هالنډ:د “پردېسي او د هویت ستونزه” سيمينار راپور  video video " /> هالنډ:د “پردېسي او د هویت ستونزه” سيمينار راپور  video video " /> هالنډ:د “پردېسي او د هویت ستونزه” سيمينار راپور  video video " /> هالنډ:د “پردېسي او د هویت ستونزه” سيمينار راپور  video video " /> هالنډ:د “پردېسي او د هویت ستونزه” سيمينار راپور  – لراوبر ویب پاڼه

هالنډ:د “پردېسي او د هویت ستونزه” سيمينار راپور  video video

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په مټ د ۲۰۱۰زېږدیز کال د جولای د میاشتي په ۱۷ – مه نېټه د “پردېسي او د هویت ستونزه” تر سرلیک لاندي یوه پرتمینه غونډه ترسره سوه . په دې غونډه کي دبلجیم، سويډن او چک جمهوریت په شمول د ځینو اروپايي هیوادونو څخه او د دې ترڅنګ د امریکا څخه یو شمېر شاعرانو اولیکوالانو ګډون کړئ وو.



غونډي درې بېلابېلي برخي درلودې، چي لومړى څېړنیزه برخه، مقالو، څېړنو او علمي ویناوو تشکليوله، د وياندوويۍ چاري يې د ځوان ليکوال  او ژورناليست احمدشا اعظمي پر غاړه وې . دوهمه برخه د امریکا څخه راغلي مېلمه دروند شاعر او تاریخ پوه ښاغلي عبدالباري جهاني ته ځانګړې سوې وه، چي نوموړي د خپلي لنډي وینا ترڅنګ د څو ښایستو شعرونو په ویلو سره غونډه لا ښایسته او پرتمینه کړه . درېیمه برخه ټنګ ټکور وو، چي د تکړه سندرغاړي ښاغلي کریم لمر لخوا پر مخ بېول کېده او د ځوانانو لخوا په اتڼونو لا ځلانده سو .



د غونډي  مشر او ځانګړی مېلمه د افغانستان وتلی شاعر، ليکوال او تاريخ ليکونکی ښاغلی عبدالباري جهاني و و، چي د مختار احمد احسان لخوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پېل سوه . ورپسې  په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د مشر او ډاکټرسید نصیر احمدلخوا پرانستونکې وینا واورول سوه.
وروسته په بلجیم کي د افغان کلتوري بهیر مشر، لیکوال او شاعر حاجي امین باوري  “د هویت په ساتلو کي د هنر او موسیقی ونډه” تر سرلیک لاندي خپله مقاله واوروله. په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني مشر لیکوال او څېړونکي ښاغلي حبیب الله غمخور “د هویت په ساتلو کي د کلتوري خدمتونو اغېز او د کوربه هیوادونو په رسمي چارو کي د برخه اخیستني ګټي” تر سرليک لاندي وينا وکړه.



سویډن مېشتي لیکوال او څېړونکي ښاغلي عبدالعلي رسولزاده بيا  “د هویت په ساتلو کي په مورنۍ ژبه د زدکړو ونډه” تر سرلیک لاندي لیکل سوې مقاله واوروله . وروسته ځوان شاعر او لیکوال نذیر احمد نذیر ګډونوالوته په پردېسي کي د ورځنیو ستونزو په اړه وږغېدئ، چي دمقالې سرلیک یې “هغه کسان چي خپل هویت له لاسه ورکوي “ و.


ورپسې هالنډ مېشتي ځوان ليکوال مختار احمد احسان “په پلرني ټاټوبي پسي خواشیني (نوسټالجیا) “ ترسرلیک لاندي خپله څېړنه واوروله . وروسته د بېنوا ویبپاڼي چلوونکي، ځوان شاعر او لیکوال خالد هادي حیدري د “څنګه د پردېسۍ څخه لاسته راغلي تجربې د هویت په ساتلو کي وکاروو؟” تر سرلیک لاندي مقاله ولوسته .


د ماښامنۍ تر  تفرېح ( دمې)  وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر، لیکوال او شاعر خیال محمد کټوازي  د سیمینار د موضوع په اړه خپله وینا واوروله او د دې ترڅنګ یې د نومیالي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني د کار او ژوند په اړه خپل اند او خاطرې د ګډونوالو سره شریکي کړې .



د غونډي په دوهمه برخه کي ټول ټاکل سوئ وخت د امریکا څخه راغلي د غونډي ځانګړي مېلمه او رئيس  ښاغلي عبدالباري جهاني ته ورکول سو. چي نوموړي په پېل کي دخپلي لنډي وینا په ترڅ کي د پرانستونکي وینا پر ځینو ټکو وږغېدئ او خپل نظر یې د سیمینار د برخه والو سره شریک کړ . ورپسې یې په لنډو ټکو کي د مختار احمد احسان څېړنه وستایله او بیا یې په شعرونو پېل وکړ . د تکړه او وتلي شاعر ښاغلي جهاني ټول شعرونه، چي غونډي ته یې ښکلا وبخښله، په چکچکو بدرګه کېدل .



درېيمه برخه ټنګ ټکور يا موسیقي وه. هالنډ مېشتي سندرغاړي ښاغلي کریم لمر په پيل کي هغه سندري وویلې، چي شعرونه یې د مخکښ شاعر ښاغلي جهاني  وه . همداشاني په دې برخه کي پردېسو ځوانانو او د افغان پر فرهنګ مینانو اتڼونه وکړل .
ددرېيمي برخي په پای کي په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مرستیال چلوونکي عبدالله احسان له ښاغلي سید عمر پاچا، انجینر سید عبدالهادي دستیار، نذیر احمد نذیر، فرید احمد نعیمي، عصمت الله ثنا او ټولني دنورو ټولو  هغو غړو څخه مننه وکړه، چي په تخنيکي چارو او مېلمه پالنه کي یې ونډه اخیستې وه . همداشاني يې له سویډن څخه له ښاغلي حبیب الله غمخور او معلم صاحب عبدالعلي رسولزاده، له بلجیم څخه ښاغلي حاجي امین باوري، انجنير سيد حضرت سادات او په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير د نورو همکارانو ، له چک جمهوریت څخه له ښاغلي احمد شاه اعظمي او له امریکا څخه له خالد هادي څخه مننه وکړه، چي د افغان کلتوري ټولني بلنه یې ومنله او د اوږدو مزلونو تر وهلو وروسته یې په دې غونډه کي ګډون وکړ.


د غونډي تر پای ته رسېدو مخکي د افغاني کلتوري ټولني لخوا چمتو سوي د ګلونو ګېډۍ د افغانستان نوميالي شاعر او څېړونکي ښاغلي جهاني صاحب ته دډاکټر سيد نصير احمد لخوا او ډاکټري ریحانې جهاني ته د ښاغلي خيال محمد کټوازي لخوا  ورکول سوې. همداراز سندرغاړي کریم لمر او کیبورډ ږغونکی هم د افغاني کلتوري ټولني د غړو ښاغلي کوچي او ښاغلي پاچا صاحب لخوا په ګلانو سره ونازول سوه . هېره دي نه وي چي ښاغلي کریم لمر خپله د ګلانو ګېډۍ و ښاغلي عبدالباري جهاني صاحب ته په تحفه کي ورکړه .
غونډه د هالنډ پر وخت دشپې پر دوولس بجې پای ته ورسېده .


د سیمینار د ټولو وېډیو ګانو د لیدلو لپاره لاندي کلیک وکړئ :::


د پردیسی او د هویت ستونزي سیمینار ویډیو ګانيvideo


انځـــــــــورونــــــــــه :