کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پکتیاوال ولسمشر ته غاښ چیچي کوي

پکتیاوال ولسمشر ته غاښ چیچي کوي

اطاعت د اولوالامر ځکه نه کړم
چې بادشاه د زمانې په زړه کافر دئ
د تېرکال ولسمشریزې ټاکنې له ګڼوژمنو، معاملو، ټګیو او برګیو سره ملې وې. یواځې له ډاکټر اشرف غني احمدزي مه واره نورو ټولو نوماندانو هڅه کوله چې په هر ډول کېدلی شي مشران، سیمې، قومونه، سیاستوال او نور په ځان پسې راواړوي، خو د خلکو د راګرمولو، رااړولو، تېراېستلو او په تمه کولو په دغه بې خونده سیالي کې د ټولو نوماندانو په منځ کې اوسمهالی برحال ولسمشر د کندهاریانو په اصطلاح د نامي زوی وو.
ځکه ولسمشر په دې فکر نه کاوه چې د ده ژمنه او معامله د هېواد او ولس راتلونکي ته ګټه یا تاوان پېښوي. ولسمشر یواځې د ټاکنو د ګټلو په فکر کې وو، نو همغه وو ستر جنګسالار او د اقتصادي مافیا بدنام سرلاری قسیم فهیم یې د خپل مرستیا په توګه وټاکه. له بدمرغه جنګسالارمحقق سره یې هم د پنځو او له وتلي جنګسالار دوستم سره یې د درې وزارتونو ژمنه ډېره په اسانۍ وکړه.
د دې ترڅنګ ولسمشر، د ولسمشر کمپاینرانو، استازو، چارواکو، خواخوږو او وزیرانو په خلکو ګڼې نغدې روپۍ، ډالۍ، لونګۍ، موټر او نور امکانات په داسې خلاص مټ وېشل تا به ویل چې د پلار واده یې دی یا کومه بله خوښي نمانځي.
د ډالیو او ډالرو پر وېش سربېره یې د ځینو په غوښتنه د نشه یي او چاودېدونکو توکو په قاچاق او لېږد رالېږد کې نیول شوي او زنداني شوي زندانیان خوشې کړل. د کوچیانو یو شمېر مشرانو ته یې هم د دې لپاره چې سږ کال دې کوچیان بهسودو ته نه ځي زر ملیونه افغانۍ ورکړې.
همدارنګه یې له سلګونو زرګونو کسانو سره د وزارتونو ، معینیتونو، ریاستونو، ولایتونو او نورو لوړ پوړو دولتي څوکیو د ورکولو ژمنې وکړې. لنډه دا چې د ولسمشر او د ده د کمپاینرانو خولې شین پسرلی وې، چې چا به څه ویل او څه غوښتنه به یې لرله ان که به ناشونې او له ملي ګټو سره په ټکر کې هم وه، نو د ولسمشر او د کمپاینرانو په خولو به نا نه ورته راتله.
د لویې پکتیا مشران له ولسمشر څخه ماڼیجن او خوابدي وو، ځکه په ۱۳۸۳ کال ترلومړیو ولسشریزو ټاکنو وروسته ولسمشر لویه پکتیا هېره کړه. نه یې په مهمو دولتي پوسټونو کې د پکتیاوالو وړتیاو ته په پام سره مهمې څوکۍ ورکړې وې. نه یې په بهرنیو بورسونو کې د لویې پکتیا ځوانان پاللي وو او نه یې هم د نورو سیمو او ولایتونوهومره د لویې پکتیا د بیارغاونې چارو ته پام کړی وو.
ممکن ځینې دوستان ووایي چې د لویې پکتیایو شمېر کسان، خو دا اوس هم په دولت کې څو کسه معینان لري، څو تنه په هلمند، غزني، زابل، بادغیس او نورو ولایتونو کې والیان لري، نور نوڅه غواړي؟ دوی هم لکه چې د پنجشیریانو غوندې ټولو څوکیو ته خېټه خیشته کړېده؟
نا داسې نه ده. خدای دې موږ د پنجشیریانو غوندې نه کوي چې میم زرما ټوله زما نارې وهو. خبره داده چې همدغه څو تنه پکتیاوال چې د معینانو یا والیانو په توګه په دولت کې کار کوي هغه هم د ولسمشر لورینه نه ده. هغه د دغو ښاغلو ګوندي اړیکې او د ولسمشر ځینې مجبوریتونه دي، ځکه دغه پکتیاوال یې داسې ولایتونو ته د والیانو په توګه استولي دي چې بل څوک هلته د ورتګ زړه نه ښه کوي او بله دا چې ځینې یې خپلو ګوندونو دغو څوکیو ته ور معرفي کړي دي،ځکه نو پکتیاوال په دغو څو پوسټونو خوښ نه دي او تر دغو پوسټونو دا غوره ګڼي چې هیڅ دنده ونه لري، ځکه په لویه پکتیا کې ډېر لوی لوی کدرونه شته داسې کدرونه چې د وزارت لپاره نه یواځې د پکتیا، بلکې د ټول هېواد په کچه د پرتلنې وړ دي.
