کور / شعر / هره شپه بې د شب قدر، هره ورځ بې د اختر وي!

هره شپه بې د شب قدر، هره ورځ بې د اختر وي!






 ازادي


ازادي د ژوند د پیغلې ګاڼه بویه
ازادي د سل رنګه  ښایست چېنه ده
ازادي د وړانګو دنګه میناره ده
ورنسکوره هره ګل ګل زمانه ده
چې پراته یې منځ کې واړه کاینات دي
ازادي د قدرت هغه دایره ده
انسانیت چې یې د ذوق پر شونډو لولي
د فطرت  په لاسو کښلې ترانه  ده
ازادي دکیف لبريزه پیمانه ده
لکه مور لکه جانان ،جانان خوږه ده.
           ــــــــــــــــــ
ازادي د باد ورغوي کې ډیوه ده
نو اسان یې بلول نه دي  جانانه
ازادي تازه په یو سمندر وینو
تش په خوله یې لوړ ساتل نه دي جانانه
ازادي راوړل د قاف غره ماتول دي
د پاخه فصل  ریبل نه دي جانانه
ازادي د لمر د بام پر سر قدم دی
دخپل کور بام ته ختل نه دي جانانه
ازادي ده د جاهل دور وژنه
ازادي د ورور وژل نه دي جانانه
      ـــــــــــــــــــــــــــ
له ادمه تر دې دمه پرې ژوندي یم
ازادي زما سمبول زما نښان دی
رڼه ستوري لکه اوښکې پرې راوري
دا زما د ازادۍ د عشق ګریوان دی
د نړۍ د ازادۍ د تاریخ یون کې
طلايي تاریخ زما په کې روان دی
زما وجود د ازادۍ له خټو جوړ دی
ازادي  زما مذهب  زما ایمان دی
چې پر سر مې د ویاړونو توغ رپیږي
نوم مې ګران افغانستان افغانستان دی


 ۲۸ زمري ۱۳۸۷


 سيدجيلاني جلان – کابل –انټر کانټینټل هوټل . دا زادۍ مشاعره


 



غزل


 محمدسرور وکیلي


له اسمان اوزمانې یمه په تنګ
خدایه ما کړه ته له  دې بلا په څنګ
دا شین اسمان  غښتلی ترهرچا
ما بڅری به کړي لاندي  په یو درنګ
مهال تېریږي نه دریږي چاته
زړه وي  ښکلي ګلان بیا رنګارنګ
دې اسمان نتلي ډېرکسان دي
چي زې نه راځم په وار او په شمېرنګ
ولي به زه یم له اسمانه ګیله من
خپل نصیب راته جوړ کړی دغه  رنګ
هر یو دي کړي ګیله له خپل نصیبه
چاته داسي چاته هسي ورکړي  رنګ
دا رنګونه رنګارنګ په دې نړۍ
ښه خوند ئي دی دښکلو په کتنګ


 


د مُردارخورو وطن


احسَاس خټک

دا کیسه مې له خپل پلاره اوریدلې
له هغه ورځ مې په شعر باندې لیکلې
چه یو تور کارغه میلمه شو د طوطیانو
د طوطیانو په وطن کې د خانانو
په راتګ یې وو خوشال واړه طوطیان
خصوصي ورکې ورکوټې طوطي خان
ډیر عزت و احترام یې ورته ورکړو
لکه شاه لوئې مقام یې ورته ورکړو
څوک یې مخکې څوک یې شاته تاویدل
د میلمه هرې وینا نه ځاریدل
خوراکونه څو څو رنګ ورته پراته وو
په خدمت کې د میلمه خواره واره وو
اتڼونه وو سازونه ډمامې وی
په هر کور کې د طوطیانو نندارې وی
دا میلمه نزدی کولو هر یو ځان ته
خو له ټولو ورنزدی وو طوطي خان ته
د څو ورځو پس روان شو خپل وطن ته
ډیر مشکور وو په سلام وو هر یو تن ته
په اخر وړوکي خان ته شو ورغاړې
ورته ویل یې انډیواله نه به ژاړې
دا ستا مینې محبت ته مې سلام دی
خدائیګو ستا زما په زړه کې یو مقام دی
نن بلنه درکوم د میلمستوب زه
ښا یی غواړم خپل کلتور او سړیتوب زه
بس چی کله هم راځې زما له پاره
راولی به کور ودانه زموږورینداره
دا يې اووی والوته شولو رخصت
ډیر حیران وو په خپل قدرا و عزت
تیروی به راسره ښی  ډیرې ورځې
یوه ورځې طوطي خان اووی چی ښځې
ځو د تور کارغه وطن ته ځان تیار که
ته زما شَمله راواخله  ځان سنګار که
یو څو ورځې به سیل اوکړو د مزې
شي خوشاله به دی زړه بې اندازې
لږ به اووینو د بل وطن دستور
هم ادب او هم فرهنګ او هم کلتور
په سهار کې شو د کوره رابهر
طوطې خان شَمله په سر لکه د نر
په نرۍ ملا یې تړلې خپله توره
ورسره په څنګ کې ښځه لکه حوره
ورروان شولو په لور د انډیوال
طوطي خان سره د ښځې ډیر خوشال
په خیالونو کې د بل وطن رنګونه
زنګوي کوي په لاره مزلونه
شوو ناڅاپه ورداخل په تور ځنګل
په هر لور تور تور کارغان جوړ یې غوبل
طوطي خان شو په لټون د انډیوال
چې وو ناست په یوه مُرداره په بد حال
چې نظر یې طوطي خان ته شو خفه شو
زر یې پښې مښوکه اوڅنډل پیکه شو
د ډیر شرم نه یې سترګې کړلې ښکته
د میلمه په مخکې ډیر شو خجالته
راغې غیږ یې کړه چاپیر د  طوطي خان نه
غلې غلې هیڅ یې نه اووې د ځان نه
هم ورندارې ته یې ورکړه ستړي مشي
خو په زړه کې یې ویل چه اوس به څه شي
شوو د کور په لور روان ډیر ناقراره
طوطي خان ته یې وایه چی ګوره یاره
په وطن کې دی څه حال وو د دوستانو
د زړو وړو زلمو او د ځوانانو
طوطي خان هم ترې نه اوکړلې پوښتنې
خو ظاهرې یې پرې نه کړې د زړه ستنې
تور کارغه په ډیر اخلاص میلمستوب ورکه
دسترخوان یې له هر لوري برابر که
په میلمه باندی یی وکړل ډیر سیلونه
هم سازونه هم جامونه هم خوندونه
په دریمه ورځ چه وخت د رُخصت راغې
طوطي خان شولو ګویا په صفت راغې
زه به لاړ شمه اوس ګرانه انډیواله
تا خو وکړ زموږ قدر بی مثاله
دا هر څه به دی په ټول عمر هیر نکړم
دغه سر به هم په تا باندې تیر نکړم
کوَم یو جهان مننه ستا له مینې
تابعدار به وم که غواړې د زړه وینې
دا یی ووی کارغه غږ که ناګهانه
لږ زما کیسې ته غوږ شه طوطي خانه
د هر ځای د هر هیواد خپل خپل کلتور وي
خپل رواج لري خپل رسم خپل دستور وي
د زمونږ وطن هم څه داسې رواج دی
ستا به بدې شی خو څه اوکړو سماج دی
ته ورتلی شې خو ورندار نه شې بوتللې
دلته دغه دود دستورخلکو ټاکلې
چې میلمه ځي نو پریږدي خپله عورته
دا قانون دی د ائین ځه له دی پرته
که یقین دی نه راځي زما په بیان
نو راټول که ته زموږ واړه مشران
که هغه هم درته لګي دروغژن
نو بیا ورشه په قاضیانو د وطن
اولسوال او هم والي ته شې ورتلۍ
په اخر کې تر پاچا شې رسیدۍ
طوطي خان هک پک ولاړ وو پریشان
د خپل دوست په دې خبره وو حیران
ورنزدې شو ورته یې اووې توره وروره
درته سوال زاري کوم خدای ته ګوره
بس دی پریږده راسره خپله ورندار
په وطن کې به مو کیږي انتظار
خو کارغه ورور یې په غوږ تیر کړو هر څه
ورته ویل یې چې وئیل مې دي پاخه
طوطي خان جوړه جرګه کړه هغه دم
ورته تیره یې کیسه کړه د خپل غم
مشرانو له طوطی نه واوریدل چی
دهغه په ساده ګۍ یې ووخندل
ورته وویل میلمه مرې که پاتی کیږې
دا قانون دی د قانون نه نه خلاصیږې
طوطي خان له فیصلې اوکړو انکار
نو په منډه منډه راغې په تلوار
مخامخ شو د پولیسو قوماندان ته
ورته ویل غوږ مې اوونیسه بیان ته
قوماندان چه کیسه واوریده غُصه شو
را اوُچت شو په وهلو د میلمه شو
چی ته ولې نه منې زموږ نظام
ولې نه لرې قانون ته احترام
زړه مي وایي چې دا اوس اوس دی بندي کړم
یا دی خلاص له ژوندانه نه سمدستي کړم
خو میلمه یې درته هیڅ وئیلې نشم
ځه بهر شه نور دی مخ کتلې نشم
طوطي خان شو رابهر د قوماندان نه
سترګې سرې مخ یې تور شوې د خفګان نه
اوس په لور ځي د قاضي غواړي انصاف
په دې هیله چه هغه به مې کړي معاف
عریضه یې چه قاضي ته کړله وړاندې
هغه اوکتل میلمه ته لاندې باندې
ورته یې اووې چې میلمه ته ملامت یې
ښه پوهیږې ښه خبر له حقیقت یې
فیصله صفا ښکاره ده په قانون
پاتی کیږي به لیلا ځي به مجنون
د قاضي د فیصلې پس په سودا شو
طوطي خان لالا څه نورهم وارخطا شو
یوه بله عریضه یې نوشته کړه
ورکې  تیره یې له سر خپله کیسه کړه
صبا سترې محکمې ته ورروان دی
د انصاف په طمه دا ځل طوطي خان دی
خو چې څه وخت ورداخل په محکمه شو
هر یو کس هلته دا ده په تماشه شو
د خپل پت دعا یې اوکړه ذوالجلال ته
په ژړا شو مخ یې واړاوه دیوال ته
چی ناڅاپه پرې غږ اوشو له ممبره
چې ته څه غواړې د پورې کلي نره
ویله غواړمه اول امن د سر
ما راوړې عریضه ستا په دفتر
د انصاف په چوکۍ ناست د ټول هیواد یې
صرف ته یې چه له هر څه نه ازاد یې
لوئ رئیس چه عریضه کړه رااوچته
بیا یې اوکتل میلمه ته پورته ښکته
چې خبر شو په بنیاد د حقیقت
ورته ډیر یې شو خرابه طبیعت
شو ګویانه طوطي خان ته یې وی پاګله
پښې اوباسه د وطن په لور دی زغله
دا قانون دی د وطن دا نه ماتیږي
میلمنو نه دلته ښځې ایساریږي
دا دستور دي په وطن کې د کارغانو
دا فرهنګ زموږ د نیکه د باباګانو
طوطي خان چه واوریدلې دا خبرې
په نا رو سورو شروع شو لرې لرې
دا خبره شوه خپره په مطبوعاتو
کمیسون شو ورته جوړ د تحقیقاتو
طوطي خان غوښتل نور ورنشي هیچاته
په اخر کې یې اپیل اوکړو پاچا ته
پاچا اوغوښتو طوطي سره د یار
ورته ویی لګولو لوې دربار
وزیران او جرنیلان یې اوغوښتل
د هیواد ټول مشران یې اوبلل
پس له هر څه اوریدو اوشو فرمان
چې قانون بدلیدۍ نشي په هیڅ شان
دا قانون دی دا ائین د دی وطن
چه میلمه ځي نو پریږدي به خپله زن
چې د شاه د خولې یې واوریده فرمان
طوطي خان څادر راواخست شو روان
نه شمله وه نه یې توره نه یې ننګ
نه یې پت وو نه یې ښځه وه تر څنګ
ډیر حیران او پریشان وو له خفګانه
نن اول ځل راپریوتې وو له ځانه
په دربار باندې یې واچوو نظر
انډیوال ته یې کتل شوو رابهر
لا یې سم نه وو پیل کړي قدمونه
چې له شا نه یې پر غوږ شو اوازونه
وې چه اودریږه نور مه ځه مخکې وروره
مخ راواړوه په شا ماته اوګوره
طوطي خان چه مخ راواړوه په شا
تور کارغه ورته ولاړ وو په ژړا
ورته ویل یې په عذاب مې کړې کافي
درنه غواړمه په دوه لاسو معافي
نه دی غل یمه د پت نه د عزت
نه دی زن ایساروم په حقیقت
دا کیسه پیل شوه له هغه ځاې نه یاره
چې دی اولیدمه پاس ناست په مُرداره
ما وې ته به فکر کړې زه مُردار خوریم
چې په رنګ یمه په زړه هم داسې تور یم
نو صرف تاته د ښائیلو په حیث یاره
چې دا تیره شوه ډرامه مې کړه تیاره
چی دراُوښایمه زه نه یم یوازې
تورکارغان دي ټول د هر چا خولې دي وازې
دلته ګوره مُردار خوره دی اولسوال
قوماندان دی که والي که څارنوال
دی وطن کی موږه ټول مردارخواره یو
پټه نه ده اوس ده هرچاته ښه ښکاره یو


