کور / راپور / پکتيا : د ٣٠ ژوبل او وژل سوو بدله يوازي يوه بخښنه او څو پسونه

پکتيا : د ٣٠ ژوبل او وژل سوو بدله يوازي يوه بخښنه او څو پسونه

د پکتيا ولايت په جانخيلو ولسوالۍ کي بهرنيو ځواکونو د دوو کورنيو د اوو غړو تر وژلو او اوه ويشتو نورو تر ژوبلولو وروسته يو ځل بيا بخښنه وغوښته
نوموړي کسان هغه وخت ووژل سول چي کله د نامعلوم لوري يې پر کور دوه توغندوى ولګېدلې او په پايله کي يې د يادي ولسوالۍ ګڼو عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته په نوموړي سر کي معلومه نه وه چي يادي توغندوى د چا او کومي لوري توغول سوي خو څه موده وروسته يې مسئوليت بهرنيو ځواکونو پر غاړه واخيست . چي وروسته يې بيا د نوموړو کورنيو څخه بخښنه وغوښته او د هغوي کورنيو ته يې د ننواتو په ډول پسونه ور وستل د يادي پيښي او د دې مراسمو په اړه د جانخيلو ولسوالۍ ولسوال وويل چي په ياده پېښه کي اووه تنه ملکي کسان او اووه ويشت تنه نور ژوبل سوي چي نن د هغو کورنيو سره چي په دې بريد کي زيان مني سوي د بهرنيو ځواکونو له لوري پسونه ، نقدي پيسې او يو څه اندازه خوراکي توکي ورکړل سول خو د هغو کسانو څخه چي په ياد بريد کي يا خو خپله ژوبل سوي او يا يې د کورنۍ غړي د تل لپاره ورڅخه بېل سوي يو تن حاجي عارف خان چي يو ورور يې وژل سوي او يو بل يې نيم ځانى دئ وايي چي بېله کومي ګناه يې د کورنۍ غړي ژوبل سوي او يا وژل سوي او که څه هم د هغو په بدله کي دوى ته د ټول افغانستان شتمي او پيسې ورکړل سي په وينا يې چي نوموړي ته هيڅ اعتبار نه لري ځکه چي دوى نه سي کولاى خپل د لاسه ورکړي د کورنۍ غړي په راوګرځوي . او يو بل تن هم چي د کورنۍ غړي يې د لاسه ورکړي وويل چي که د امريکا ټوله ډالر دوى ته ورکړل سي نوموړي ته د يوې خاشې اعتبار هم نه لري ځکه هغه څه چي د دوى څخه اخستل سوي نه بيه لري او نه يې پر ځاى کوم بل څيز درېداى سي څه موده وړاندي هم د پکتيا مرکز سره اړونده ګردېز کي په يوه سيمه کي د بهرنيانو ځانګړو ځواکونو يا سپېشل فورس له لوري په يوه کور کي د دريو ښځو په ګډون پنځه تنه وژل سوي ول چي وروسته بيا د بهرنيانو له لوري ورڅخه بخښنه وغوښتنه وغوښتل سوه .
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي بهرنيان بې ګناه ملکي کسان وژني بلکي په لسګونه ځل همداسي سوي چي کله يې د خوښۍ پر مراسمو ، کله يې پر کورنو ، کله يې پر لاري باندي پر روانو موټرانو او کله کله پر افغاني ځواکونو بمباري او يا مخامخ ډزي کړي او ډېر کسان يې وژلي او ژوبل کړي دي .