د کندهار ښار په دوهمه ناحيه کي د يوې وسله والي حملې په ترڅ کي ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولايتي مقامات وايي حمله پرون د دوهمي ناحيې د نوش جان او روربات د پله پر پوستې باندي سوې، چي له امله يې يو ماشوم مړ سوئ او شاوخوا لس تنه ټپيان سوي دي.
د کندهار د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي ټپيان ټول د بلوڅانو په کورنيو پوري اړوند کسان دي، چي پوستې ته نيژدې په شاړو مځکو کي يې خېمې درولي او ژوند پکښي کوي.
خبر پاڼه وايي ټپيان د علاج دپاره د کندهار ميرويس روغتون ته رسول سوي دي.
په خبر پاڼه کي د دوو وسله والو بريد کوونکو د ټپي کېدو ادعا هم سوې، خو زياتوي چي پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بايد وويل سي چي طالبانو لا تر اوسه د دې حملې په باب څه نه دي ويلي.