د خوست ولايت په موسى خيلو ولسوالۍ کي تېره ورځ ماښام پر يوه کور توغندويي بريد سوى . د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزى ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړى بريد د طالبانو له لوري ترسره سوى چي د يوه کور شپږ تنه اوسېدونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې نوموړى وايي چي په يادو کسانو کي يوه ښځه او يو تن ماشوم وژل سوي او څلور تنه نور چي يوه يې ښځه او درې تنه نور ماشومان دي ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه