د سفر پيل:
پرون سهار اووه بجې كابل هوايي ډګر د سفارت ترمينل ته لاړم او له هغه ځايه هرات، بيا له هراته فراه ته راغلم. په الوتكه كې وېرېدم. ډېرى وخت له كابل هرات ته الوتنه يو ساعت او يا هم يو ساعت او ۱۵ دقيقې وخت نيسي، خو پرون الوتكې يو ساعت او ۴۵ دقيقې وخت ونيو. سفر اوږد شو او د سفر له اوږدېدا سره اندېښنې ډېرې. په هرات هوايي ډګر کې پېلوټ وويل چې تر فراه پورې به الوتنه پېنځه وېشت دقيقې وخت ونيسې، خو دا پېنځه وېشت هم پر څلوېښت واوښتې، يار دا په څه مصيبت اوښتي يوو.
ولايتونه ته د سفر په اړه يادښتونه
استاد غضنفر به راته ويلې چې ولايتونه ته خو سفرونه كوې، د دې سفرونو په اړه يادښتونه وليكه، د سيمې په اړه رپوټ وليكه. هغه وخت چې استاد غضنفر راته دغه خبرې كولې، زما هم ذهن تخنېده چې د سفر په ترځ كې يو څه وليكم، خو چې بيا په سفر واوړم، نو فکر مې بيخي سره ګډ وډ شي او د ليكلو متره را په كې نه وي. دا ځل بيا هغسې نه وه، لږ دې ته چمتو وم چې څو کرښې وکاږم. ګوره چې څومره بريالی کېږم.
د ليکلو هڅه:
ويل مې چې د باندې وګرځم، ځينو ځايونه لاړم شم، ولسواليو ته لاړ شم او له خلکو سره وګورم. نه د سفر ملګری دولت وزيری او نه هم په فراه کې ملګرو دې ته زړه ښه کاوه چې د باندې ولسواليو ته لاړ شو.
په فراه کې به مې چې له ملګريو د څه شي په اړه وپوښتل، نو ځان به يې غلی کاوه، نه پوهېږم معلومات ورسره نه وه، که هسې يې ځان تېر اېسته چې ياره موږ په څه غم کې يوو او ته څه کوې.
نه وشوه، ويل مې راځه له هغو سره وګورم چې ولسي جرګې ته يې نومونه ليکلې او انتخاباتي منډې ترړې کوې. فراه ته د رسېدو په ورځ مو مازيګر مهال مو خليل الرحمن ته وويل چې موږ غواړو له هغو سره وګورو چې ځانونه يې ولسي جرګې ته نومولي دي. ده راته د څو کسانو نومونه واخېستل او بيا يې د يوې ښځينې کانديدې سره د کتنې وړانديز وکړ. ورسره مو ومنله او د کانديدې کاله ته ورغلو.
له اغلې سره مو چې خبرې پيل کړې، ژورې خبرې يې نه کولې، معلومات يې دقيق نه وو. ما ملګرو ته کړل: د ولايت له حالاتو هډو خبره نه ده. ما وې لكه چې نه شوه، بس د ټاكنو په چارو كې بوخته وه او نور هر څه يې له ياده ايستلي وو.
په دوه زره او پېنځم کال کې مو د پاکستان فرعي او د بنګله دېش فرعي انتخابات څارل، هلته بيا ځينې کانديدان بلا خلک وو، په خبرو کې تېز وو، معلومات يې ژور او دقيق وو. که به دوی د يو څه په اړه معلومات درلودل، نورو ورسره ملګری به يې رادمخه کړ، هغه به بيا معلومات راکول. په دې ډول به يې داسې څرګندوله چې د انتخاباتي منډو تړو اشخاص ډېر معلومات لري او غواړي د هر څه په اړه معلومات تر لاسه كړي. خو دلته بيا هغسې نه وو، نه يوازې دا چې د ولايت د اوسېدونكيو په اړه يې معلومات نه درلودل، بلكې د خپلو انتخاباتي چارو په اړه هم نه پوهېده. ګوره چې له دې حالته به څه جوړ شي.
***
۱ جولای ۲۰۱۰
راتلونکی او يوه وېره
په نشه يي توکيو روږدي ځوانان:
د ځوانانو او د هغوی د ټولنو او چارو په اړه مې پوښتنه وکړه. له ۱۳۸۱ کال وروسته په فراه کې د ځوانانو ټولنې او فرهنګي چارې ګړندې وې، ځوانان فعال و. د فراه د ځوانانو د يوه فعال او خوځنده غړي پوښتنه مې وکړه: ملګرو راته کړل:
هغه بېچاره ګی خو په نشه اخته شوی.
– څه، څه؟ په نشه اخته شوی!؟
هو، په نشه اخته شوی، اوس د ځوانو، فرهنګي، او اصلاحي چارو سره مينه نه لري.
څه وايې، داسې به نه وي.
همداسې ده، ډېر ځوانان په نشو اخته شوي دی.
له دې ځوان سره کتلی شو.
کوښښ به وکړو، کاله ته به يې ورشو.
