د کيسې نوم
يو وخت مې د يوې مجلې پاڼې سره اړولې، يوه کيسه مې پيدا کړه، ليکلي و:
لنډه کيسه
ځوانيمرګ
که تاسو دا نوم واورئ ، په ذهن کې به مو څه در وګرځي؟
که نور نه وي نيمه کيسه خو درته روښانه شوه، په دې خو وپوهيدئ چې يو څوک به وژل کيږي، يا به هم په خپله مري، هغه هم په ځوانۍ کې!
زموږ ډېر ليکوالان خپلو کيسو ته همدا ډول نومونه ټاکي.
(( ارمان يې پوره شو، شهيد، نيمه خوا مينه، دوې جنازې…او داسي نور.))
دا هغه نومونه دي چې د کيسې تلوسه له مينځه وړي، لوستونکی مخکې له مخکې د کيسې په محتوا پوهيږي، د کيسې له ويلو خوند نه اخلي.
د کيسې نوم ډېر ضروري دی، ډېر وخت يواځې نوم د دې لامل کيږي چې پر يو چا کيسه ولولو.
تاسو به په تلويزيونونو کې تجارتي اعلانونه ليدلې وي، سوداګر د دې لپاره اعلان کوې چې خپلو تجارتي اجناسو ته خريدار پيدا کړي، دوی د اعلانونو د جوړولو او خپرولو لپاره لګښت په غاړه اخلي، له اعلان جوړوونکو غواړي داسې اعلان ورته جوړ کړې چې د ليدونکو پام ور واړوي ، په بله مانا سوداګر د اجناسو د پلورلو له پاره تبليغ کوي، د کيسې نوم هم همدا سي دی، که يې مانا او تلوسه درلوده، کيسې ته تبليغ دی، په ډيرو يې لوستی شی.
څوک نه شي کولای چې ستاسو کيسې ته نوم وټاکي، ځکه کيسه تاسو ليکلې او تر هرچا پخپله ښه نوم ورته ټاکلی شئ، خو په څو ټکو کې لنډه مشوره درکولای شي:
١_هيڅوخت کيسې ته داسي نوم مه ټاکئ چې نوم د کيسې محتوا روښانه کړي.
٢_په نوم کې خپل شخصي قضاوت مه ور ګډوئ،مثلا: ښه سړی، بد هلک، هوښيار، ساده، ښکلی، بدرنګه، مظلوم، ظالم … .
٣_کيسې ته هوايي نوم مه ټاکی، نوم بايد د کيسې له محتوا سره تړاو ولري، خو نه دا چې کيسه روښانه کړي.
٤_ اول ماشوم پيداکيږي، بيا نوم ورباندي ږدي، نو لومړی کيسه وليکئ، بيا نوم ورته وټاکئ، د دې کار ګټه دا ده چې ليکلې کيسه ستاسو په ذهن کې هم ناسته ده، يو عمومي تصوير ترې لرئ، هره خوا يې سنجولی شئ ، کيدای شي په زړه پورې نوم ورته پيدا کړئ.