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو شیبو کې ولسمشر د خپل عمل له مخې د لویې پکتیا د ولسونو راپخلا کولو او ملګري کولو ته ناکراره وو. د دې لپاره یې په بېلابېلو تخنیکونو او لارو چارو فکر کاوه. له والي خپلواک او خپلو نورو نږدې، باوري او اغېزمنو خواخوږو سره یې په دې هکله ګڼې سلاوې وکړې. د هغوی نظرونه یې وپوښتل او د اغېزمنو لارو چارو د موندلو او د هغو د کارولو دنده یې ور وسپارله.
 ډاکټر خپلواک د ولسمشر د ډاډ او د لویې پکتیا د مشرانو د ملاتړ د راخپلولو لپاره لومړی د لویې پکتیا د قومي مشرانو ۱۵۰کسیزه جرګه جوړه کړله. جرګې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر کرزي سره ولیدل. همدارنګه یې د ولسمشریزو ټاکنو له دو نورو نوماندانو ښاغلي جلالي او ښاغلي احدي سره هم وکتل. دوی دواړو هم جرګې سره ماته غاړه یووړه. توی وړی واک یې ورکړ، خو د ولسمشر کرزي په څېر په ډاډه زړه نه، ځکه ولسمشر کرزی، خو په ډاکټر خپلواک او یو شمېر نورو خواخوږو ډاډه وو چې دغه جرګه به خامخا د ولسمشر کرزي په ملاتړ او ګټه راڅرخوي.
د لویې پکیتا ۱۵۰ کسیزې جرګې د ټاکنو له یو بل نوماند اشرف غني احمدزي څخه د خبرو او لیدلو وخت وغوښت، خو اشرف غني احمدزی لکه لا دمخه چې په لوبه او د دغې جرګې په موخه او نېت پوهېدلی وي، ځکه یې نو جرګې ته د لیدو او خبرو وخت ور نه کړ او هغه ویل چې دا د ولسمشر کرزي جرګه ده، ځکه په راس کې یې د هغه والي ډاکټر خپلواک دی.
له جرګې سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه لیدلو دغه قومي مشران د ډاکټر خپلواک د هڅو باوجود نور هم د ولسمشر کرزي لورته نږدې او د هغه تر څنګ ودرېدلو ته وهڅول، خو د ولسمشر کرزي تېرې نادودې به چې ور په زړه شوې، نو دغه مشران به په یوه دوه لارې کې حیران پاتې شول. د ډانګ او پړانګ تر منځ حصار شول، خو په ډېر لږ وخت کې ډاکټر فاروق وردګ، مولوي ارسلان رحماني او ډاکټر خپلواک له دغې دوه لارۍ او حیرانۍ څخه وژغورل.
ډاکټر فاروق وردګ په خپل کور کې له دغو قومي مشرانو سره کېناست. په خپله خاص نرمه او غوړه لهجه او انداز یې د ولسمشر له خوا د لویې پکتیا مشرانو ته د معینیتونو او بورسونو داسې نغدې ژمنې وکړې چې هغوی ته په کې له سره د شک، پوښتنې او دلیل ویلو ځای هم پیدا نه شو. د ډاکټر وردګ نرمې ژبې بلا وکړه. په څو شیبو کې یې د څو کالو مرور او ماڼیجن پکتیاوال داسې سره نږدې او خواږه کړل لکه نک او وورۍ.