په پوښتنه پوښتنه مو د ده کور پيدا کړ او ورغلو، دروازه مو ټک ټک کړه، د دروازې له شا ښځې غږ: کيست؟
زه، ځوان په کور کې شته.
هو،
له لس دقيقې انتظار وروسته ځوان راووتو، پاکې جامې يې اغوستې وې، پېکی يې اړولی و، روغبړ يې وکړ، موږ يې په ځای رانه وړو، ځانونه مو معرفي کړل. ويې ويل:
خوشاله شوم، پخير راغي.
مننه، ليدو ته دې راغلو، بيا به غورې کوو.
له ولاړو مو لږ مجلس سره وکړ، له ځوان رنګ الوتی و، تورچک- ژېړ رنګ يې اخېستی و، له خبرو ستړی معلومېده. په دې حالت مو نه شو ليدلی، نو ترې رخصت شو.
ملګرو ويل که د کاله له مشرانو سره يې خبرې وکړو او بيا يې د درملنې لپاره کار پيل کړو، دا به د ثواب کار وي. بس همداسې مو کړل. ملګرو ته مو دنده وسپارله چې دغه کار پر مخ بوځي.
دغه ځوان به په كنفرانسونو كې ګډون كاوه او د فراه د ځوانانو استازيتوب به يې كاوه چې اوس په نشه اخته شوی، دا يو ځوان او يوه نمونه وه، په فراه کې په نشه د روږديو ځوانانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او غم یې نه کېږي.
د فراه فريدون كلا
په فراه ښار كې يوه كلا ده چې فريدون كلا يې بولي، دغې كلا ته زوړ ښار هم وايي. د اوسني ښار سره جوخته شمال لوري او زموږ د اوسېدو ځاى شمال ختيز لوري ته پرته ده. دا نو كلا نه ده، بس سم ښار دى، نو ځكه زوړ ښا ورته وايي. د كلا – ښار – ټولې ابادۍ ورانې ويجاړې شوي دي، يوازې سوېل لوېديز لوري ته دوه درې خونې لږ ابادې ښكاري، داسې څرګندېږي چې دغه خونې نيمه پېړۍ مخكې جوړ شوي دي او اوس دغه خونې هم د ويجاړۍ په حالت كې دي.
حاجي عماد الدين شيواني وايي چې د كلا په سوېل لوري كې اباد شوې خونې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په وخت كې ابادې شوې دي. ده زياته كړه: اعليحضرت به دلته راتله، په دې كې به اوسېده. د كلا سره جوخت يو كوچنى بڼ دى، حاجي شيواني وايي چې پاچا به دلته له دغه باغه خوند او كيف اخېست.
ما چې دغه باغ ته کتل او بيا مې د حاجي شيواني په ژبه له ددغه كوچني بڼ څخه د پاچا د خوند او كيف خبرې اورېدې، نو وېل مې که د نړۍ له پاچاهانو خبر شي او د هغوى له باغونو او شتو نو بيا به د هغه خوند او كيف ته څه وايي.
فريدون کلا پخوانۍ کيسې او د تېر شان و برم د سړي ذهن ته راولي. د فردوسي طوسي شاهانامه چې د فريدون په اړه کيسې کوې او د همدې شاهنامې د اسطورو پر بنسټ هغوی بيا فريدون خپل سړی ګڼي، چې له ضحاک سره يې جګړه کړې. د شاهنامو د اسطورو پر بنست دوی ضحاک افغان ګڼي او وايي چې ظالم و، په دوو اوږو يې ماران را شنه شوي وو او د دغو دوو مارانو خوراک به د ځوانانو ماغزه وو. ضحاک به هره ورځ دوه ځوانان وژل او ماغزه به يې دغو دوو مارانو ته ورکول. د فريدون پلار يې همدغو مارانو د خوړو لپاره وژلي وو.
د فريدون او ضحاک اسطوره اوږده ده، خو د شواهدو او اسنادو داسې ښکارې چې دغه اسطوره له واقعيتونه او رښتياوو لرې ده، هم د شاهنامې ليکوال او بيا وروسته نورو د فريدون او ضحاک کيسې تحريف کړې دې او ګوتې يې په کې وهلې دي. ځکه د ضحاک کلا په باميان کې ده او د همدغې کلا ورانۍ او نښې اوس هم له ورايه څرګندېږي. بل اړخ ته د شاهنامې اسطوره په فراه کې کک کُهزاد (کوهزاد) خبرې کوي چې له فريدون کلا يې واټن دومره لرې نه دی. زه به کک کوهزاد کلا ته هم لاړ شم او هغه به نژدې وګورو.
زه دوه ځله فريدون كلا ته تللى يم، يو ځل په ۱۳۸۴ لمريز كال كې همدا د ګرمۍ په موسم كې او بيا همدا اوس له ملګرو سره كلا ته لاړم.
د فريدون كلا د تاريخ په اړه چې له چا پوښتې نو څه ورته معلوم نه دي. ځينې بيا وايي چې دغه كلا له ميلاد مخكې جوړه شوې چې تاريخ يې درې زره كالو ته رسېږي. له كلا اوس د خاور غونډۍ جوړه شوې چې شخوا ړنګ ويجاړ دېوالونه او برجونه يې ښكاري، د كلا منځ هم هسك او ټيت ډګر دى.
د کلا کلا سوېل ته چې کانال تېر شوی، دغه کانال اوس وچ دی اوبه نه پکې بهېږي، کانال د ښار اړخ دېوال په ډبرو پوخ شوی دی او بل اړخ خامې خاورې دي.
موږ په کلا کې ونه ګرځېدو، څو نور کسان هم نندارې ته راغلی، په همدې کونج کې ولاړ وو چې موږ په اړولي وو.
***
۲ جولای ۲۰۱۰
د نندارو هيله
ناغېړه ملګرى
دا ډېر وخت كېږي چې زه او دولت وزيري ګډ سفرونه كوو. دى عجيبه سړى دى. تېره اوونۍ چې كله فراه ته راغلو. نو په كوټه كې يې بندي كړی يم. بس بره دفتر ته خيژه، له ملګرو سره كار كوه، راكوزېږه او ويدېږي، د ده خپله خبره خوره څښه حساب مه منه.
دولت وزيري نو د شپې او ورځې ويدي وي، د شپې هم خوب د ورځې هم، زه ورته وايم ځه لاړ شوو، بالا بولوك ته، پشت رود ده، اناردرې ته، لاش و جوين ته، خو دى يې نه مني، وايي په سر دې داغ ايښي چې هلته ځې. څوك به ضرر راورسوي.
ما ورته ويل: ورته به ووايو چې وژنى مو مه، درسره ځو، په خپله خوښه درسره ځو.
نو تا څوك څه كوي چې د كار نه يې، بس د ډوډۍ خوړلو لپاره دې بوځي.
نو څه كار راسره لري، چې نه مو بيايي نه مو دې بيايي.
هلته دې بېولو مېولو ته نه پرېږدي، بس كونتره كوي دې.
مړه بيا به ذبيح الله مجاهد ته ايميل ولېږو چې موږ يې دا دي نيولي يوو، ورته به ووايو چې ايله مو كړي.
داسې خوشاله يې، ته به ايمېل ته لاسرسی ولرې!؟ ته به هغه وخت په څاه کې پروت يې.
د ايمېل غوښتنه به ترې وکړو.
دماغ دې خراب شوي دی.
ولې؟
ياره دا هم شل ګروپونه دي، تر څو چې ذبيح الله مجاهد درباندې خبرېږي، بس حساب به يې دې خلاص كړى وي.
نه ياره داسې ناځواني به نه كوي، مېلمانه يو، څه به نه وايي.
نه، پته نه لګي، په غلو به واړو،
غله به هم ناځواني نه كوي، اخر غله هم مسلمانان دي.
يره عجيبه خبرې كوې، چې مسلمانان واى نو داسې كارونه يې كول.
په خبرو كې يې بند كړم، اوس نو راشه څه ورته وايې، ورته مې كړل، نه پوهېږي چې څنګه او په څه كچه مسلمانان دي، خو وايي چې مسلمانان يوو.
مسلمان خو هغه وي چې چا ته يې د ژبې او لاس ضرر نه رسېږي.
كه داسې وي، نو بيا مې د ډېرى په مسلمانۍ شك شو، ته دا وګوره چې دغو ټوپكسالارانو د هزاره قوم په نامه څه نارې سورې جوړې كړي دي، هغه نور بيا افغان او افغانستان نه مني. عجيبه مخلوق دی.
دغه خو غله دي، او غلا داسې کوي چې څوک نه پرې پوهېږي، عصري غلا او قتل کوي.
دا دی ته يې خپله هم تاييدوې.
يو چېرته به لاړ شوو، زړه مې کوټه کې تنګ دی.
سمه ده، خو لرې چېرې به نه ځو.
په زړه کې مې ګوړې ماتولې چې ځه د نندارو هيلې به مې هم ترسره شي، چې يو ځل ووځو، بيا مې نه شي را ايسارولی.
د فراه كافر كلا
فراه ښكلې سيمه ده. زه يو ځل پخوا هم دلته راغلى وم، خو اووه كاله مخكې، د لږو ورځو لپاره په كې تم شوى وم او بيا د فراه د لاش و جوين له لارې د نيمروز ولايت مركز زرنج ښار ته لاړم. زرنج ښار ته چې تلم، نو د فراه ښار لمر پرېواته لوري ته مو حركت وكړ او همداسې مخامخ لاړم. په دښتو مخ شوم، عجيبه سفر و، وچه دښته وه، نه ونه وه نه كور نه بانډه، بس روان وو، روان وو او پسې روان وو زرنج ښار ساعت په ساعت پسې لرې كېده، ايله مازيګر مهال زرنج ښار ته ورسېدم.
په لارو زړې کلاګانې ښکارېدې، لويې کلاګانې، نه سورلۍ ته د هغو کلاګانو په اړه معلومات وو او نه هم موټر چلوونکي ده. يوازې دومره به يې ويل چې هغه ډېرې پخوانې کلاګلانې دي، عمر يې زرګونو کلونو ته رسېږي. زما هغه وخت هم علاقه وه چې کلاګانې له نژدې وګورو، خو موټر چلوونکي او سورلې زړه نه شو ښه کولی، ويل يې هلته پېريان دی. او کله کله هلته غلو هم اړولي وي.
