کور / سياسي / ” د درغلنې لومې ” ترهگري[i]

” د درغلنې لومې ” ترهگري[i]

 


ژباړونکی : رحمت آریا


 


امریکا او نورو څارگرو ادارو له ډیرو پخوا وختونو را په دېخوا د درغلنې لومې عملیاتو ته د تجربو په بټۍ کې پخه بڼه ورکړې ده.


 


د درغلنې لومې عملیات هغه  ترهگر کړه وړه دي چې ظاهرأ د مخالفینو یا میرڅمن کار ښکاري ….. او په څارگرو اصطلاحاتو کې ېې په همدغه نامه بولي. په دا ډول عملیاتو کې نغښتې موخه دا ده : هغه څوک یا کسان چې د دا ډول کړو وړو د تر سره کولو لپاره غور، ټاکل یا گورمارل کیږي په خپله نه پوهیږي چې ترهگري د چا لپاره او یا د چا په استازیتوب کوي.


 


د پټو څار گرو ادارو په اصطلاحاتو کې درغلنې لومې عملیات هغه پټ عملیات دي چې د دولتونو، شرکتونو او یا نورو بنسټونو له خوا تر سره شوي دي ، دا ډول عملیات داسې سمبال شوي وي چې ظاهرأ د دښمن یا د نورو مخالفو ډلو د کړو وړو په توگه ښکاري. دا اصطلاح له یوې پوځي فرضېې څخه اخیستل شوې چې پخوا د غلطو رنگونو پورته کول نومیدل ، په دې مانا چې د جگړی یو لوری د جگړې په ډگر کې د مخالف لوري د غولولو لپاره د خپل هیواد د بیرغ پر ځای د بل هیواد بیرغ پورته کړي.


 


د درغلنې لومې د عملیاتو تأریخ [ii]


 


د درغلنې لومې یو بریالی ترهگر برید چې د فلسطینیانو د خپلواکۍ غوښتنې غورځنگ موخو ته ېې کلک تاوان ورساوه په ۱۹۸۵ زکال کې تر سره شو ، په دغه برید کې د ایتالیا یوه مسافر وړونکي بیړۍ اشیل لورو [iii] یرغمل و نیول شوه. د دغو عملیاتو لارښوونه او اداره د اسراﺋـیلو د پټې څارگرې څانگې د ادارې موساد  ایجنټانو د فلسطین د خپلواکۍ غوښتونکي غورځنگ په لیکو کې پر مخ بوتله. دغه پټ عملیات له تر سره کیدو وروسته هغه مهال رسوا شول کله چې [ آري بن مناش [iv] ] د موساد یوه کارکوونکي او د اسراﺋـیلو د سر وزیر [ یتزاک شمیر/ اسحق شمیر[v] ]  سلا کار په خپل کتاب کې [Profiles of War ] را بر سیره کړه. د بن مناش په وینا  پر اشیل لورو باندې برید د اسراﺋـیلو د تورو پرو پاگندونو د عملیاتو یوه برخه وه او موخه ېې دا وه چې نړۍ ته وښيي چې فلسطیني ډلې تر کومې کچې وینې بهوونکې او وژونکې دي. مناش زیاتوي موساد د خپل یوه ایجنټ له لارې چې  ځان ېې یوه عرب  ته د سیسلي د ډلې مشر ور پیژندلې وو په میلیونونو ډالر ورکړل او په بدل کې ېې ورڅخه غوښتي ول چې یو خونړی کار دې ورته سر ته ورسوي، دغه عرب عبدالعباس نومیده ” “ عباس د پیسو له اخیستلو وروسته ځانته یوه ډله جوړه کړه چې پر یوې مسافر وړونکې بیړۍ برید وکړي. ډلې ته ویل شوي ول چې پیښه باید په وینو رنگ وي او نړۍ ته ور ښکاره کړي چې که د فلسطین د بې گناه وگړو غوښتنې تر سره نه شي نو نړۍ ته دې څرگنده وي چې یو عادي فلسطینی که وغواړي هر څه کولای شي. دغې ډلې یو بوډا امریکايي یهود [ لیون کلنگوفر[vi]] چې په گرځنډه څوکې کې ناست وو له بیړۍ را واخیست ، لومړی ېې په ډزو وویشت بیا ېې د هغه مړۍ لاندې اوبو ته واچاوه. دا د اسراﺋـیلو لپاره د فلسطین پر وړاندې تر ټولو ښه پرو پاگند وو. 


 


اسراﺋـیل مني چې  په مصر کې یوې فعالې اسراﺋـیلي ترهگرې ځالگۍ د امریکا د ديپلوماتیکو مرکزونو په گډون په څو بیلابیلو ودانیو کې بمبونه ايښي ول، دغې ځالگۍ له پيښو وروسته داسې لاسوندونه د پيښو په ځایونو کې له ځانه پریښودل چې پړه ېې پر عربو ورو لویده. یو بمب د نورو بمبونو د چاودنې له ټاکل شوي مهال مخکې و چاودید، چاودنې مصریانو ته دا شیبه په لاس ورکړه چې بمب چوونکي ژوندي ونیسي ، وروسته څو تنو اسراﺋـیلیانو په خپلو کړنو اعتراف وکړ، ښايي ددوی اعتراف د مصري چارواکو تر متروکو او دباو لاندې اخیستل شوی وي.


 


د ایتالیا پخوانی سر وزیر، یو ایتالوي قاضي او د ترهگرۍ پر وړاندې د ایتالیا د څارگرې څانگی مشر مني چې ناتو د سي آی اې او پنتاگون په مرستې په ایتالیا کې د ترهگرو بمبي چاودنو پیښې رامنځته کړې او پړه ېې پر کمونیستانو واچوله ، د دغو پیښو له رامنځته کولو څخه موخه دا وه چې په اروپا کې د ولسي وگړو د لاریونو د ر ا پارولو له لارې  اروپایان پر خپلو اروپايي دولتونو زور راوړي چې د کمونیزم پر وړاندې جگړه وکړي.  د دغه پټ پروگرام یو گډونوال داسې وايي : موږ پر ملکي وگړو، بوډاگانو او بوډیو، ښځو، ماشومانو او بې گناه و گړو برید کاوه ، دا ډول ویره پاورنه د خلکو په انگیرنه کې له هر ډول سیاسي لوبو لیرې ښکاریده. دغه دلیل خورا زیات ساده وو. هغوی هیله درلوده چې د ولسي وگړو په منځ کې به د ترهې د خپرولو له لارې وگړي د خپلو ځانونو د کلک خوندیتوب او ټیکاو لپاره پر خپلو دولتونو دباو ډیر کړي. په دې وروستیو کې د امریکا د دولت یو شمیر پټ لاسوندونه خپاره شوې دي ، په یوه لاسوند کې ویل شوي چې د امریکا دولت یو پلان تر لاس لاندې ونیو چې په خپلو ملکي مسافر وړونکو الوتکو کې بمبونه کښیږدي او د امریکا په خاوره کې د ترهگرو پیښو په رامنځته کولو د پېښو پړه پر کیوبا واچوي، دا پلان د هغه مهال د امریکا د گډو ځواکونو سر درستیز جوړ کړی وو. د عملیاتو موخه دا وه چې دا به د امریکايي ولس د څرگندې پاریدنې لامل شي ، لاریونونه به وشي او و به ښودل شي چې امریکايي ولس د خپل دولت تر شا د کیوبا پر وړاندې د  نورو کوټلو پوځي گامونو د اوچتولو په لاره کې ولاړ دی. د عملیاتو نوم [ Operation North Woods ] وو چې په پای کې د امریکا د لوی څارنوال رابرت کیندي له خوا ویتو شو.   


 


د درغلنې لومې د عملیاتو بې شمېرې بېلگې په لاسوند ډول  شته چې کرښې ېې امریکايي ولسمشرانو او د هغوی تر لاس لاندې ادارو جوړې کړې وې او شرح ېې د څارگرو ادارو د پخوانیو ایجنټانو د کتابونو سکالو شوې دي. که تاسو د خپل کمپیوټر له لارې د نړیوالې ځالگۍ په پلټونکي انجن کې د امازون د کتابونو پلټنه وکړﺉ نو په دې اړوند به بې شمیره کتابونه ستاسو مخې ته را ووځي چې بی شمیرو لیکوالانو لیکلي دي. ډیري کسان اوس مني چې د [ توکین د خلیج ] پیښه داسې یوه افسانه وه چې د ویتنام جگړه ېې را وپاروله. په دې وروستیو کې په زباد رسیدلې چې په ۱۹۹۱ز کال کې د خلیج د جگړې د راپارولو لپاره بې خرته درواغ ویل شوي دي : په یوې څرگندونې کې د یوه خبریال له خولې ویل شوي چې عراقیانو کویټي ماشومان په ډېرې بې رحمۍ وژلي ول ، خو دا خبره د هېڅ یوه خبریال له خولې نه ده وتلې، دا خبره د [ ک] په نامه د ټولنیزو چارو د یوې ادارې له پلوه جوړه شوې وه چې د امریکا د دولت په منځ کې ېې کار کاوه. 