د لویې پکتیا مشرانو د فاروق وردګ او اکرم خپلواک په ضمانت په راتلونکي کې لویې پکتیا ته په هره برخه کې د پاملرنې په ژمنه امنا سره وکړه. د ولسمشر ژمنې دا وې چې د پکتیاوالو ونډې ته به په راتلونکي حکومت کې ځانګړی پام کوي، په دولتي څوکیو کې به وړ ، تکړه او په کارپوه پکتیاوال د دوی وړتیاو ته په پام سره ان د وزارتونو په څوکیو ګوماري. همدارنګه به په لویه پکتیا کې د بیارغاونې ، زده کړې او روغتیايي چارو ته زیات پام کوي، د خلکو د هوساینې او سوکالۍ لپاره به ټولې لومړنۍ اسانتیاوې برابروي.
د پکتیاوالو ،مارشال ،محقق او دوستم د ژمنو او معاملې تر منځ د زمکې او اسمان هومره توپیر وو، ځکه پکتیاوالو د قوم په نوم امتیاز نه غوښت او نه یې د محقق او دوستم په څېر بدنام ، نااهله، پردي پالي او ناوړه جنګسالاران او داسې کسان د وزیرانو په توګه ورپېژندل چې ولس ترې بده خاطره ولري او یا یې د هغوی په څېر لاسونه د ولس په وینو سره وي، بلکې پکتیاوالو لا همغه مهال هم د وړتیا او اهلیت په شرط خبره کوله.
بل توپیر یې دا وو چې پکتیاوالو هغه څه د ځان لپاره غوښتل چې د یو ولس په توګه د دوی له قانوني حقونو او د ولسمشر او دولت له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه دي لکه د زده کړې، روغتیا ، کار کولو او نورو اسانتیاو برابرول او دا هر څه پکتیاوالو د قانون او ملي ګټو په رڼا کې غوښتل، ځکه دوی تل قانون او ملي ګټو ته درناوی لري، خو بله غاړه بیا له خپل ځان، قوم، ژبې، سیمې مه واره نوره نه د قانون پروا لري، نه د هېواد، نه د دین، نه د ملت او نه هم د ملي ګټو. دوی په څو شیبو کې دا هرڅه تر خپلو ځاني، قومي، سیمه ییزو او ژبنیو ګټو ځاروي.
ساده زړو پکتیاوالو په ولسمشر باور وکړ او باور به یې ځکه کاوه چې تر منځ درې ډېر پیاوړي او باوري پښتانه ضامنان وو. ډاکټر فاروق وردګ، مولوي ارسلان رحماني او ډاکټر محمداکرم خپلواک.
بله دا چې د ولسمشر د ژمنو په څېر پکتیاوالو ته د ګلۍ ګلۍ اوښکوڅڅول هم بې اغېزې نه وو. له ولسمشر څخه د راستانه شوومشرانو له ډلې څخه د پکتیکا ځینو مشرانو ویل چې ، ولسمشر ته ځکه رایه ورکوو چې سخت یې وژړل او ویل یې چې:“پکتیاوالو افغانستان په خطر کې دی. د تېر په څېر د افغانستان په ژغورلو کې مرسته وکړﺉ. زما سترګې یواځې لویې پکتیا ته اوړي، ځکه لویې پکتیا تل په نازکو حالاتو کې د هېواد په ژغورلو کې د پام وړ رول لرلی دی.”
د ولسمشر دغه مکر او ژړا د پکتیاوالو زړونه هم نري اوخواخوږي ډېره کړه. همغه وو چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې یې په خپلو سیمو کې خلک سره رامنظم کړل، قومي او سیمه ییزې تړې یې وکړې، د ولسمشر په ستاینویې ژبې تڼاکې اوخلک پکو کړل. که به چا د ولسمشر د تېرو نادودو او پکتیاوالو ته د نه پاملرنې ګیله ګۍ وکړه، نو مشرانو او کمپاینرانو به همدا یوه خبره، خو په ډېر ډاډ ورته کوله: “په تېرو پسې مه ګرځه، که دا ځل بریالی شوو، نو د تېرو هغو منجورایي به هم در وګرځوي. دومره څه به وکړي چې د ټولو زړونه به پرې ښاد شي.”
د لویې پکتیا مشران راضي شول، خو ځوانان یې لا هم په خپله خبره ټینګ ولاړ وو او همدا یې ویل چې کرزي ته رایه نه ورکوي، خو د مشرانو په څېر د ډاکټر وردګ په ژمنو او د ډاکټر خپلواک په سپارښتنوپکیتاوال ځوانان هم په بېلابېلو ژمنو پخلا او رضا شول.