مازيګر پاو کم پېنځه بجې وې، ګرمي و او لمر لا توند لګېده. په بوتلونو کې مو يخې اوبه راسره واخېستې او موټر د ښار ختيز لوري ته حرکت وکړ او له ملګرو سره كافر كلا ته لاړم، چې تلو نو حاجي عبدالغني، حاجي عماد الدين شيواني، سهار، خليل الرحمن، شيرمحمد كندهارى، دولت خان وزيري، عبدالبصير، محمد سخي سره ملګري شوو.
كافركلاګانې په نورو سيمو کې هم شته. د وردګو ولايت د جلګې په سيمه کې يو کلا ده چې کافر کلا ورته وايې. د جلګې په سيمې کې څو کلاګانې دې چې هرې يوې ته کافر کلا وايې او د ډبرينو خونډيو له پاسه جوړې شوې دی.
په فراه ولايت كې كافر كلا كابو د فراه ښار سوېل لوېديز ته پرته ده. په عجيبه ځاى كې جوړه شوې ده. د يوې لويې لوړې ډبرينه غونډۍ پر سر جوړه شوې، غونډې نه وه بس غر و. غره سره ته خو لاره نه وه چې موږ ورختلي واى، خو د غونډۍ تر نيمايي په درې دمو وختلو. حاجي عبدالغني چې په غونډۍ لږ وخاته، نو ستړى شو او هلته يې واړول او موږ ته يې ويل تاسې ورځي زه دلته دمه کېږم.
كلا په دريو برخو كې جوړه شوې وه. يوه برخه يې د كلي په شان ګڼه وه، كوټې د كورونو په ډول په كې ښكارېدې. حاجي عماد الدين شيواني ويل: دلته د دې سيمې پاچا اوسېده، دا يوه برخه يې د لور لپاره وه، هلته يې لور اوسېده په هغه لوړ ځاى كې خپله پاچا اوسېده او بيا سوېل لوري ته په دې ګڼه سيمه كې نور رعيت.
غونډۍ ته چې لوړ ختلو، نو دويمه دمه مو له څاه سره وكړه. دا نو عجيبه څاه و، په وچه کلکه ډبره کې کيندل شوی، په لومړي سره کې يې خوله لويه جوړه شوې چې بيا په پخو خښتو بېرته ګرده جوړه شوې وه، څاه ډېر ژور و. ملګرو وركتل خو زه وېرېدم چې هسې نه دكوم يوه پښه و نه ښوېېږي او څاه ته ور و نه لوېږي، خو هر يوه احتياط كاوه.
دغه کلا د کک کهوزاد په نامه يادېږي. د فردوسی طوسي شاهنامه د کک کهوزاد په اړه هم اسطورې نقل کړل دې او وايي چې دی افغان خو، ډېر قوي او پياوړی، په اوبو کې نهنګ ترې ډارېده، په هوا کې باز او د ده په سر يې الوت نه شوی کولی، په ځنګله کې زمری ترې ډارېده. د کک کهوزاد لوی لښکر و، د لښکر سپاهيان يې پښتانه او بلوڅان وو. همدا ډول اسطوره د کک کهوزاد په اړه وايي چې دی يو ظالم واکمن و، لښکرو به يې غلا يې کوله، د خلکو کورونه او کاروانونه به يې لوټل. بيا د زال زوی رستم چې نوی ځوان شوی و، د کک کهوزاد مقابلې ته راوواته او جګړه يې ورسره وکړه، چې په پاې کې يې کک کهوزاد مړ کړ. د رستم مرستې ته د پلار زال هم وراغلی و.
د فردوسي شاهنامه رستم اوسني ايران ته منسوبوي او وايي چې له غرب څخه شرق ته لاړ او هلته يې د افغان واکمن کک کهوزاد سره جګړه وکړه او د هغه له ظلم څخه يې خلک خلاص کړل.
دغه اسطوره هم هسې له خېټې جوړه شوې ښکاري، نښو او علايمو ته چې ګورو، نو د رستم تخت د سمنګان ولايت د ايبک ښار په لوېديز کې دی. نه پوهېږم چې په ايران کې به هم دغسې تخت وي که نه، يا به دغسې تخت مصنوعي جوړ شوي وي يا به يو ځای ورته منسوب شوی که څنګه.
په هر حال، موږ په کک کهوزاد کلا کې و، چې له څا څخه لږ بره لاړو بيا ستړي شو، دمه مو وكړه او غوښتل مو چې له دې دمې وروسته نور هم مخ په لوړ لاړ شو، خو په چا كې دا سيك او متره نه وه چې نور هم پسې لوړ وخيژي، يو خو د ختلو لاره نه وه او بل ډبرې ستوغي او ګرمې وې.
