د پاکستان هيواد په پنجاب ايالت کي يوې بمي چاودني دوولس تنه ژوبل کړل ، نوموړې چاودنه په يوه مسجد کي د يوه اېښودل سوي بم د چاودېدو له امله رامنځ ته سوې ، د پاکستاني پوليس يو لوړ رتبه چارواکى ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړې پېښه د اهل التشيع په يوه مسجد کي په داسي حال کي رامنځ ته سوه چي خلک پر لمانځه ولاړه ول خو د پېښي د ځاى امنيتي چارواکي بيا دا يوه ځانوژونکې حمله ګڼي او وايي چي نوموړي کس غوښتل چي مسجد ته ننوزي خو چي د پوليسو د لوري يې مخ نيوى وسو نوموړي خپل ځان ته انفجار ورکړ چي ياده مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه .