کور / تازه خبرونه / کندهار: د ماين چاودني ملكيانو او پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار: د ماين چاودني ملكيانو او پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار د 8:00 پرمهال دكندهار ښار د دريمې حوزې د دېخوجې په سيمه کي چاودنه رامنځ ته سوه.
چاودونه د پوليس پر هغه ګروپ رامنځ ته سوه، چي په همدې سيمه كي يې يو ځاى پر ځاى سوى ماين شنډاوه، په چاودنه كي يو ملكي كس او يو پوليس مړه سوي او دوه پوليس او دوه ملكيان چي يوه يې ښځه ده زخميان سوي دي.
د ماين ښخونكي د پيښې د ځاى څخه تښتېدلي، خو د پوليسو په وينا پيښه د دوى تر جدي پلټني لاندي ده.