څو ګامه لاندې راكوز شو، او بيا د كلا – ښار هغې برخې ته لاړو چې ويل كېدل هغه د پاچا د لور لپاره ځانګړى شوى و. دوه دمې مو وكړې او دغه ځاى ته ورسېدو. بر كنډو و او پر كنډو لوړ دېوالونه وهل شوي وو. له دېواله مو چې ها لوري وكتل نو ځاى روېنده يغ كوز و. لاندې ډېر ټيټ ښكارېده او سترګو تور خواړه. دلته باد هم لګېده. خليل الرحمن بر د كنډو پر دېواله كېناست، ملګرو ورته ويل چې لاندې و نه لوېږي، خو ده نه منله. په شېبه کې يې يو هوى وكړ، زموږ زړونه وتښتېدل چې خداى مه كړه لاندې شېوه شو، خو نه داسې نه وه، خولۍ ترې باد يوړه. ده پيك لرونكي خولۍ پر سر كوله چې له سترګو يې لمر ونيسي. كندهاى هم راغى، دى نو بيا ښه زړور ورنژدې شو، ملګري پرې وډار شول، چې په نابلدۍ كې لاندې لړه نه شي.
د كلا شمال ختيز لوري ته څو برجونه جوړ ښكارېدل، په داسې لوړ ستوغ ځاى دغه ډول دروند كار كول د سړي ذهن ته د پخوانيو انسانانو هوډ ښيي. د مصر اهرامونه مې ذهن ته ودرېدل، هغه د يونيسكو د كلتوري ميراثونو په لېست كې شامل شوی دي. موږ ته د پخوانيو انسانانو هوډ راښيي، داسې هوډ چې اوس له تصوره لوړ دى.
د فردوسي شاهنامه د کک کهوزاد کلا او دی پخپله له دې اړخه نه ګوري، هغه بيا له بل اړخه خبرې کوي، هغه د رستم اتل ولي او د کک کهوزاد او د افغانانو او بلوڅانو په اړه خبرې کوي او وايي چې ظالمان او سخت زړي وو.
د كلا شمال لوري ته له غره پناه هلته اوس د افغانستان ملي پوځ يوه لېوا جوړه كړې. دغه لېوا په اوار ډګر لوى ميدان كې جوړه شوې ده، هره لوري ته يې كابو پېنځه برجونه درلودل، دغه برجونو له لرګي جوړ شوي او يو له بله پوره واټن لري.
كافر كلا اوس د ړنګېدو په حالت كې ده، اوسني حکومت ته په کار ده چې دغه کلا بيا ورغوي او د يونيسكو د كلتوري ميراثونو په لېست كې يې شامله كړي.
خلک وايې چې د كلا د تاريخ په اړه ويل كېږي چې له ميلاد مخكې جوړه شوې ده. په كلا كې د شوي كار څخه ښكارېده چې لرغوني دي او ډېر وخت پرې تېر شوى دى. له همدې هم ښکارې چې د فردوسي طوسي شاهنامه د تامل وړ ده.
دغه مسايل او دې ته ورته نور تاريخې او جغرافيايې هغه يې د افغانانو ژورې او دقيقې څېړنې او تحقيق ته اړتيا لري. هغه که د مصحلينو د مونوګراف په کچه وي، که د علومو اکاډمۍ د تحقيقاتي پروژو او کارونو په کچه، په هره سطحه چې وي، پرتلې، تحقيق او څېړنې ته اړتيا لري. او د دې تر څنګ د تاريخي ځايونو د رغونې او د يونيسکو د کلتوري او طبيعي ميراثونو په لېست کې د هغوی د شاملولو لپاره بايد جدي کارونه وشي.
***
۳ جولای ۲۰۱۰
دنيا په اميد خوړه شي
فرهنګي كلتوري كارونه او منډې ترړې
اووه كاله مخكې مو د افغانستان د ډله ييزو رسنيزو په اړه يو كتاب ليكه. دغه كتاب اوو كسانو په ګډه ليكه. زه، رحمت الله کوثر، عبدالباري صديقي، فريدون الهام، منصور باختر، يحيى نبوي، فهيم اڅکزی بيا وروسته محمد ظاهر سلطاني، غو الدين فروتن او سبحان الله شفق هم راغلل او د كتاب په برخه كې يې مرسته وكړه. كتاب په انګليسي ژبه Media landscape of Afghanistan په نامه خپور شو.
همدې كتاب لپاره د معلوماتو راټولولو په موخه مې فراه، نيمروز، اروزګان، زابل، هلمند او كندهار ته سفرونه وكړل. سفرونه ټول د سړك له لارې وو، نه د غلا وېره وه، نه د جنګياليو او بمونو، بس په بېغمه زړه به مو سفر كاوه.
كتاب د چاپي خپرونو، راډيو، تلوېزيون، تلوېزيوني كېبلونو، كېست او سي ډي پلورنځيو، فرهنګي ټولنو، د ځوانانو ټولنو او نورو اړوندو چارو په اړه معلومات په خپله لمن كې رانغاړل.
زه چې اوه كاله مخكې په همدې موخه فراه ته راغلم، دلته ځوانانو خورې ورې هڅې پيل كړې وې. هغه مهال په فراه كې يوه اوونيزه د روښان په نامه چاپېده چې د امتياز خاوند يې جميل باركزى و او د مسول مديريت چارې يې فريد احساس پر غاړه درلودې. اخبار په منظم ډول چاپېده، ګاونډيو ولايتونو ته يې لېږه او په فراه كې يې وېشه. د ځوانانو ټولنې او دوه درې فرهنګي ټولنې هم وې. خو اوس هغه يوه هم نه شته، له نېكه مرغه اوس نورې ټولنې راټوكېدلې دي او نورې خپرونې لري.
د اوښكې په نامه يوه مياشتنۍ مجله چاپېږي، ما د دې مجلې له مشر عبدالرحمن ژوند سره وكتل، دى رښتيا هم چې ژوندى ځوان دی. لږ شېبه مو د كارونو په اړه بنډار وكړ.
په فراه كې بله جريده د همګان په نامه چاپېږي، د دې جريدې چلوونكي بيا د فراه ولايت ځوانان دي چې ډېرى هغه يې زده كوونكي دي او په زده كړو بوخت دي.
بله جريده د افق په نامه خپرېږي چې د ځوانو نجونو او هلكانو پر مټ يې چارې پر مخ بيول كېږي.
د فراه ولايت د اطلاعات او كلتور رياست هم د سيستان په نامه يوه جريده لري، دغه جريده بيا اوونيزه ده. مسوول مدير يې پى كار دى. ښاغلى پى كار صاحب يو خنده رويه سړى دى. دى چې كله چا ته ځان معرفي كوي نو ورته وايي: ګوره پام دې وي چې زه پيكار نه يم، بلكې پى كار دي بيا يې نو روانه پښتو ژباړه هم ورته وكړي: يعني په كار پسى سړى يم.
عبدالرحمن ژوندى وايي: زموږ لپاره د خوشالۍ خبره دا ده چې د ولايت والي روح الامين له موږ سره مالي مرسته كوي، د فرهنګي كارونو په برخه كې د مالي مرسته د يادولو او ستاينې وړ ده.
په فراه كې د عناب (د ع په زور) ګل كلنۍ مشاعره هم جوړېږي. عناب ته په پښتو مرخاڼۍ وايي. مرخاڼۍ يو ډول مېوه ده چې لا تر اوسه سمه نه ده پخه شوې، وچه هغه يې بيا د دې وړ ده چې خاښونه پرې تاوده شي.
په ټوليز ډول له فراه فرهنګي بهير سره هغسې مرستې نه كېږي لكه څنګه چې ښايي. د نورو ټولنو تر څنګ په فراه ښار كې هېواد ادبي مركې په نامه ټولنه هم شته چې اوښكه مجله د همدوى له خوا چاپېږي. هېواد ادبي مركې پخوا اوونۍ غونډې كولې او اوونۍ مشاعره به يې كوله. اوس له ولسواليو په ځانګړي ډول د نژدې پرتو ولسواليو ځوانان نه ورته راځي او د نا امنۍ څخه ډارېږي، ځكه نو اوس هېواد ادبي مركه اوونيز غونډې نه كوي.
***
۴ جولای ۲۰۱۰
بدلون څومره؟
فراه – اووه كاله وروسته
د ۱۳۸۴ لمريز كال د څړموني وروستۍ ورځې او د اوړي پيل وو چې له كندهار د سړك له لارې فراه ولايت ته لاړم. له كندهاره تر فراه لاره كنډ و كپره وه. د شاهي سړك مزه هم نه وه. يوازې له كندهاره تر ميوند ولسوالۍ پورې سړك سم و، نور نو بيا ځاى سم، ځاى ناسم. سړك له سمنټي تختو جوړ، د موټر ټاير چې له يوې سمنټي تختي څخه بلې هغې ته اوښت نو دربۍ به يې كاوه. بيا چې له فراه رود څخه د فراه په لوري راګرځېدو نو سړك خام و، دوړې پورته كېدې، د موټر ايركېډېشن هم كار نه كاوه، ګرمې وه، د موټر هېندارې پرانېستې وې. دوړې وې داسې دوړې وې چې يو ځاى له موټره كوز شوو چې له د څښاك لپاره يو څه راونيسو، نو چې د موټر په هېنداره كې مې وكتل، ځان راته ناشنا ښكارېده، خړ پړ شوى وم. كه څه هم وربوز مې وهلى و، خو بيا هم دوړې دومره وې چې له پېژندګلوي يې اېستلى وم.
اوس فراه ته د سړك له لارې نه بلكې د الوتكې له لارې راغلى وم، نه مې د كندهار – هرات شاهي سړك وليده چې په څه حالت كې دى او نه مې هم د فراه رود څخه فراه ښار ته راګرځېدلى سړك، خو په فراه كې ملګرو راته ويل چې سړك اوس ښه دى، له فراه ښاره تر شاهي سړك پورې سړك پوخ شوى.
