کور / تازه خبرونه / کندهار : دوې چاودني سوي

کندهار : دوې چاودني سوي

د کندهار ښار په دريمه حوزه کي د ده خواجې د مانده سره دوې د ماين چاودني سوي د کندهار ښار د امنيت آمر فضل احمد شېرزاد ياده پېښه تائيدوي او وايي چي لوموړۍ چاودني کوم تلفات نه لرله او دوهمه چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله پوليسو په خلکو کي تلاښي کوله او دوه پوليس يې ژوبل کړي . خو د پيښي د ځاى څخه يو پوليس وايي چي دويمه چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله پوليسو په خلکو کي تلاښي کوله نوموړي وايي چي چاودنه د سړک د غاړي په يوه ښخ کړل سوي ماين په وسيله رامنځ ته سوه چي شپږو کسانو ته يې مرګ ژوبله واوړله چي درې کسان مړه او درې نور ژوبل سوي چي په مړو کسانو کي دوه تنه پوليس او يو تن ملکي وګړى دئ او په ژوبلو کسانو کي دوه پوليس او يو ښځه ده .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي.