په کابل کي نن د افغانستان په اړه يو ورځنی نړيوال کنفرانس د ولسمشر حامد کرزي او ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون په خبرو پای ته ورسېد . ولسمشر حامد کرزي او د بانکي مون دواړو ددې کنفرانس په جوړدېدو خوښي څرګنده کړه ، بانکي مون وويل دا کنفرانس اوس نن پای ته ورسېدئ مګر له افغانستان سره به زموږ کومکونه او د يوه ښه افغانستان د جوړيدو په لاره کي د نړيوالو هڅي رواني پاته وي .
د افغانستان پلازمېنه کابل نن د يوه نړۍ وال کنفرانس کوربه دئ، چي د ٤٠ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او شاوخوا ٧٠ نړۍ والو موسسو استازي ګډون پکښي کوي.
ټاکل سوې ده چي کنفرانس د افغانستان ولسمشر حامد کرزى په خپله وينا پرانيزي او د افغانستان له خوا به د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال هم وينا ورته وکړي.
د کنفرانس له تالار څخه د آزادۍ راډيو خبريال خبر ورکوي چي مېلمانه د بهرنيو چارو وزارت تالار ته راغلي او تمه ده چي په څو شېبو کي پيل سي.
دا لومړى ځل دئ چي په افغانستان کي دغسي يو نړۍ وال کنفرانس جوړېږي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او ولسمشر کرزى د دې کنفرانس مشري کوي، د امريکا، المان، فرانسې، روسيې، چين، انګلستان او د نړۍ دنورو غټو هيوادونو پربهرنيو چارو وزيرانو سربېره د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو استازي په دې کنفرانس کي ګډون کوي.
تمه ده چي په کنفرانس کي د افغانستان له حکومت سره پر مرستو، افغان ځواکونو ته د مسئوليت پر سپارلو او له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلو پر مهالوېش باندي بحثونه وسي.