانستان سره خپله ملاتړی او کمک اعلان کړ، خو زما په اند دغه ویل ، ملاتړی او ژمنی که اسی وی لکه په فارسی ژبه کی یو مثال ده چی وایی ؛ بنشین بخو بګو و برو؛ ، داسی نشی چی نړیوال خپلی ژمنی وکړی او عملا ً هیڅ ګام وانخلی، او دا هم وویل شول چی راتلونکی مرستی به تر 50% پوری د افغانستان د حکومت له لاری مصرفیږی ، او د ځینو هیوادونو لخوا داسی وویل شول چی د افغانستان دولت باید داسی یوه کمیټه ولری چی د دغو ټولو مرستو د مصرف راپور نړیوالوته وړاندی او هم د تفتیش خانګه ولری ترڅو د مرستو د مصرف چاری تولی کنترول او وڅاری .
نړیواله مرستی به تر هغه مثبتی اغیزی ونه لری تر هغه چی دولت په خپلو کړوو واقعا ً صادق او ژمن نشی ، په دولتی اداراتو کی یوسالم ، پاک مدیریت را مینځته کړی او هغه چارواکی چی په اداری فصاد ککر دی له کار او واک څخه ګوښه او پر څای یی مخلص ، کارپوه ،صادق او وطن دوسته اشخاص ونګمارل شی چی د کاراحل اود مسولیت احصاص وکړی و نسپارل شی نړیوالی مرستی به د افغانستان په پرمختګ او د هیواد د وګړو په ژوندانه به څه اغیزه ونکړی.
افغانستان ته لازمه ده چی له دغه طلای چانس څخه ګټه واخلی تر څو دغه خوار وطن د سوکالی اوپرمختګ په لور روان شی.
د کابل کانفرانس افغانانو ته د روښانه راتلونکی خبر ورکوی مګر هلته کیدای شی چی نړیوال په خپلوپریکړو ژمن پاتی شی، داسی هیوادونو هم په دغه کانفرانس کښی ګډون کړی وو چی د هغو هیوادونو رول د افغانستان په حالاتو کی نه لیدل کیده مګر افغانانولپاره جوته شوله چی د افغانستان سیاسی ثبات نه یوازی د منطقی لپاره بلکه د نړی د ثبات لپاره یوه مهمه مثله ګرزیدلی ده چی په افغانستان کی بی ثباتی د نړی به اقتصادی او سیاسی ثبات منفی اغیزی لری، خو دا باید له یاده و نه باسو چی افغانستان نړی له یوی ستری تک قطبی غوشتونکی هیواد یعنی پخوانی روسیه چی غوشتل یی د افغانستان د جیو استراتیژیکی موقعیت په استفادی سره خپل ځان ړ هند سمندر ګرموابو ته ورسوی او نړی د خپل تصرف لاندی راولی ، همدغه با غیوره ملت دجهاد او ملی پاڅون سره د پخوانی روسیه دغه خوب ته د پای ټکی کیښود چی په خپله په څو برخو وه ویشل شوه او له همدی وجی د ځینو مرکزی آسیا او د شمالی اروپا څینی هیوادونه مستقل او له پخوانی روسیه څخه یی خپله آزدی او خپلواکی واخیسته چی د افغانانو لپاره شهیدان،یتیمان، کونډی او وران وطن او دغه دیرش کلنی جګره په برخه شوله.
نړیوالو ته پکارده هغه ژمنی چی له افغانانو سره کړی دی او کوی یی سرته ورسوی ، او دغه ژمنی لکه خرنګه چی د نریوالو لخوا د کابل به کانفرانس کی وشوی او که چیری واقعاً ژمن پاتی شی په راتلونکی 4 کالونو کی به په افغانستان کی دیر مثبت او بنستیزه بدلونونه راشی او که داسی وی چی پر یخ یی ولیکه او لمر ته یی کیده نو دا معنی ورکوی چی لکه څرنګه چی مونژ د لسونو کانفراسونو د دایردو شاهدانو یو چی په ډیرو لوړوکچو او په ډیرو لګشتونو دایرشویدی. اوعملی جنبه ندی ورکړل شوی نو دا کانفرانس به یولسم کانفرانس وشمیرو.
د سوکاله ،روښانه اوپرمختللی افغانستان په هیله !