کور / تازه خبرونه / د کابل کنفرانس په برياليتوب سره پاى ته ورسېدئ

د کابل کنفرانس په برياليتوب سره پاى ته ورسېدئ

د افغانستان د حکومت له خوا رابلل سوئ نړۍ وال کنفرانس چي نن د جولاى پر شلمه د افغانستان په پلازمېنه کابل کي داير سوئ وو، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په وينا پاى ته ورسېدئ.
په دې کنفرانس کي چي د تيارى چاري يې د افغانستان د ماليې د پخواني وزير ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا ترسره سوي وې، پرېکړه وسوه چي د نړۍ والو مرستو ٥٠ په سلو کي مرستي به د افغانستان حکومت ته سپارل کېږي، چي نېغ په نېغه يې په پرمختيايي چارو کي ولګوي.
د کنفرانس بله غټه پرېکړه افغان امنيتي ځواکونو ته د ٢٠١٤ کال تر پايه د هيواد د ټولو امنيتي چارو سپارل دي، چي که دغه چاره په برياليتوب سره بشپړه سي په دې هيواد کي به د بهرنيو ځواکونو د حضور مشروعيت له يوه مخي له منځه ولاړ سي.
د کابل کنفرانس په تيرو شاوخوا نهو کلونو کي اووم نړۍ وال کنفرانس وو چي د افغانستان ته باب جوړېږي، خو دا يې لومړى هغه وو چي د افغانستان د حکومت له خوا په کابل کي جوړ سوئ وو.
په دې کنفرانس کي د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو پر بهرنيو چارو وزيرانو سربېره د نړۍ د څلوېښتو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ٧٠ نړۍ والو موسساتو استازو ګډون کړئ وو.