افغان حکومت او ايتلافي ځواکونه په فراه ولايت کي د يوه ځايي طالب قومندان د وژلو خبر ورکوي.
ايتلافي ځواکونه وايي دغه قومندان ملا اخترمحمد نومېدئ چي له اېران څخه به يې افغانستان ته بهرني طالبان د دوى سره د جنګ دپاره را اړول.
خبر پاڼه وايي ملا اختر له څو نورو ملګرو سره د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالي کي د افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کي ووژل سو.
طالبانو لا تر اوسه د خپل دې قومندان د مړيني خبر نه دئ تايېد کړئ.