ځوانانو هم د دوی له برکته د ولسمشرۍ ماڼۍ ته پېښه وکړه او د ولسمشر د لیدو ویاړ یې خپل کړ. ولسمشر د لویې پکتیا ځوانان ښه ونازول، د دوی د خوښۍ لپاره یې څو شیبې ټوکې وکړې. بیا یې خپله دا ملامتیا هم ومنله چې لویې پکتیا ته لکه څومره چې ښايي هومره پاملرنه نه ده شوې، د ځوانانو د خوشالولو لپاره یې وویل: کدرونه مو را معرفي کړﺉ چې په کارونو یې وګومارم او همدارنګه به د لویې پکتیا ځوانانو ته ۲۰۰ بورسونه فوق العاده درکړم چې بهر ته لاړشي او هلته خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي.
د ولسمشر دې نغدو ژمنو د لویې پکتیا ځوانان ډېر ژر له خپلې رېنګې واړول. له خپل مخالفت او ضدیت څخه د مهربان ولسمشر په ګټه تېر شول.
لنډه دا چې د لویې پکتیا مشرانواو ځوانانوپه یو او بل شکل خلک دېته وهڅول چې له ولسمشرکرزي پرته به بل چاته رایه نه ورکوي. پایله هم همداسې شوه. د لوې پکتیا نږدې ټوله رایه د ولسمشر په ګټه وکارېدله،خو!
خو درېغه چې ولسمشر خاوره واېستله. ولسمشر بې پښتو وکړه. ولسمشر په خپلو کړو ژمنو خاورې واړولې. ولسمشر د پکتیاوالو سترګو ته خاورې وشیندلې. ولسمشر په رڼا ورځ پکتیاوال تېراېستل. ولسمشر یو ځل بیا بې باوري وزېږوله.
پکتیاوال اوس غاښ چیچی کوي. او اوس وايي چې وروستی عقله کاشکې ته ړومبی وای. پکتیاوال اوس لاسونه مږي، خو اوس له له ورخه تېرې اوبه د لاسونو په مروړلو او پښېماني نه راګرځي. له پکتیاوالو سره ولې داسې وشول؟
له لویې پکتیا سره ولې زړه او بې خونده لوبه وشوه؟
ډېرې خولې ډېرې خبرې. ګڼې پوښتنې ګڼ ځوابونه، خو چې ټولې پوښتنې راوسپخوې، نو خبره دېته راځي چې دا لومړۍ پلا نه ده چې ولسمشر له پښتنو او په تېره د لویې پکتیاله خلکو سره دا وړ لوبه کوي. ولسمشر تل پښتانه تېراېستلي دي، ځکه پښتانه او پکتیاوال جنګسالاران نه لري.
پښتانه د قسیم فهیم، دوستم، محقق، خلیلي، انوري، اکبري، محسني اونورو په څېر بدمرغه او بدنام جنګسالاران، پردي پالي او ایراني پالي نه لري. داسې بدمرغې څېرې چې نه خدای پېژني، نه رسول، نه هېواد، نه ولس، نه ملت او نه هم ملي ګټې. داسې څوک چې په هیچاهم بند نه وي.
داسې څوک چې د پورتنیو ګڼو بدمرغو جنګسالارانو په څېر مخامخ ولسمشر وګواښوي او په ډېره بدمعاشۍ او سپین سترګۍ ورته ووایي چې که داسې ونه کړې، نودا درسره کولی شم او په رښتیا یې هم کولی شي، ځکه کوچیان یې له بهسودو وشړل، د خوشال بابا لېسې ځمکه یې د ایرانۍ مدرسې لپاره په زور ونیوله، په مازې خبره هره ورځ په کابل کې غوبل جوړ وي، مونج پوزي هزاره ګانو سرکونه او لارې بندې کړې وي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو، د خپل مظلومیت او د دولت د نه پاملرنې یا په تعصب د تورنولو چیغې نارې وهي.
یا لکه جنګسالار عطامحمد نور چې په بدمعاشي ولایت کوي.
خو پکتیاوالو څه وکړل؟
هیڅ، ځکه یوه ورځ یې هم لاریون ونه کړ. یوه ورځ یې هم په رسنیو کې ګیله ونه کړه، یوه ورځ یې هم دولت په دې ګرم او ملامت نه کړ، چې ولې له لویې پکتیا سره د میرې مور سلوک کېږي؟ او یوه ورځ یې هم د خپلو روا حقونو لپاره غږ او ګډه ناره پورته نه کړه. نور کرۍ ورځ د ناروا حقونو د ترلاسه کولو لپاره له یوې بې شرمۍ څخه هم لاس نه اخلي، ان تر دې چې د پردیو د غلامیو ځنځیرونه یې په غاړه کې واچول، اسلامیت یې په عسیوسیت او افغانیت یې په ایرانیزم، او نورو ایزمونو بدل کړ، خو پکتیاوال غلي دي.