 


د اجل ساقي


شکرالله طاهري



 راکه داجل ساقي جام راکه چې غم ډېرشو
هسی بیوفا دنیا ده زړه می ورنه سېرشو


ولی به د بی وفا په دې جفا ونه ژاړم
نن سبا اونن سبا کی هرڅه ورنه هېر شو


راشئ دې کم بخت اوخوارنصیب قسمت ته وګورئ
اوس مې څنګ ته راغی چې بهاردځوانی تېرشو


ما خو د زړه وینه ورکاوه چې که آشنا شي
غټه شوه په مټه شوه ګیډړرا باندې شېرشو


دوست اودښمن دواړه اوس په یورنګ راته ښکاري
لاړه غمخواری اوهمدردی دخلکو هېرشو


بد سړی دی بد بلا ما ویل چې ځان ترې ساتئ
آخرطاهري خپله پدې بد بلا کې ګېر شو 


سيد عبدالخالق صادق


د هر چا چې مخامخ و مخ ته ناست هغه دلبر وي
هره شپه بې د شب قدر، هره ورځ بې د اختر وي
د هر چا چې و بغل ته ناست وي يار او ريبار دواړه
پريوه خوا بې سپوږمۍ وي، پر دا بله خوا بې لمر وي



 


غزل


حیات الله ستومان


دګل له پاڼو دګلاب په لمن
ږدمه خالونه دشباب په لمن
چې لونګینې نغمې وزېږوي
زلفې ګنډمه د رباب په لمن
دا لېوني دې راته مه رالېږه
وژنی امام مې دمحراب په لمن
چې لږدمه شم پکې تا ووینم
درځمه نور دانقلاب په لمن
ستومانه ته چې بې وفا غوندې شوې
ژوندون مې تیر شو دعذاب په لمن


 


غزل   


محمدیوسف ندمتګار مزدورزوی
                       
لکه پاڼه یم لویدلئ له چناره
ما ته مه ګوره چنار ګوره اغیاره


دغرور له هسکو څوکو نه راکوزشه
ګوره لږخپلو پښوته په کراره


دلته ژوند په دود ولاړدچا په مینه
دلته ډیربیلاری شوي دي په لاره


 دلته ښکلي په ادب یو بل ته ګوري
پیښور کوېټې کابل  تر کندهاره


دلته زور دزورورو اوبه شوئ
بیرته روغ څوک تللي نه دي ترخپل ښاره


دلته عشق او مینه پت ددغه خاورې
دلته ژوند یاغي باغي دئ نا کراره


دلته یو څه چی نیمګړي دي په مونږ کی
هغه ځان پیژندګلوي ده خدمتګاره



سيدشاه خروټي، لندن


ارمان


دي تا دسترګو په هينداره کي چي ځان ووينم
لکه الوتی په هوا شم اوم اسمان ووينم


جينیۍکږه وږه روانه،شاته ډير راګوري
زه يې په سترګو کي يو شوخ غوندي ارمان ووينم


بس ده ساقي زه دي اشنا سترګو خمار خمار کړم
جامونه څه کړم چي د ميو ډک خمان ووينم


چي په کتو شم اننګو ته دي اوبه اوبه شم
زلفو مارانو کي مي ځان ډير پريشان ووينم


چي مي سينې تا رانږدې شي، سره خؤله په خؤله شو
په دې نيمګړي کي پوره زه خپل ارمان ووينم


سيدشاه خروټي، دغه ښکلي دي چا نه خوښيږي؟
شم ډير خوشحاله ،چي نورهم د ځان په شان ووينم


دوه کړمه خپلي دوه پردۍ کړمه په منډه شمه
توپک په لاس کي يی چي پلار کله په بام ووينم


 


څلوريځه


مينه وفا


 ورځ خو دې تيره كړه د شپې خبر دي هيره سوله
زما جانانه دهغې خبر دي هيره سوله


دادي څه وكړل داسي هيله خو مانه لرله
د كور او كلي د كوڅې خبر دي هيره سوله


 


خولې


احسّاس خټک


 څـوک خـبـرې کـه د چـا پـه خـوله کـیسې دي
څـوک کــنـځـل کــوي د چـا سـره ګــیـلـې دي


څـوک په ډکه خوله به زړه کې زخم جوړ کي
د چــا تـشـه خــولـه خـیـرات دې صـدّقــې دي


څـوک اورونه وړي په خوله کې له ډیر کـبره
د چـا خــولـې لـه عـاجـزۍ ســړې ســړې دي


څـوک غــپـار کـه لکه سـپـۍ د خـیټـې غم کې
څـوک خـامـوشـه غـلي ناست پـه شکرانې دي


څـوک ذ مـــیـنــې مــحـــبـت ســنـدرې وائــي
ځــنــې خـــولــې د نـــفـرتــونــو تــرانــې دي


د چـا خــولــې کـږې وږې خـو سـمــې لــګـي
د چـا خــولـې ســمـې او نیـغـې خـو کـږې دي


 


