نامعلومو وسلوالو يو تن افسر وواژه د کندهار ښار په زړه لومړۍ ناحيه کي تيره ورځ نامعلومو وسلولو يو تن افسر په ډزو وواژه د کندهار ښار امنيتي چارواکي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړي افسر پر موټر سيکل د کوم شخصي کار په موخه دلته تللى ؤ چي د نامعلومو وسلوالو تر بريد لاندي راغى او ووژل سو . نوموړي وژنه په داسي حال کي رامنځ ته کېږي چي په ياده سيمه کي څو ورځي مخکي هم يو تن د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل سو.
د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي .