جوبايډن وايي چي دا به تر وخت مخکي کار وي که ووايو چي په افغانستان کي د سرتيرو ډېرول ګټور دي که يا نوموړي په امريکا کي و يوه تلوېزوني چينل ته وويل چي په افغانستان کي د ځواکونو ډېرول د شپږو مياشتو په موده کي نه بشپړيږي او اوس مهال په دې اړه ارزونه ډېره بې وخته ده ، نوموړي همدا ډول وويل چي دافغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه چي اوباما ورته وخت د راتلونکي مېلادي کال د جولاى مياشت ټاکلى پر خپل ځاى ده .