بسم الله الرحمن الرحيم
د ٢٠١٠ ميلادي کال د جولای په ١٧ نېټه د هالينډ د هيواد د اوتريخت په ښار کي افغاني کلتوري ټولني يو ورځنی سيمنار ترتيب کړئ وو . د سيمنار موضوع وه ( په غربت کي د مورنۍ ژبي او هويت ستونزه ) .
د دې غونډي مشرتوب د پښتو د ادب ستوري او وتلي شاعر عبدالباري جهاني پر غاړه وو . په غونډه کي يو زيات شمېر هيوادوالو خپلي ليکلي مقالې او پيغامونه و لوستل .
په سيمنار کي د نورو ګډون کوونکو تر څنګ ما عبدالعلي رسول زاده هم د سويډن د هيواد څخه ګډون کړئ وو . ما هم د موضوع په اړه د خپلو هغه تجربو په هکله څرګندوني و کړې کوم چي د ٢٧ کلو راهيسي مي د سويډن په هيواد کي افغاني کوچنيانو او ځوانانو ته د تدريس په وخت کي په لاس راوړي وې .
د خبرو په جريان کي مي د پښتو ژبي د هغي تدريسي پاڼي www.pashto.se په هکله هم ګرانو هيوادوالو ته معلومات ور کړ کوم چي زه يې د سويډن په هيواد کي مخته وړم . د يو زيات شمېر هيوادوالو د څرګندونو څخه داسي ښکاره سوه چي لا ډېر هيوادوال د دې پاڼي د فعاليت څخه بې خبره وه . دادئ د دې ليکني له لاري ټولو هيوادوالو ته خبر ور کوم چي د دې پاڼي څخه د خپلو کوچنيانو او ځوانانو د پاره ګټه واخلي .
د هيوادوالو د نظريو او لارښودنو په هيله !
په درنښت
Ali Rasulzada
alirasulzada@hotmail.com
Malmö
Sweden
Mobile: 0046709384755