موږ دا نه وایوو چې پکتیاوال دې هم د نورو پېښې او بې شرمۍ وکړي، نا پکتیاوال دې له روا لارو څخه خپل حقه حقونه وغواړي. چوپتیا ګټه نه کوي.
پکتیاوال لا اوس هم د ولسمشر پرده غواړي. غلي راشي د تړلو ورونو تر شا له ولسمشر سره کېني. خپلې ګیلې ورته په ډېر ادب او پرده کې ووایي. د ډوډۍ تر خوړلو او ګوتو څټلو وروسته مخه ښه ځنې واخلي او بېرته د پکتیا لاره ونیسي.
ولسمشر ته هم خدای ورکړې. د پکتیاوالو له شرم حضور څخه په ناسمې ګټې اخیستنې یې د پکتیاوالو په ټولو حقونو سترګې پټې کړي دي. په مهمو پوسټونو کې د پکیتاوالو پر ونډې، د لویې پکتیا په ، د ښوونې او روزنې روغتیايي اسانتیاو برابرولو او خلکوته د کارموندلو په ټولو چارو یې غوږونه کاڼه او سترګې پټې کړې دي.
د ولسمشر او د پکتیاوالو ضامنانو څه وکړل؟
مولوي صاحب ارسلان رحماني ته، خو یې چې وریاده کړې، نو عجیب دلایل به درته ووايي. تاسو صبر وکړﺉ، حالات سم نه دي، اوس د دې خبرو وخت نه دی، چې وخت او حالات سم شو بیا به یې وریاده کړو. عجیبه داده چې موږ ته کله هم وخت او حالات سم نه شو. موږ تل دېته انتظار باسو چې حالات او وخت به په خپله ښه شي او په خپله به موږ ته ووایي چې اوس نو خپل حقونه وغواړﺉ؟
هغه بل بېچاره خو په خپله په ډاګ او حیران پاتې شو. ډاکټر خپلواک چې کله هم موږ ورشو او د تېرو ژمنو خبره ورسره یاده کړو، نو دی لا وایي چې خدای مهربانه دی دا ځل به وشي، خو موږ چې وضعیت ته ګورو، نو د ډاکټر خپلواک انتظار هم راته بې ګټې اېسي، ځکه ولسمشر لویې پکتیا ته د نویو څوکیو ورکول لا څه چې هغه زړې یې هم ځنې واخیستې.
ښه بېلګه یې د اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي په انتظار ناست ډاکټر خپلواک دی چې یو مهال د ښاغلي کرزي په حکومت کې د پکتیکا والي وو. هغه مهال به ولسمشر نورو ته د کامیاب او ښه والي په توګه د مثال په توګه یاداوه، ځکه پکتیکا یې د ودانیو لرونکې کړه. ولسوالۍ یې له هټیو او دوکانونو څخه پخو ودانیو ته ولېږدولې.
خو د ولسمشر په وینا دغسې یو تکړه والي هم هغه دی هېر شوو. تر ننه یې په یوه او بله پلمه په تمه ساتي، څو ځله یې د تیاري نیولو او پارلمان ته د وزیر په توګه د ورتللو په موخه ورته تلیفونونه وکړل، خو په عمل کې داسې ونه شول. پرځای یې د دوستم خان نا اهله، د محقق متعصب، د رباني خان بدنام او د ولسمشر ناکام والیان د وزیرانو په توګه پارلمان ته واستول شول. داسې کسان چې نه ښه نوم لري او نه د کار او خدمت کولو وړتیا او احساس. له همدې امله یې یو شمېر ناکام شول او یو شمېر یې د پیسو او واسطو په زور ومنل شول چې مخدوم رهین یې ښه او څرګنده بېلګه ده چې د مارشال د پیسو او سپارښتنو له برکته د وزارت منصب ته ورسېد.
