کور / تازه خبرونه / کندوز: د طالب قومندان د وژلو ادعا وسوه

کندوز: د طالب قومندان د وژلو ادعا وسوه

افغان حکومت په يوه خبر پاڼه کي د طالبانو د يوه ځايي قومندان د وژلو ادعا کړې ده.
خبر پاڼه وايي د قاري لطيف په نوم دغه قومندان چي د ځانمرګو حملې به يې پلانولې، پر افغان او بهرنيو ځواکونو به يې بريدونه کوله، د جمعې په ورځ د ايتلافي ځواکونو په هوايي حمله کي وژل سوئ دئ.
دا په داسي حال کي ده چي ناټو او افغان حکومت پرون په فراه کي هم د ملا اخترمحمد په نوم د يوه طالب قومندان د وژلو ادعا کړې وه.