نن له غرمې مخكي دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا په كندهار ښار كي د بايومټريك يا كمپيوټري ID كارټونو توزيع رسماً پيل كړل.
د بايومټريك ID كارټونو توزيع په امتحاني شكل د روان كال د جون په لمړۍ نېټه په كندهار ښار كي پيل سوې وه، تر دې مهاله لس زره تنه ددغه سيستم لاندي ثبت سوي دي او په متوسط ډول هره ورځ درې سوه تنه راجستر كوي او هغوى ته بايومټريك ID كارتونه توزيع كوي.
بايومټريك ID كارتونه يو پرمختللى د نوي عصر دټكنالوژى مطابق د كارټونو توزيع ده چي په كندهار ښار كي دنفوس او دخلګو د پيژندني په موخه د همكارى د پلان مطابق ترسره كيږي .
په بايومټريك سيستم كي يوازي هغه كسان چي عمرونه يې تر شپاړس كاله لوړ وي او د افغانستان د تابعت ولري ثبتيږي او دا سيستم د ښځو اوماشومانو لپاره نه دى .
تر دې مهاله په كندهار ښار كي د بايومټريك سيستم د ثبت لړۍ په دوو مركزونه كي روانه ده خو په پلان كي ده چي د روان كال د اګسټ دمياشتي تر لمړۍ نېټې پوري دمركزونو شمير شپږو ته ورسول سي.
دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا چي خپله يې هم د همدې سيستم له لاري بايومټريك ID كارت اخستى ديو مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كي خبريالانو ته وويل(( په دې كارټونو سره به وكولاى سو چي په ښار كي تروريستي پيښو(چاودونكي مواد، ځانوژنكى) په ډيري اسانى سره تشخيص كړو او دا كارټونه به وكولاى سي چي افغان امنيتي او آئيتلاف ځواكونه ته دا اسانتيا برابره كړي ترڅو مخالفين چي د عام ولس په منځ كي پټ سوي په ډيري اسانى په ګوته كړي.))
په بايومټريك سيستم كي د هر كس د دواړو سترګو، لس ګوتو او مخ عكس اخستل كيږي ، وزن ، قد يې اندازه كيږي. او همدارنګه يې د وريښتيانو رنګ نښانې كيږي.
دا په داسي حال كي ده چي د بايومټريك كارت درلودونكي به په ډيري اسانۍ د امنيتي پوستو شاوخوا تګ راتګ كولاى سي او امنيتي ځواكونه به دكارت لرونكى په ډيري اسانۍ سره و پېژندلاى سي.