خو د پکتیا وکیلان په دې ویاړي چې د لویې پکتیا څخه د مخابراتو وزیر امیرزی د باور د رایو د اخیستلو کې پاتې راغی. دوی ځکه دېته خوښېږي چې دوی هم په شلو لارو روان دي. همغه کانه پرې شوې چې وایي دوه پک او هغه هم سره ورک. نور لګیا دي خپل بې سواده کاندید وزیرانو ته شپه او ورځ کمپاین کوي، خو دوی د خپل یو ډېر بریالي او وړ وزیر په ناکامي من من غوښې اخلي. لکه سیدمحمد ګلاب زوی او ګل پاچا مجیدي چې په کراتو کراتو کې په لویو او خصوصي مجلسونو کې ترې اورېدلي دي چې په ویاړ سره وایي:“امیرزی سنګین مو څنګه درته ناکام کړ؟”
د ولسمشر او لویې پکتیا تر منځ دویم ضمانتي ډاکټر وردګ څخه د انځرګل جوړ دی. په ټکټونو هم نه پیدا کېږي او نه هم پکیتاوالو ته په ګوتو ورځي چې یو ځل سترګې سره مخامخ کړي او د هغو کړو غورزو پرزو او ژمنو پوښتنه ترې وکړي.
پښتو متل دی چې وایي: د غنمو لاره اخر په ژرنده وي، بیا هم که خدای کول ټاکنې را روانې دي، خو نه پوهېږم چې ولسمشر او ډاکټر وردګ به بیا له پکیتاوالو څخه په کوم مخ او کومو سترګو د رایو غوښتنه کوي او داسې ویل کېږي چې ډاکټر وردګ دا ځل په خپله هم دې پهلواني ته پایڅې رابډوهلي دي، نو که چېرې ډاکټر وردګ د پکتیاوالو غم ونه خوري. له دوی سره کړې ژمنې پوره نه کړي. ولسمشر د هغوی حقونو ته قانع اوراضي نه کړي ، نو د ولسمشريزو ټاکنو را روانه پهلواني به ورته ډېره سخته وي او ګومان مې نه شي چې د پکتیاوالو ملاتړ او باور په راتلونکي کې ترلاسه کړای شي.
یوې ته چې سړی وګوري، نو ډاکټر خپلواک او پکتیاوال همداسې ښه دي، ځکه وايي چې بد ګرځي بد به پرځي. ولې د ولسمشر په تشو ژمنو دومره ژر تېروتل؟
یو ملګري مې کیسه کوله ویل یې په ایران کې په یو جومات د څلورو یارانو (حضرت ابوبکر صدیق رض، حضرت عمر فاروق رض، حضرت عثمان رض او حضرت علي کرم الله وجهه)نومونه لیکلي وو. یو متعصب شعیه ایرانی په لاره تېرېده چې د حضرت عمر رض په نوم یې سترګې ولګېدې، نو ور وګرځېد لاړې یې ورتو کړې، خو شمال لاړې راوړې او د حضرت علي کرم الله وجهه په مبارک نوم ولوېدې، متعصب ایرانی خپه او پښېمانه شو او له ډېرې غوسې یې له ځانه سره وویل چې: له دوی سره کېنې او ولاړېږې ، نو همداسې ښه یې!
نو خپلواک او پکتیاوال چې له ولسمشر کرزي سره ګرځېدل او پرې نازېدل، نو اوس همداسې ښه دي چې د بل ځل لپاره عبرت واخلي او هوښیار شي.
د ولسمشر د ژمنو ماتول او نه پوره کول به د ده حکومت ته د یو لوی سرخوږي د ورپېښېدو لامل شي، ځکه چې دا اوس اوس د لویې پکتیا ډېرې خوندي او امنیتي سیمې ډېرې نارامې شوې دي، نوي نوي په کې وسله وال مخالفین را پیدا شوي دي، ځکه ولس خواشینی دی، ولس له دولت څخه خپه دی او په دې خپه دی چې ولې ورته د یو ولس په سترګه نه کتل کېږي؟ ولې یې په حقونو لوبې کېږي؟ ولې ورسره په کړو روا او قانوني ژمنو د بطلان کرښه کش کېږي؟
که چېرې ولسمشر د لویې پکتیا د مشرانو او ولسونو حقونو ته پام ونه کړي او د هغوی د راضي کولو لپاره پر وخت اقدام ونه کړي، نو که خدای مه کړه سبا کومه ستونزه او ستوماني پېښېږي، نو د هغې ټوله پړه به په خپله د ولسمشر په غاړه وي. نه یواځې ملامتیا بلکې هغه مهال به بیا د لویې پکتیا د ناامني د ستونزو حلول همدومره سخت وي لکه د هلمند، زابل، کندهار او نورو ناامنو سیمو.