کور / تازه خبرونه / تر ۲۰۱۴ کال پورې به ټول واک افغان ځواکونو ته وسپارل شي

تر ۲۰۱۴ کال پورې به ټول واک افغان ځواکونو ته وسپارل شي

یوې بر تانوي ورځپاڼې لیکلي دي چې د سه شنبې په ورځ د کابل په کیدونکي کنفرانس کې کیدای شي دا اعلان وشي چې تر ۲۰۱۴ میلادي کې به ټول واک افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي .
انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي په ۲۰ د جولای کیدونکي کنفرانس په مشترکه اعلامیه کې نړیوال د سیکورټي متعلق ځایی انتظامیې ته د مرحله واروتلو لایحه وړاندې کړي چې په دې لایحې په عملي کولو باندې به په همدې کال کې شروع وشي ددې لایحې په مطابق تر ۲۰۱۴ زیږدي پورې به د افغانستان د ټولو ولایتونو واک افغان ځواکونه په غاړه اخلي او خپله به فوځی عملیات کوي .
په دې کانفرانس کې د امریکې وزیر خارجه میرمن هیلری کلنټن سره سره د ۶۰ نه د زیاتو ملکونو خارجه وزیران برخه اخلي د کنفرانس مقصد له څو لسیزو جنګ او تباهي د بیا رغونې په پروسه باندې غور کول دي افغان ولسمشر حامد کرزی او د ملګرو ملتونو سر منشي بان کی مون ددې کنفرانس مشري کوي .