د پاکستان پخوانى بيټسمن يا توپ وهونکى راشد لطيف د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي روزونکى ټاکل سوئ دئ.
د ټايمز آف انډيا ورځپاڼه وايي ښاغلى راشد لطيف به له پخواني روزونکي کبيرخان سره تر څنګ د افغان ملي لوبډلي د روزني چاري پر مخ بيايي.
راشد لطيف چي په خپله هم د پاکستان له ډېرو تکړه توپ وهونکو څخه دئ، هيله ده چي په روزنه سره يې د افغان لوبغاړو د توپ وهلو ستونزه هواره سي.
تر دې دمخه ملي لوبډلي يوازي يو روزونکى کبير خان درلودئ، چي په بالينګ کي يې افغان لوبغاړي پر نړۍ وال ډګر وځلول.
راشد لطيف د پاکستان د ملي لوبډلي کپتان هم پاته سوئ دئ، د پاکستان له لوبډلي سره يې په ٣٧ ټيسټ او ١٦٦ يوه ورځنۍ لوبو کي يې ګډون کړئ دئ.
نوموړى يو څه وخت د پاکستان د ملي لوبډلي د ويکيټ ساتونکي کوچ يا روزونکي په حيث هم دنده ترسره کړې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه