کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / … د کشف شوو معدني موادو پېژندنه (۱)

… د کشف شوو معدني موادو پېژندنه (۱)

 دفزیکي او کیمیاوي کړنلاروپه مرسته دکشف شوو معدني موادوپېژندنه
لیکنه : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دجرمني هېواد، نېټه  :   ‏20‏/07‏/2010

 سریزه :
دروان 2010  ل کال  دجون میاشتې په دیارلسمه نیټه (June 13, 2010) دنیویارک ټایمز „New York Times“  ورځپاڼې داسې خبرخپورکړچې ګڼه دامریکايې جيالوجستانوتازه څیړنو په ډاګه کړې ده چې افغانستان دنوروډیرو هېوادونوپه پرتله  دطبیعي  سرچينواو معدني موادو له پلوه خورا بډاى  هیواد دى .  دهغوی په  وینا داسې اټکل کیږي  چې په افغانستان کې دلږڅه یوتریلیون ډالرو $1 trillion په ارزښت دمعدني مینرالونوزیرمې شتون لري .
دپام وړ: –  یوتریلیون مساوي دی په (یو) اوپه ښي اړخ کې یې دوولس صفره اویاپه بله وینایوملیون ضرب دیوملیون  مساوي دی له : 1,000,000,000,000 په ریاضي کې نوموړی عدد  لس په طاقت ددوولس (1012 ) لیکل کیږي … تفصيل