غزل


طایرځلاند


ته ازغي څه کوې خوشبو دې ورکوه ګلابه
داخو ژوندون دی په خندا یې تیروه ګلابه


چې په کتاب کې ستا دلاس وچ شوی ګل وګورم
نو ګل مې هیرشي ته مې زړه کې شې تازه ګلابه


هغه موسم سره بدلیږي نه هم هغسې ده
تشبیه اوس څنګه کړمه تاسره هغه ګلابه


دیاد رڼادې له لمرونو نه بیزاره کړمه
را دې کړه لاس کې راته دارنګه ډیوه ګلابه


تاخو په څوکو دازغیو تیرې کړي شېبې
ولې شې مړاوی، راته وایه، په غرمه ګلابه


 
محمود نظری


د سازو دوکان


دا وطن دوکان دی دسازو قسم قسم
تک تک ږغیږي یویوله غمه په اېسم
درباب ترنګی دی نغمه د ویر وهي د آدم
د شپيلۍ ساندې راځي له یوه اړخه کم کم
له سوزه وايي: آهو هو اخ له ډیره غم
دغیژک غوڼ غوڼ ژړاده دشوله غم
نغارې ډنګیږی ویر ژړلی په خپل زخم
دځړیدلی ډول له سوزه دی ډم ډم ډم
دتنبور کوکارې او چیغې دي د الم
 په دوکان کې ټنګ ټکورنه جوړ یږي سم
د مطرب مړۍ ده پړسیدلي له ډیره زغم
د سازو د ساندو او سلګېوجوړ دی رزم
ورته اریان ولاړ دی غمجن زوړ مترنم
ولي د سازو زګیروي پورته شوی یو دم؟
غوږونه یې کړه په هوا دی نیمه خوا صنم
 ول يي د وړو وړو سلګیو څوک دی متهم ؟
 ولي هره اله په سوې کریغه وايي فقط زه یم
 ځکه کمپوزر نشته چې منظم کړی سرګم
سازونه له هاله وتلي د ځانمنۍ په سم سم
نه پوهیږي څه وکړي مطرب، دی الم غلم
ګاونډیان یې ټوله د بیلتون ورته کري تخم
تر پښو لاندې یې هر مل کیندی نغم پر نغم
ټوله سازونه ږغیږي په زیر نه لري یو هم بم
ځکه له آسمانه اوریږی یو دبل پسې بم پر بم


ټول سازونه یویو ژړیږي د چم په طلیسم
د دوستانو دغلط سیاست په خموچم
امیدونه د ډنګ او دونګ اتڼ دي ختم
 زړونه ټول دي له غمه زخمي غواړي مرهم


مطرب(غزل بول)؛ټنګ ټکور( مجلس)؛ اېسم ( جادو)؛ سم (زهر)؛ شوله غم( زیات غم)؛ الم غلم( دوه زړه)؛مترنم( سندری ویونکی ). سرګم ( د ساز یو سر)؛ خموچم( چلبازی)؛


 



 ورکه ليلا


 غ – فا روق


د کوره وخت را وو تل را ووتل راوو تله ليلا
ما په د ووسترګو و ليد ل و ليد ل وليد له ليلا


زما په ليد و سرې ژر وا ړوی مخ بلي خوا ته
چيري به تلل چيري به تلل چيري به تلله ليلا


په رڼا ورځ مي تر را تلو د شپې فکرونه کول
چي ولې هيڅ نه وويل نه وويل نه وو يله ليلا


څوک چي دهغي خواراتله ما ترې پوښتنه کول
هغه په مخه نه راغلل نه راغلل نه را غلله ليلا


ولي به نه يمه مجنون چي مي ليلا ورکه د ه
چي مي تر ا وسه يا د ول يا د ول يا د و له ليلا


و ه پټه خوله له ډ ېره غمه څخه نا جوړه سوله
پرسره ا نګا ر چي کړيد ل کړېدل کړېد له ليلا


څېره ېی د ه بد له شوې څوک ېی نه پيژني
خود به د ا ډېره ځوريدل ځوريدل ځورېدله ليلا


د پټي خولې څخه ېی څر ګند وه د زړګي اهونه
چي دښمنان په سوځېدل سوځيدل سوځيد له ليلا


چي ستاعزت ئې نه کاوه هغه په خپله سپکشو ه
په سپکېې تا لر ه کتل لر ه کتل لر ه کتله ليلا


چي ېی پر ځای د ګلو و کرل ا غزي شا و خوا
ا غزي ېی بير ته وريبل و رېبل وريبله ليلا


چي ېی د خا ورو سره سمه کړه په زور اوظلم
له ظلمه خپله ورکېد ل ورکېد ل ورکېد له ليلا


چي ېی لاس برشو ټولې يووړله له ځا نه سره
ستا شتمني ئې وپلورل وپلورل وپلورله ليلا


په بروبحراوهوا کي چې وتا ته خيا نت کړی ؤ
په خپله هم وشرمېدل وشرمېدل وشرمېدله ليلا


هغو ځلميا نوچي قربا ن کړه خپل ځا نونه تر تا
يو ځلي بيا و ځلېد ل و ځلېد ل و ځلېد له ليلا


چي دپردومينه ئې ډېره و ه په زړه کښي ترتا
پرد و يوا زي پرېښول پرېښول پرېښوله ليلا


داسي ورځ نه وه چي ترزرنفره کم وي شهيدان
نوي قبرو نه جوړېد ل جوړېد ل جوړېد له ليلا