 


د انترکس د وژونکي پودر برید چې د ډاگ د لیکونو له لارې د جگړې ضد خبریالانو او د کانگرس پرغړو وشو، د بوش د ادارې د ادعا برخلاف په عراق کې نه وو جوړ شوی بلکه په زباد ورسیدله چې دغه وسله د امریکا د وسلو جوړولو په لابراتوارونو کې جوړه شوې وه. د عدلي طب ساینس پوهانو او پلټونکو له خپلو څېړنو وروسته وویل چې په لیکونو کې  د ایښودل شوي انترکس  پودر د نږه توب ځانگړیتا دومره ډیره  او پیاوړې ده چې یوازې او یوازې د امریکا د وسلو په لابراتوارونو کې جوړیدای شي.


 


اسامه بن لادن د سپتامبر د یولسمې د پیښې جوړوونکی یا د څارگرو په لاس کې د یوه بې خبرې درغلنې لومې د وسیلې په توگه؟


 


د سي آی اې د ادارې مشر [ لیون پنیتا[vii] ] نن د خپلې یوې مرکې په لړ کې اسامه بن لادن او د هغه ملگري د امریکا د پوځ لپاره د پاکستان په فدرالي توکمیزو سیمو [ فاټا ] او افغانستان کې د ښکار یوه تر ټولو ستره نښه و بلله. خو لیکوال [ دیوید رې گریفین [viii] ] په خپل تازه کتاب کې [ اسامه بن لادن : مړ که ژوندی [ix] ] یو شمیر لاسوندنه را ټول کړي او څرگندوي چې لادن د ۲۰۰۱ز کال د دسامبر په میاشت کې مړ شوی دی ، لیکوال په خپل کتاب کې هغه عیني شاهدان هم وړاندې کوي چې د بن لادن د مړي د ښخولو په مراسمو کې ېې گډون کړی وو. بل نامتو لیکوال او خبریال [ ایریک مارگولیس ] یو شمیر په لوی لاس جوړ جعلې ویډیويي انځورونه او آډیو گانې را ټول او د هغوی پیښلېکنیزه شرحه ېې ورکړې ده ، نوموړی غواړي په زباد ورسوي چې په ویډیو او آډیو گانو کې یو شمیر درغلنو او له چلوټو ډکو کسانو دغه ویډیو گانې جوړې کړي او د لادن په جامه کې ېې د سپتامبر د یولسمې په پیښه کې خپل لاس لرل منلي دي. مارگولیس په خپله بن لادن له نیږدی لیدلی دی او وايي چې په ویډیويي انځوونو کې د بن لادن په جامه کې راڅرگندیدونکی سړی  له بن لادن څخه څرگند فزیولوژیکي توپیرونه لري او هم ېې غږونه د لادن له اصلي غږ سره ډډه نه لگوي . 


 


امریکا ، اسامه بن لادن د سپتامبر د یولسمې د پیښې د نوښتگر او د [raison d’etre] یا [ د حالت د دلیل] په توگه وکاراوه ترڅو پر افغانستان برید وکړي او تر خپل نیواک لاندې ېې راولي. د سپتامبر د یولسمې د برید په هاغه لومړیو شپو ورځو کې بن لادن په دغو عملیاتو کې د لاس لرلو تورونه ټول رد کړل. په دې وروستیو کې د [ انترپرس  د سرویس/ آی پي ایس [x]] خبریال [ گیرث پیتر[xi] ] د امریکا د دولت یو شمیر نا خپاره شوي پټ لاسوندونه تر لاسه کړي دي ، لاسوندونه وايي : موږ ته پته لگیدلې چې ملا عمر ، بن لادن د دې لپاره په نظر بند او بند یتوب کې ساتلی وو چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هیواد پر وړاندې هېڅ ډول ترهگر کړه وړه  تر سره نه شي کړای. د دې ترڅنگ لاسوندنه دا هم مني چې طالبانو د کلنتن او بوش له ادارو سره د ښه نیت د خبرو د پړاو دروازې پرانیستلې او له دواړو ادارو څخه ېې و غوښتل چې د سعودي ملا له شر څخه دې د افغانستان په خلاصون کې ور سره مرسته وکړي. د دوې دغه وړاندیزونه بې ځوابه پريښودل شول. د لاسوند پر بنسټ ، د بن لادن لاس او پښې دواړه بندې وې او د طالبانو په کورتابه کې ېې دومره وسه نه درلوده چې د سپتامبر د یولسمې یا د بل ډول برید تابیا دې تر لاس لاندې و نیولای شي. د دې ترڅنگ بې شمیره سرچینې د  خالد شیخ محمد د اعترافاتو پر بنسټ دلیل راوړي چې خالد د سپتامبر د برید یوازینی نوښتگر او طراح وو. خو د امریکا دولت تر نن پورې د دولت د هملاسو او همغږو رسنیو له لارې اسامه بن لادن په داسې یوه انځور کې ښکاره کوي چې گڼې نوموړی د سپتامبر د یولسمې پیښې یوازینی نوښتگر او طراح وو. 


