که چېرې امریکا مجبوره شي چې د طالبانو شرطونه ومني او د افغانستان نه خپل وسلوال وباسي، ایا دا به د طالبانو بری وي او یا د چې ټولې اسلامي نړۍ بری؟؟؟
څنګه چې تاسو ټولو ته روښانه ده همدا اوس یواځې د پښتنو په سیمو کې جګړه ګرمه ده . پښتانه وژل کېږي، رټل کېږي او شړل کېږي،او یا دا چې بله لاره ـ چاره نلري غیر له دې چې هجرت وکړي.
خو بیا هم جګړه په نه ستومانېدونکي توګه مخ په وړاندې روانه ده.
د دې علت څه دی؟؟
د دې علت څه دی چې یواځې پښتانه په خپله سیمه کې په فزیکي جهاد بوخت دي او د نړيۍ نور مسلمانان او یا په خاصه توګه اعراب د دې جرعت نلري چې په خپلو هیوادونو کې د بهرني وسلوالو په وړاندې یو لاریون وکړي؟؟
د مال او سر نه د تېرېدلو خبره خو لا پرېږده چې پرېږده ه ه ه .
نو دا د جګړې او د ځان کربانولو مېړانه ولې په طالب کې شته او په یو بل کې نشته؟
د دې پوښتنې ځواب لکه لمر روښانه دی او هغه دا دی چې د طالب په رګونو کې د پښتون وینه جاري ده . نو که تاسي د یو پښتون مسلمان پښتونواله ترې لرې کړئ ، بس بلا ترېنه یو مصري او یا کویټي عرب جوړېږي.
نو دا د غیرا او مېړانې خبرې چې دي، دا د وینې خبرې دي ، نه د دین او مذهب.
که داسې نده؛ نو دا سعودي عربستان، قطر، کویټ او اماراتو کې چې دومره عیسوي وسلوال شته، ولې څوګ یې په وړاندې فزیکي جګړه نه کوي او یا یې نشي کولی؟؟
طالب تیل لري، بانک لري، د وسلې جوړولو کومه فابریکه ، څه لري چې دا نور مسلمانان یې نلري ؟؟
نو دلته د یو پښتون مسلمان او یو غیر پښتون مسلمان توپير له ورایه ښکاري، او د غیرت او مېړانې خبره هم په دې تصدیقېږي چې غیرت په وینه کې ده ، نه په دین او مذهب کې.
نو که چېرې د هغه اسلامي هیوادو مسلمانان چې بهرني غیر مسلمانو وسلوالو پکې خېټه اچولې ده د دوۍ په وړاندې په فزیکي جهاد پیل کوي نو ښه لا ښه ، او کنې نو د طالبانو بری یو پښتني بری دی او دا بری باید هیڅکله د مسلمانانو بری د غیر مسلمانانو په وړاندې د تاریخ په پاڼو کې ثبت نشي.
ځکه په جکړې کې کور او کلی د پښتون ورانېږي، ورور ، پلار او زوی پکې د پښتون وژل کېږي، او د بري په وخت کې بیا یواځې د الله اکبر نارې پورته کېږي او اسلامي دولت جوړېږي.
نو سره له دې چې زه دومره مهم سړی نیم، خو د یو پښتون په توګه طالب ورورنو ته بلنه ورکوم چې که چېرې دوۍ وشو کړای چې په بهرني هیوادو باندې خپل شرطونه ومنئ، بیا نو دې یو اسلامي دولت نه جوړوي ، تر څو نړیوالو ته دا ښکاره شي چې د پښتون مسلمان او غیر پښتون مسلمان په منځ کې یوڅه توپیر شته؟؟
او که چې بهرني وسلوالو د دې له پاره چې په نړیواله کچه ونشرمېږي د معاملې وړاندیز وکړ او خپله پښه له افغانستان نه وباسي ، بیا نو تاسي د دې په ځای چې د یو سوچه اسلامي دولت جوړل خپل اساسي شرط وټاکئ ، ښه به دا وي چې تاسي دغه لاندیني شرطونه لکه :
په اساسي قانون کې دې پښتو د ملي ژبې په توګه ومنل شي.
ملي سرود کې دې یواځې د افغان کلمه وکارول شي.
په کابل کې باید پښتو پوهنتون جوړ شي.
د شریعت رادیو تلویزیون په ځای دې پښتو رادیو تلویزیون جوړ شي.
او داسې نور…
که تاسي دغه پورتني ټکي د معاملې په وخت کې د خپلو شرطونو په لسټ کې شاملې نکړئ، بیا نو ښه به دا وي چې تاسي لمړی سعودي عربستان ازاد کړۍ. مخکې تر دې چې په افغانستان کې اسلامي دلت جوړ کړئ.
چې په افغانستان کې اسلامي دولت وي او مسلمان افغانان حج ته ونشي تللی ……
په درناوي او درنښت