فراه ښار له اووه كاله مخكې څخه لږ تغير كړى، ښار لږ لوى شوى، د ښار د منځ دوه درې نور سړكونه پاخه شوي دي، خو د سړك پخوالى يې معيارى نه دى، داسې ښكاري چې قراردادي د سړك په پخوالي كې بي ايماني كړې ده. اوس سړك موړه موړه راوتلى دى او موټر په کې دربېږي.
په فراه ښار کې ډېر کار د طالبانو د واکمنې پر مهال شوی دی. د هغه وخت د فراه والي اوس هم د خلکو په خلو کې دی او ښه يې يادوي. ډ ښار د منځ عمومي واټ همغه وخت پوخ شوی، داسې چې د اوسني هغه سره يې ډېر توپير دی. اوسنی دغه چې لا کال نه دي پرې وتلی موړه موړه شوی او هغه پخواني چې د طالبانو پر وخت جوړ شوی رک روغ دی.
د اووه كاله مخكې په پرتله ښار دومره نه دی پراخ شوی او نه دي اباد شوی، خو بيا هم ځای ځای نوې ودانۍ په كې جوړې شوي دي. سوېل ختيز لوري ته هوايي ډګر ته په لاره يوه برابره لويه عيدګاه هم جوړه شوې ده، د عيدګاه په څلورو خواوو كې منارونه پورته شوي دي، د قبلې لوري دوه منارونه يې بشپړ دي او دوه نور يې هغسې لا نيمګړي پاتې دي. عيدګاه لا سرپټې نه ده يعني كومه برخه يې چت نه لري، بلكې له يوې سيمې يې كټاره راګرځولې او دروازې يې ورته ايښي دي.
د ولايتي شورا وكيل حاجي عبدالغني وايي چې اوس فراه ښار ډېر اباد شوى دى، ده وويل: كله چې د ډاكتر نجيب حكومت سقوط وكړ او مجاهدين فراه ښار ته ننوتل، نو موږ له ايرانه فراه ښا ته ننوتلو. ده ويل: له موږ سره د ايران د سپاه پاسدار او نور ايراني پوځيان وو، نو كله چې فراه ښار ته ننوتلو، ايراني پوځيانو راته ويلي چې د دغه سپېره ښار لپاره تاسې جګړه كوله، دلته خو هېڅ نه شته، نه كومه ودانۍ نه كوم شنه ساحه، نه بازار، نه ماركېټ.
حاجي عبدالغني غني زياته كړه: اوس خو فراه ډېر انكشاف كړى دى، ډېره ابادې رامنځته شوې ده. خو حاجي عماد الدين شيوانى بيا وايي: نه، ابادي نه ده شوې، افغانستان ته د راغليو پيسو په پرتله، د اوسنۍ ټكنالوژۍ او پرمختګ په پرتله، د اوسنيو سهولتونو په پرتله په فراه كې هېڅ ابادي نه ده شوې، هېڅ پرمختګ نه دى شوى، ډېر وخت وتلى، په افغانستان كې د نوې ادارې لس كاله تېر شوي دي، په لس كالونو كې دلته بايد لويې لويې پروژې تطبيق شوې واى، له هغو بايد اوس د فراه اوسېدونكيو او ټولو افغانانو ته ګټه رسېدلى، خو متاسفانه چې دا كار نه دى شوي.
حاجي عمادي الدين اخونزاده زياته كړه: دا خبرې په دې معني نه دي چې ګنې موږ د خداى جل جالله ناشكري كوو، بلكې موږ د الله جل جلاله شكر ادا كوو، خو زارۍ او دعا هم كوو چې الله دې پر موږ ورحمېږي، الله جل جلاله دې هدايت راته وكړې چې وطن ته امن راشي او دغه فساد او د حکومتی او ناحکومتي مشرانو د سپين سترګۍ غلاوې وركې شي.
د فراه ښار كې د پخوا په پرته ګڼه ګوڼه ده، خوراكي توكي، سبزۍ او مېوې هم په كې پيدا كېږي. د ښار په واټونو كې د تېر كال د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ د ټاكنو ځينې پوسټر لا ترسترګو كېدل، خو د راتلونكي سنبلې په مياشت كې چې د ولسي جرګې ته د ټاكنو د منډو ترړو څرګ په بازار كې نه لګي.
په فراه ښار كې د برېښنا ستنې او مزي او غزل شوي دي، دا د نړيوالو مرستو څخه يوه هغه ده چې څرك يې لګېږي، خو لا تر اوسه د فراه ښار اوسېدونكيو ته برېښنا نه وركوي، معلومه نه ده چې څه وخت به برېښنا وركړي. خلك اوس د شخصي جنرېټرونو څخه ګته اخلي.
اوس د هرې كوڅې خلكو ته يا د څو كوڅو خلكو يو شخصي كس د خپل جنرېټر څخه برېښنا وركوي او يو كيلو واټ برېښنا ورته په پنځوس افغانۍ حسابوي. دولتي مامورينو ته چې معاش يې دوه زره يا درې زره افغانۍ وي د دغه ډول قيمتي برېښنا بېل وركول ډېر ګران تمامېږي. يعني برېښنا نه شته او ځينې چې وس لري هغوى جنرېټر كاروي، موسم ډېر ګرم دى، خو خلك د غريبۍ نه پكۍ هم نه لري، كه پكۍ اخلي نو برېښنا نه شته.