 


لا تر اوسه ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. د بېلگې په توگه ولې  د پاکستان د آی اېس آی مشر برید جنرال محمود  احمد ، د یوه منځگړي په جامه کې سل زره امریکايي ډالره د سپتامبر د پیښې د الوتکو په تښتونه کې ښکیل محمد عطا ته له پاکستانه لندن ته ولیږلې، لندن ته د ډالرو د دغې لیږنې تر شا کومې موخې پرتې وې[xii] ؟


 


موږ پر یوه حقیقت بشپړ ډاډ لرو چې : افغانستان د سپتامبر د یولسمې په پیښې کې هېڅ ډول ونډه نه ده لوبولې. په دغه پیښه کې ۱۹ تنه ښکیل ول چې د برخه لیک په هغه ورځ ېې د الوتکو په تښتولو ، الوتکې په وژونکو توغندیو واړولې، په دغو ۱۹ واړو کې یو ېې له افغان پښت او خاورې څخه نه وو. په پيښه کې د افغانستان د هغه مهال دولت هېڅ ډول ونده نه ده اخیستې ، او نه ېې د درغلنې لومې عملیات تر سره کړي دي. دغه پیښه نن په خپله تر ډیرې ژورې پلټنې او څیړنې لاندې ده ، شنونکي د هغې ورځې په اړوند د امریکا د دولت ویناواله سپیڅلتیا او رښتونی دریځ ، په کلکه پلټي. 


 


د الوتکو د جوړښت انجنیري شننه ښيي چې د جیټ الوتکو تیل دومره پیاوړې انرژیکي وړتیا نه لري چې د زیاتې تودوخې په رامنځته کولو دې وکولای شي فولاد ویلي کړي ، او یا پریړ اوسپنیز شاه تیرونه په ویلې شوې اوسپنې واړوي. د جیټ الوتکو د تیلو په اړوند د دولت هغه گواهۍ  چې گڼې ۲ لوړې آسمان څکې ودانۍ ېې و نړولې د بې شمیرو انجیرانو او ساینس پوهانو له پلوه له سره تر پایه رد او بې اعتباره گڼل شوې دي. همدا رنگه د ودانۍ جوړونې انجنیرانو ته د ۷ شمیرې د ودانۍ نیغ کښینستل یوه نا حل شوې معما ده. د دې ترڅنگ د عدلي طب او د جنايي چارو پلټونکو ته د ودانۍ تر ځمکلاندې جوړښت [Ground Zero ] کې د [ نانو- نایتریت nano-thermite ] شته والي ستره اندیښنه را کټولې ، نانو نایتریت هغه پياوړي چاودیدونکي توکي دي چې د امریکا وسله وال ځواک ېې په لاس کې لري. تاسو د عدلي طب د شواهدو او پلټنو په اړه کولای شي د انترنت د گوگل له لارې بې شمیره مقالې تر لاسه کړﺉ چې د سپتامبر د یولسمې پیښې د ودانیو په نړیدنه کې ېې د دولت ټولې ادعاوې غندلې دي.  


 


همدا شان د سپتامبر د یولسمې ڼېټې له پېښې څو میاشتې مخکې راوتلي لاسوندونه دې ته نغوته کوي چې امریکا پر افغانستان د ۲۰۰۱ زکال د اکتوبر د مېاشتې د یرغل او د نیواک د توجیه لپاره لا وختي دغه هیواد په نښه او غوره کړی وو. د برلین د ۲۰۰۱ زکال د جون د میاشتې په کنفرانس کې امریکايي چارواکو پاکستاني چارواکي ملک نیاز ته وویل چې امریکا به د اکتوبر په مېاشت کې د ژمي د واورو له وریدا مخکې پر افغانستان یرغل وکړي. د برید بنسټیزه موخه په افغانستان کې د رژیم بدلون وو ځکه طالبانو د افغانستان له لارې تر عربي سمندرگي  پورې د نللېکې د غځیدا په تړاو د یونوکال د کمپنې وړاندیز غندلی وو.


 


انگیزه : امریکایانو په منځنۍ آسیا او د کسپین د گردۍ کاسې په څنډو کې د هایدرو کاربن د سرچینو د را ایستلو او لیږدو لو پر سر د روسېې ، ایران او چین تر منځ کلکۍ سیالۍ په ځیر څارلې او د سیالۍ  په دې ډگر کې د امریکایانو پر مخ دروازې تړل شوې وې. طالبانو د خپلې ونډې برخلیک د ارجنتاین د برایداس له وړاندیز سره تړلی وو ځکه برایداس د یونوکال په پرتله طالبانو ته د نللېکې د غځیدا او د سړکونو د جوړیدا په تړاو د لا گټورو پانگو وړاندیز کړی وو. کله چې واشنگتن خبر شو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې مرستیالې کریستینا روکا [xiii]طالبان په خپلې یوې ډیرې رسوا وینا و گواښل چې : یا به زموږ د سرو زرو وړاندیز مني یا به مو د بمبونو تر باران لاندې ښخ کړو. [ و گورﺉ : لمنلیک [xiv]]


 


د سپتامبر د یولسمې پیښې د تش په نامه د پلټڼو د کمیسیون غړو ته اجازه ور نه کړل شوه چې د امنیتې دلایلو تر نامه لاندې   د ترهگرو د کړۍ له مشر خالد شیخ محمد سره و گوري. د دې ترڅنگ د بوش ادارې د خپلو فعالانو له ډلې څخه یو تن ته دنده ورکړه چې د پیښې د پړې پر خاپ باندې دې خاورې واړوي او له منځه ېې یوسي. [ فیلیپ زیلیکو[xv] ] د بوش د ادارې یو  گومارل شوی [ ایجنټ پاروونکی[xvi] ] وو ، هغه ته دنده ورکړل شوه چې د پلټنو یوه اډانه دې جوړه کړي او د پلټنو له پایلو څخه دې داسې یو ډول دیالوگ رامنځته کړي چې څرگنده کړي عراق د لگول شویو تورونو په اړه درواغ وايي. پر افغانستان باندې تور ولگول شو چې د ترهگرو ځالگیو یو کوربه هیواد دی ، له دې امله د افغانستان پر وړاندې د جگړې توجیه د ځاني دفاع میکانیزم ته لاره پرانیستله ، دغه میکانیزم د ملگرو ملتونو د منشور تر ۵۱ مادې لاندې راغلې او وايي برید باید هرو مرو او نیږدې یا قریب الوقوع وي، خو د دغې مادې حقوقي شننه د امریکا له دریځ او کړو وړو سره ډډه نه لگوي ځکه د سپتامبر د یولسمې له پیښې وروسته امریکا سم له لاسه غبرگون څرگند نه کړ، امریکا خپل ځواکونه د پیښې له پیښیدا یوه میاشت وروسته و خوځول. ددې تر څنگ افغان دولت د سپتامبرد یولسمې په پیښې کې هېڅ ډول ونډه نه درلوده ، برعکس هغوی داسې اقدامات تر لاس لاندې ونیول چې د بن لادن او د هغه د ملگرو مخه ېې ونیوله او هغوی ته ېې اجازه ور نه کړه چې له افغان خاورې څخه د بل چا پر وړاندې ناوړه گټه واخلي.  


 


جگړه په افغانستان کې هغسې چې د ملگرو ملتونو تړون لیکونه ، پروتوکولونه او د امریکا د متحده ایالاتو قانون وايي ، د ملگرو ملتونو د امنیت د شوری له پلوه منظور نه شوه. داسې ښکاري چې د سپتامبر د یولسمې د بریدونو په غبرگون کې د امریکا  په ځواب کې د قانوني ریفرنس ، معرفې او توجیه ډډه سپکه وه یا ېې له اره توجیه نه درلودله ، او یا د نړیوال قانون او نړیوالې محکمې تر حکمونو لاندې برحقه نه گڼل کیده. هغسې چې پور ته مو د درغلنې لومې د عملیاتو پیښلیک ته په لنډیز نغوته وکړه، تر لاسه شوي لاسوندونه دغه ټکي ته گوته نیسي او ټینگار کوي چې ښايي بن لادن ته د هغه بې خبره ایجنټ په سترگو وکتل شي چې امریکا ورڅخه د درغلنې لومې په عملیاتو کې کار اخیستی وي. 


 


امریکايي ولس د هرې ورځې په تیریدو په افغانستان کې د روانې جگړې په اړوند بد گومانه کیږي. په پام کې ده چې د امریکا سنا به دغې جگړې ته د نورو سرتیرو د لیږلو وړاندیز ومني. په دې ورستیو کې په افغانستان کې د بډایو لیتیومو د سرچینو د شتون او موندنې خبر ور کړل شو، دا به کانگرس و هڅوي چې ورکړل شوي وړاندیز ته ژر تر ژره اوږه ورکړي. سره له دې چې د دغو سرچینو د موندنې خبر تازه ښودل شوی خو د اوماها د نبراسکا په پوهنتون کې د جیولوجۍ پوهاند [ جک شروډر [xvii]] په ۱۹۸۵ ز کال کې د افغانستان تر خاورو لاندې د پرتو ستراتيژیکو منرالونو په هکله یو کتاب لیکلی چې [ افغانستان : له سترې لوبې سره بیا مخامخ [xviii]] نومیږي ، هغه په خپل کتاب کې د لیتیوم  د  بډایو سرچینو په اړه هم ډیرې یادونې کړې دي. د لیتیومو خبره دې پر ځای وي ، مگر دا داسې یوه مړۍ ده چې د اوباما اداره ېې اوس د داسې یوې سواگریزې لوبې په توگه کاروي چې د درغلنې پلورنې چلوټه ېې گڼلای شو او په [ په دري کې ېې ورته د َو بالايي وايي] هغوی په دې لړ کې غواړي د گټورو تیلو او منرالونو د سترو سرچینو په راخپلولو کې د خپلې ټېکې یا انحصار ونډه لوړه کړي.


 


هماغسې چې وړاند ویینه ېې کیدله د افغانستان او عراق دواړه جگړې د چلوټې ، درواغو، پروپاگند او د امریکا د اقتصادي هژمونۍ پر شپول راڅرخي. دا جگره ، د نورامبرگ د قانون تر معایرو لاندې د برلاسۍ د جگړې تر معرفې لاندې راځي، دا جگړه  د همدغه قانون تر سیورې لاندې یو تر ټولو ستر او ناروا جنایت دی. له دې امله کله چې دولت پریکړه کوي چې ټولې لارې چارې او امکانات ېې مخې ته د ټغر پر سر پرتې دي  موږ امریکایان باید  د دولت  د گامونو او پریکړو په تړاو له ډیر ځیر او احتیاط څخه کار واخلو ، لومړی باید د ډیپلوماتیکو لارو چارو د هوارۍ له لارې کار واخلو کله چې ډیپلوماسي پاتې را شي نو…. له هغه وروسته باید جگړې ته مخه کړو. 





[i] False Flag’ Terror


ما ژباړونکي دلته د بیرغ پر ځای لومه او د غلط پر ځای مې درغلنه کارولې چې زما په گومان سهي مانا ېې ده.



[ii] ‘False Flag’ History



[iii] ‘Achille Lauro’



[iv] Ari Ben-Menashe



[v] Yitzhak Shamir



[vi] Leon Klinghoffer



[vii] Leon Panetta



[viii] David Ray Griffin



[ix] Osama bin Laden, Dead or Alive



[x] ISP –  Inter Press Service { News Agency}



[xi] Gareth Porter



[xii] The India Times, 9 October 2001



[xiii] Cristina Rocca



[xiv] America’s War on Terrorism, Michael Chossudovsky, Second Edition, 2005, Quebec



[xv] Philip Zelikow



[xvi] agent-provocateur


د اکسفورډ په قاموس کې ایجنټ پاروونکی داسې تعریف شوی دی : هغه گومارل شوی کارکوونکی دی چې شکمن کسان د غیر قانوني کړو وړو د تر سره کولو لپاره پاروي چې پایله ېې بې اعتباري یا سزا وي.



[xvii] Jack Schroeder



[xviii] Afghanistan, the Great Game Revisited