انسا نان مړه ښارونه وران کروندې شاړيسولې
و چکا لۍ هم د وی و ځپل و ځپل و ځپله ليلا


 داجنګ روان افغانان مري وطن بربا د شوټوله
چادحل لارونه موندل ونه موندل ونه موندله ليلا


فا روق په ډ ا ګه د ر ته وا ېې د ښمن و پېژنې
چي ستا زامن ېئ و وژل ووژل ووژله ليلا



 


بې اتفاقه نظري


نسيم ستوری


قلمه تا کې د دردنو افساني ښکاري بیا
چا د ښايست جنازي وکړي هدیري ښکاري بیا


د ژوند ګریوان لا تار په تار دی غونډيدي کله شي
د وطن غېږکې د لیلا سترګي چې سري ښکاري بیا


د وخت کنډر لېونی شوی عقل ړوند په سترګو
سپینه رڼا کې د تورتم توري تیاري ښکاري بیا


چا په لیلا ننګه ونکړه اوس خفه ده لیلا
د غېرت وخت کې د غېرت لمبي هم مړي ښکاري بیا


د مينې کور مې تالا کېږي ژبه ګونګه ده څنګ
د زړه په کور مې د سیلاب خړي څپي ښکاري بیا


دا چې خوړلی دی قسم مونږ ته نژدي نه راځي
نسیمه ستوریه بې اتفاقه نظري ښکاري بیا 


 



عندليب تالاش دير


نن مې بيا…


نن مې بيا جذبه نشه شوه ، نن مې بيا سوئ ارمان دئ
نن مې بيا فکر بوږنيګی ، نن مې بيا په سر تالان دئ


نن مې بيا ژبه پولۍ شوه ، نن مې بيا تلی تڼاکې
نن مې بيا احساس خفه دئ ، نن مې بيا په هوش لړزان دئ


نن مې بيا زهر ګوټلی ، نن مې بيا مرګی ته زړه دئ
نن مې بيا ضمير راګير کړم ، نن مې بيا عقل حيران دئ


نن مې بيا سلګۍ په خله کې ،نن مې بيا په شونډو پاړ دئ
نن مې بيا نظر لمبه شو ،نن مې بيا ستړئ وجدان دئ


نن مې بيا وينه ارزانه ، نن مې بيا چغه بې قدره
نن مې بيا زخمونه خاندی ، نن مې بيا په غم ګزران دئ


نن مې بيا خواهش وژلئ ، نن مې بيا جنت ګټلئ
نن مې بيا په کور کې لوږه ،نن مې بيا کلئ زندان دئ


نن مې بيا جبر ليدلئ ، نن مې بيا بې خودی اوکړه
نن مې بيا په نمر سفر دئ ، نن مې بيا سيورئ د ځان دئ


نن مې بيا زړه کې ماتم دئ ، نن مې بيا سترګې وريږی
نن مې بيا سينه غلبيله ، نن مې بيا څيرې ګريوان دئ


نن مې بيا په غږ بنديز دئ ، نن مې بيا خاموشی اوکړه
نن مې بيا په خوب کې تير شو ، نن مې بيا بايللئ شان دئ


نن مې بيا محرومۍ تنګ کړم ، نن مې بيا مايوسی وژنی
نن مې بيا بغاوت اوکړو ، نن مې بيا هغه اعلان دئ


نن مې بيا قلم ګوزار کړ ، نن مې بيا ټوپک ته لاس کړ
نن مې بيا په خاوره جنګ دئ ، نن مې بيا عزم سندان دئ


نن مې بيا مينه پړده کې ، نن مې بيا کينه څرګنده
نن مې بيا وصال غوښتلئ ، نن مې بيا برخه هجران دئ


نن مې بيا دړدونه پنډ کړل ، نن مې بيا سفر ته فام شو
نن مې بيا صبر تمام شو ، نن مې بيا منزل اسمان دئ


نن مې بيا اننګی زيړ دی ، نن مې بيا تندئ تريو کړئ
نن مې بيا عندليب ژاړی ، نن مې بيا په باغ خزان دئ