الله دې د ټولو سوب وكړي.
پاغ پل
له فراه ښاره چې لوېديدېز لوري ته روان شې، نو داسې ښكاري چې ښار همداسې پسې غزېدلى دى. موږ چې لږ مزل وكړ، په موټر كې له ناستو كسانو مې وپوښتل چې دا سيمه په څه نامه يادېږي او په كومه ولسوالۍ په اړه لري؟ راته كړه يې: دغه په فراه ښار په اړه لري، په ولسوالۍ پورې مربوطه نه ده. بيا مې چې وپوښتل د فراه ښار كومه ناحيه ده نو راته ويې ويل: په ناحيه پورې اړه نه لري. نو په خندا مې ورغبره كړه، چې نه په ښاري ناحيه پورې اړه نه په ولسوالۍ پورې نو بيا دا څه ډول ځاى دى.
کندهاري او حاجي عبدالغني په لاره انګور او هندوانې او د يخ واخېستل چې په باغ پل کې د ونو سيورې ته کېنو او ويې خورو.
ښه وړاندې چې لاړو، نو رود او شنې اوبه وې، د راده تر غاړې شنې ونې. رود بهېده، اوبه يې ډېرې وې، خو لږ وړاندې بيا همدغه او همدغه شنې اوبه به شګو کې ننوتلې او ورکېدې.
دغه فراه رود دی چې د فراه ښار تر څنګ تېرېږي، او بيا په شګو کې جذبېږي، خو لا تر اوسه فراه ښاريان د اوبو د نشتوالي له امله نارې سورې وهي او څوک يې غم نه کوي.
ما چې په دې څو ورځو کې له چا سره کتلي هغوی په ولسي جرګه کې له خپلو وکيلانو ډېرې ګيلې کوي، کله چې هغوی له انتخابېدو وروسته کابل ته تللې، بيا يې نو بېرته تر څټ خپلو خلکو ته نه دی ورکتلي، نه يې کالت کړی او نه يې هغه مسووليت ادا کړی چې ور تر غاړې دی. ډېری يې غواړي چې دا ځل ولسي جرګې ته نوې څرې او نوي خلک انتخاب کړي.
راده چې کوږ شو، موټر مو مودرول، ځينو ملګريو اودسونه تازه کړل او لمونځ مو وکړل، د ونو سيوري لوري ته ورغلو، هلته په شګو کې کېناستو، د فراه د چارو په اړه مو لږ ساعت بنډار وکړ او بيا لا مو خبرې کولې چې ماښام اذانونه وشول او بېرته د جونګړو په لوري روان شو.
دولت وزيرې ته مې کړه: مننه چې دلته راغلو. زموږ تر منځ هره ورځ همدا نندارۍ وي، ايله مې نن زور پرې ورسېد، ملګري مې ورته پوه كړل، اړ مې كړل چې د باندې لاړ شو.
۵ جولای ۲۰۱۰
ستنېدل
د دفتر چارې:
نن په دفتر کې بوخت يم، د دې مجال نه شته چې د باندې لاړ شوو. د دفتر کارونه مو سره سرشته کړل.
دوه بجې او پنځلس دقيقې هوايي ډګر ته لاړ شو، او بيا مو درې نيمې بجې الوتنه ده. لا راته پته نه لګي چې نېغ په نېغ کابل ته ځو که لومړی هرات ته او بيا کابل ته. وزيرې غوښتل چې وختي لاړ شي، ځکه د شنبې په ورځ يې الوتنه له لاسه ورکړې وه.
پوره دوه بجې هوايي ډګر ته ورسېدو، زموږ له رسېدو سره الوتکه هم راغله، اوه اته کسان ترې کښته شول، الوتکې ته يې تېل واچول او موږ درې کسان وروختو.
پېلوټ وويل: ښه راغلاست، لومړی هرات ته ځو، بيا له هراته کابل ته.
الوتکه پورته شو، او پسې پورته شوه او پسې پورته، ډېره لوړه الوتنه يې کوله. وزيرې ته مې کړه: ياره دا خو ډېره لوړه ځي، خيريت خو به وي.
پته نه لګي چې دا د نه سړي پيلوټان څه کوي.
موږ په الوتکه کې درې کسان وو او هره يوه مخامخ پلوټانو ته کتل چې کله به يې په يوه بټنه ګوتې وهلې او کله په بله، او تر خپل منځ يې بنډار کاوه.
وزيري ويل: ياره دا خلک به خپل مجلس کوي، هسې نه چې الوتکه په بل لوري ترې لاړ نه شي.
په هرات هوايي ډګر کې چې کوږ شو، او بيا له هغه ځايه څلور کسه نوره سورلي پورته کړه او د کابل په لوري روان شو.
زه وېرېدلی وم، دولت وزيري راته کړه: غوږونه دې ژېړ شوي دی، لکه چې مرې،
الوتکه له خيره په کابل هوايي ډګر راکوږ ه شوه او تر کابله الوتنې يو ساعت او دېرش دقيقې وخت ونيو.