سلطان علاؤالدین خلجیي
تاسو ددې ناول پنځمه برخه لولئ…..
*****۷
په همدې ورځ ،کله چې د ماښام تیاره را خپره شوه نو ددهلي کوټوال چې ډیرزیات متقي او پرهیزګاره انسان و د سلطان علاؤالدین قصر ته ور ننوت ، د سلطان د خوب خوني ته په را رسیدو سره تم شو ، اخوا دیخوا یي و کتل ، د سلطان د ویدو کیدو د خوني ساتونکې مبشر او بشیر دواړه ولاړ و ،کله چې هغوې علاءالملک خپلې لورې ته په راتللو سره وکوت نو د احترام او درنښت په خاطر څو قدمه مخته ورغلل ، د احترام په خاطر یي هغه ته خپل سرونه ټیټ کړل ، بیا هغوې غوښتل څه و پوښتي چې علاء الملک ورته مخ کړ او ویی ویل :
دننه ور شئ او سلطان ته زما د راتلو خبر ورکړئ ، زه په یوې ډیرې مهمې موضوع دهغه سره خبرې کول غواړم. بشیر هملته د علاءالملک سره و درید او مبشر د لږ ځنډ وروسته بیرته را ستون شو اوپه ډیر درنښت سره یي علاءالملک ته مخ کړ او ورته یي وویل :
تاسې دننه تشریف یوسئ ، اقا تر اوسه پورې نه دې بیده شوې ، ویښ دې او ته یي سمدستې و غوښتې ، علاءالملک په خندا شو او سمدستي د سلطان د ویدو کیدو خوني ته ورننوت . هلته سلطان په یوې تکیه باندي تکیه کړې وه او ناست و . علاءالملک چې اصلي نوم یی علاءالدین و خو سلطان علاؤالدین ورته د علاء الملک خطاب ورکړی و ، سوکه سوکه مخته ولاړ او د ورنژدې کیدو سره سم سلطان ورته په اشارې سره د کیناستو حکم وکړ . علاءالملک کیناست او سلطان ته یي مخ کړ او ورته یي وویل :
درونده سلطانه ! ما همدا اوس کمال الدین او کریم الدین دواړه رخصت کړل او ترې را ستون شوم، هغوې دواړه نن زما میلمانه و . سبا چې د لښکر د ستر سالار د غوره والې له پاره کومه مقابله کیدونکې ده ، ما په دې اړه دکمال الدین سره خبرې وکړې .
درونده سلطانه ! نن چې څه وخت زه د کمال الدین خیمي ته دهغو سره دکتلو له پاره ولاړم نو دخیمي څخه بیرون خپه نیولې شوم. ځکه هلته په خیمه کې دننه ستا وینځه ګل بهشت موجوده وه . هغې په ډیره ګواښمنه لهجه کمال الدین د مقابلې د ګډون څخه منه کاوه، هغه ته یي ګواښ کاوه چې په سبانۍ مقابله کې برخمن نه شي ، اودمقابلې نه لاس په سر شي ، ځکه د هغې زوې شاهین هم په سبانیو مقابلو کې برخه اخلي او ګل بهشت غواړی په هر صورت هغه د فوځ سرلښکر او سپه سالار کړي .
سلطان علاؤالدین علاءالملک د خبرې پوره کیدو ته پری نه ښود او په مینځ کي یي ترې و پوښتل .
علاءالملکه ، زما محترمه ! ما ته له پخوا څخه د حالاتو په اړه معلومات را رسیدلې دې ، لږ ساعت مخته ملکه کنول دیوي ما ته راغلې وه اوهغې له مانه غوښتنه وکړه سبا چې کومې مقابلې کیدونکې دي نو په هغو کې کمال الدین د مقابلې کولو څخه منصرف کړه . او هڅه وکړه چې دګل بهشت زوې شاهین د فوځ ستر سالار و ګرځي خو ماکنول دیوي وپوهوله چې په راتلونکې کې هیڅکله هم هغه په داسې معاملاتو کې را ننه نه وځی. هغې بیا بښنه و غوښته اوبیرته ولاړه . زه فکر کوم چې ګل بهشت به ملکې دیوی ته دا سپارښتنه کړي وي نو ځکه هغه زما دربار ته راغله ، په هر صورت ما هغه پوه کړه چې په راتلونکې کې که ګل بهشت د کمال الدین سره ګواښنه لهجه تر سره کړي نو نه یواځي د ګل بهشت بلکه دهغې د زوې شاهین څټ به هم له غاړی پرې کړل شی. اوس خو کمال الدین ما ته د خپلو زامنو څخه هم ډیره نزدې دې ، هغه زړه ور دې ، باتور دې ، میړنې دې له ماسره همداسې خلک پاته کیدې شي . ته خو زما د طبیعت او مزاج څخه پوره پوره خبر یي .
کله چې سلطان علاؤالدین چپ شو نو علاءالملک په خبرو پیل وکړ او ویي ویل :
خو سلطانه ! زه تاته یوه بله خبره هم ډاګیزه کړم او هغه دا چې څرنګه چې ګل بهشت هلته خیمي ته ورغلې وه او دا ګواښنه یی کوله نو کمال الدین دهغې ددې ګواښ ډیر اغیزمن ځواب ورکړ او ورته یي وویل چې سبا چې کله مقابلې وی او کله چې د هغې مقابله د شاهین سره کیږی نو شاهین او دهغې مور ګل بهشت هم ورسره دمقابلې ځاې ته راوړئ ، د علاءالملک په دې خبره سلطان ټکان شانته وخوړ او ویي ویل :
علاءالملکه ! ددې ځوان دماغ خو خراب شوې نه دې ، علاءالملکه ته پوهیږې چې ګل بهشته ډیره ماهره تیغ وهونکې ده . کله چې دا مور او زوې دواړه د کمال الدین مخې ته راشي نو زه ویریږم چې دواړه به یو ځاې کمال الدین را لاندې کړي .
دسلطان دخبرو وروسته علاءالملک بیا وویل :
درونده سلطانه ! ما هغه د ټولو حالاتو څخه خبر کړې دې ،خو دهغې سره هم هغه په ضد و چې د ګل بهشت د ګواښ په ځواب کې به هغه همداسې کوی ، هغه غواړی په یوه وخت کې دمور او زوې دواړو سره مقابله وکړي ، دهغه په دې خبره سلطان ډیر زیات خوشحاله شو او ویي ویل :
علاءالملکه ! ما ته د غیرتمندو ، میړنو ، توریالو او باتورو خلکو همداسې خبرې ښه لګي ، سبا چې د لښکر د سالار د غوره ولو له پاره کومه مقابله کیږي ته دهغې انتظام همدلته د ماڼي په منځ کې وکړه . زه به په خپله ددغو مقابلو کتلو ته درشم . خو سباني مقابلې به د کمال الدین د غوښتنې سره سم تر سره کیږی . هغه د شاهین او د هغې د مور ګل بهشت دواړو سره مقابلې ته اړ کړه . فکر کوم چې ته اوس ولاړ شه ،ځکه تاته ډیر کار در په غاړه دې . په ځواب کې علاءالملک هیڅ هم و نه ویل او غلي د سلطان د ویده کیدو د خونی څخه ووت .
*****۸
بله ورځ دسلطان علاؤالدین د ماڼي په یوه پراخه میدان کې د لښکر د سپه سالار ۍ د مقابلې له پاره د یوې سترې مقابلې اهتمام شوې و .د کوټوال علاءالملک د وینا په مطابق د مقابلې نورو ګډون کونکو ټولو خپله تسلیمي اعلان کړي وه . خو په مقابلې کې د زړه پورې والي په خاطر ډیر شمیر زبده زبده خلک ورته را بلل شوي و . په دې کې د قاضي القضاة نه اخوا د عدلیی ټول اراکین ، د سلطان وزیران او سلاکاران او د لویو اووړو سالارانو نه علاوه د عامو خلکو یوه ستره ټوله هم د ماڼۍ په هغه پراخه میدان کې موجوده و ه چیرې چې مقابله کیدونکې وه . ددې تر څنګ ددې مقابلې دکتلو له پاره شهزادګۍ کیتهل دیوي ،دهغې د ترور لور ، کنپل دیوي ، راجکنور او دراج کنور ښځه کولاب دیوي هم موجود وول .کنپل دیوي او کیتهل دواړه یو ځاې ناستې وې ، او په ډیره بې صبرۍ سره یي د مقابلې دپیلامي انتظار کاوه ، خو لا تر اوسه پخپله سلطان علاؤالدین د مقابلې ځاې ته نه و راغلې . په دې خاطر مقابله ځنډونی وه ، تر ډیره وخته پورې شهزادګۍ کیتهل په ډیر غور سره دهغه میدان لورې ته کتل چیرې چې مقابله کیدونکې وه . بیا یي په خپل څنګ کې ناستې کنپل دیوی ته وویل :
زما خورې کنپل جانې ! ته څه فکر کوې ، ایا دغه ظالم ، وحشي ، ګنهګار کمال الدین په یوه وخت کې شاهین او دهغه مور ګل بهشت ته د مقابلې د بلنې په ورکولوکې حماقت نه دې کړې ؟
کنپل دیوي په ډیر غور سره شهزادګۍ کیتهل ته وکتل او ورته یي وویل : کیتهل جانې خورې ! ستا د وینا بڼه مې خوښه نه شوه ، ته په دې خاطر د شاهین صفت کوې چې هغه ستا محبوب دې ، ته باید دهغې تعریف او ستاینه وکړې خوتا ته دا حق نه شته چې ته دهغه کمال الدین په اړه اوتې بوتې ووایي . ځکه چې هغه له تاسره کوم ظلم او تیرې نه دې کړې . ما ستا ټولې عبث خبرې واوریدې ، نو که چیرې هغه د مقابلې څخه لاس په سر شوې نه دې نو دا دهغه جرم نه دې بلکه د هغه حق دې .
اخر داشاهین ولې د غلنۍ لارې څخه غواړې ځواک ته ځان ورسوي ، څوک چې ددې نارینه و ، میړنو په څیر په میدان کې مقابله وکړی او مقابله وګټي دا دهغوې حق دې .
شهزادګۍ کیتهل په ډیره ترسکونې توګه د کنپل دیوی په لور وکتل او بیا یی وویل : کنپل ، ته خو ددې کمال الدین ډیره زیاته ستاینه کوې ، کنپل سمدستې دخپل ځان پاکوالې پیل کړ . ګوره کیتهل ! کمال الدین نه زما خپلوان دې او نه دوست . ماته کمال الدین او شاهین دواړه یو څیر دې. خودا یاد ساته چې کمال الدین به په پوره فکر او غور سره دې دواړو مور او زوې ته دمقابلې بلنه ورکړی وي . کیتهل په ډیره ګرمه توګه کنپل ته وکتل او ورته یي وویل :
کنپل خورې ! زه خو وایم چې دا مقابله به شاهین او دهغې مور ګل بهشت وګټي او کله چې هغوې دا مقابله وګټی نو دماتې خوړلو وروسته به کمال الدین د میدان څخه وځي نو بیا خو به دهغه دا حالت د کتلو وړ وي . دهغې په دې خبره باندې کنپل سمدستي ور ټوپ کړ او ویي ویل : کیتهل خورجانې ! دومره جذباتي کیږه مه! دا چې ددې مقابلې پایلې کومې لورې ته ځي ، هغه وخت به معلومی شي چې سلطان راشي او مقابله پیل شي . ګوره هغه دې کریم الدین او کمال الدین هلته مخامخ ناست دي ، د هغه وخته راهیسې چې کمال الدین لمړۍ دوه مقابلې ګټلي دي نو زما ورور راج کنور دهغه دوست ګرزیدلې دې بلکه دهمغه وخته راهیسې یی دهغه سره ناسته پاسته پیل کړې ده ، بلکه زه به تا ته داهم ووایم چې زما ورور راج کنور کمال الدین ډیر زیات خوښوي و دا ټول هر څه دهغه د شجاعت او میړانې په خاطر دي.
دکنپل دیوي ددې خبرې په ځواب کې شهزادګۍ کیتهل غوښتل څه ووایي چې یو نا څاپه ټول خلک د خپلو ځایو څخه پورته شول . ځکه چې سلطان علاؤالدین د خپلې ملکې او نورو خپلوانو سره یو ځاې د مقابلې د کتلو له پاره خپلو ناست ځایو ته را رسیدلي و . کله چې سلطان او دهغه سره ملګرې هیئت یی په خپلو ناست ځایو باندې کیناستل ، نو سلطان علاؤالدین علاءالملک ځانته را و غوښت ، کله چې علاءالملک سلطان ته را نژدې شونو سلطان ورته وویل :
علاءالملکه ، کمال الدین ، شاهین او ګل بهشت درې واړه په دې و پوهوه چې هغوې به په مقابله کې یو بل نه زخمي کوي . په مقابله کې به دهغوې نمرې شمیرل کیږی ، دهر چا نمرې چې زیاتي وی همغه به بریالې ګڼل کیږي . دوې ته ووایه چې په خپلو سرونو باندې خولونه کیږدي ، په اوږو د اوسپنې خول او او په لاسونو باندې د اوسپنې لاس پوڼی واغوندي ، هر چا چې مقابل لورې ته په سر باندې ګذار ورکړ نو هغه ته به یوه نمره ورکړل کیږي ، خو کوم څوک چې د چا توره یا ډال ووهي نو هغه ته به هیڅ نمره نه وی . او واوره ! دوې درې واړه و پوهوه ، چې ګذار به په سر باندې په اچول شوي خول یا په اوږو باندی په اچول شوي خول اویا د لاسو په لاس پوڼو باندې وې .خو هیڅوک به داسې ګذار نه کوي چې هغه مقابل لورې پرې زخمي شی . اوس نو ته دوې درې واړه مقابلې ته را وکاږه. زه فکر کوم چې اوس ټول خلک دمقابلې د کتلو له پاره بې صبره دي.
د سلطان علاؤالدین د حکم د اوریدو سره سم علاءالملک شاته ولاړ ،تر هر څه لمړۍ یی خپل څو کارکونکي هلته و ګمارل ، هغوې په ډیره پټه توګه پوه کړل . ددې وروسته دا کارونکی ټول بیرته په منډه ستانه شول ، ددې وروسته علاءالملک کمال الدین ، شاهین او موریی ګل بهشت درې واړه را وبلل. هغوې ته یي ټول هغه څه وویل چې سلطان علاؤالدین ورته ښوولی و. ددې تر څنګ هغو ځوانانو چې د علاءالملک څخه یي هدایات اخستي و هغوې د اوسپنیزو خولونو سره یو ځاې بیرته را ستانه شول . بیا علاءالملک درې واړو ته وویل:
تاسې درې واړه د خپلو ځانو په اندازه ددې څخه اوسپنیز خولونه او لاس وندې ځانو ته خوښ کړئ او ویي اغوندئ ، هغه څه چې ما درته ویلي دي ، مقابله به دهمغې اصولو له مخې تر سره کیږی .که څوک د چا دزخمي کولو هڅه وکړی نو هغه ته به ډیره بده پریوځې. تاسو دا شیان و ا غوندئ تر هغې به زه د سلطان څخه دمقابلې دپیلامي اجازه واخلم . د مقابلې له پاره همدا زه د سلطان له اړخه منصف ټاکلې شوې یم . زه به انصاف کوم او دهیچا سره به زیاتې نه کوم .
د علاءالملک دوینا سره سم کمال الدین ، شاهین او ګل بهشت درې واړو په ډیره ګړندۍ توګه اوسپنیز خولونه واغوستل ، خو علاءالملک د سلطان تر څنګ ناست و او په څه خبره یي ورسره بحث کاوه . کله چې دوې د مقابلې له پاره پوره تیار شول نو بیا علاءالملک د سلطان له څنګه را جدا شو او مقابله کونکو ته یی د تورو او ډالونو د په لاس کې د اخستلو حکم وکړ . بیا یي د مقابلې د پیلولو حکم کړ . اوپخپله علاءالملک یوې لورې ته کیناست او دمقابلې سیل یی کاوه .
د مقابلې په پیلامه کې شاهین او مور یی ګل بهشت دواړه څوقدمه دکمال الدین په لور ور مخته شول او په ډیره زهرجنه توګه یی خپلې تورې په هوا کې خوزولې په همدې وخت کې ګل بهشت په ډیره وینه تویونکې توګه کمال الدین ته مخ کړ او ورته یی وویل :
د ملتان د حاکم ظفرخان غلامه ! تا څه فکر کاوه چې مونږ مور اوزوې دواړو ته دې په یوه وخت د مقابلې کولو بلنه راکوله ؟ واوره کمال الدینه ! زمونږ سره د مقابلې کولو وروسته به ستا څیره د غمونو څخه ډکه و ګرځي . او ستا غوښتنې به د غارونو په تیارو کې د ډوبو شوو شپو او تیارو په څیر و ګرځي . زه ګل بهشت داسې وینه تویونکې ښځه یم چې تا به اوریدلې وې چې ما ډیر ستر ستر سورماران او جنګجویانو ته د تورې او تیغ وهلو په فن کې ماتې ورکړې ده . یاد ساته چې تا مونږ دواړو مور او زوې ته په یوه وخت کې د مقابلې کولو د بلنې چې کوم حماقت کړې دې نو دهغه وخت انتظا ر کوه چې په همدې میدان کې زه په ځانته توګه ستا ارادی په وینو کې و لړم. کمال الدینه ! دا خبره په خپل ذهن کې کینوه چې زه ګل بهشت به ستا د زړه په ماڼیو کې ستا په سپنیو ارادو کې د تورو تیارو نه بل څه ور زیات نه کړم .د میدان څخه د وتلو وروسته چې ته کله ماته وخوري او ټیټ سر وځي نو د پخوانیو حالاتو په څیر به هیڅوک هم ستا د پوښتنې نه وي . کمال الدینه زه به د مقابلې په دې میدان کې ستا د سوبې ټولې هیلې د خاورې سره خاورې کړم ، زه هغه بده ښځه یم چې د توپان په څیر د مقابل لورې جذبات تر خپلو پخو لاندې مروړم .
دګل بهشت ددې خبرو په وخت کې کمال الدین خپله توره په خپله مخکې په هوا کې خوزوله او ګل بهشت ته یی په ډیر غور سره کتل . بیا په پرانستې لهجې باندې ګل بهشت ته وویل :
ګل بهشت د خپل زوې شاهین سره یوځاې په کوم فریب کې ځان مه اچوه . داسې نه چې زما سره دا مقابله ستاسې دواړو مور او زوې له پاره د ځانو بلا وګرځی . او تاسې دواړه مور او زوې بې وسې او ناتوانه پاته شئ.
دواړه مور او زوې په خپلو زړونو و لیکئ چې زه د خپل خداې او دخپل هغه مالک په نامه ستاسې سره د مقابلې پیل کوم د چا په حکم چې تلونکې راتلونکې موسم ، د خپلو فصلونو سندرې وایي او رخصت اخلي . دچا په حکم چې د ګلانو خوشبوی پیدا کیږي ، توپانونه او بادونه لږیږي ، او …..
دواړه مور او زوې په کومه خوش فهمۍ کې مه لویږئ، تا ماته د ظفرخان د غلام په نامه غږ وکړ خو زه په خپله هغې غلامۍ باندي ویاړم . واوره ګل بهشتې ! زه هغه غلام یم چې د خپلو دښمنانو د زلیدونکو ګرزونو او سورمارانو څخه هیڅ ډول ویره نه احساسوم. ګل بهشتې ! تا دخپلې میړانې ډیر صفت وکړ زه ویریږم چې هسې نه چې د مقابلې په دې میدان کې زه ستا له پاره هغه اغزي و ګرځم چې د تیارو په وخت کې په جسم کې د میخونو په څیر ور ننوځي ، ګل بهشتې ! زه ویریږم ، ځکه اوس ته د روڼي میاشتې په څیر په خپلو خبرو کې را غوړیدلې یی . خوزه بیا هم د هغه وخته ویریږم چې ته خپل زوې شاهین ته په اوښکو کې د بیدونکې مور څخه زیات څه ور نکړې . تاسې دواړه زما تر مخه داسې کوم خارق مخلوق نه یاست چې د پښو د پوندو په مخلو سره به د زمکې څخه د زم زم اوبه را وکاږئ….زه هغه کمال الدین یم چې د خپل مقابل له پاره د ټولو لارو څخه مخته راځم ، ته اوس د خپل زوې سره یو ځاې د مقابلې پیلامه وکړه زه ستاسې تر مخ یم دا چې پایلې به د چا له پاره ښه وي ، دا به وروسته حالات و ښئ.
دکمال الدین په دې خبرو باندې شاهین او مور یی ګل بهشت دواړه د قهر ه و خوټیدل ، بیا دواړو خپلې تورې خوزولې او مخته راغلل او په کمال الدین باندي یي د توپانې سور افق د تیارو په څیر یرغل را وست .
د ګل بهشت او شاهین لمړنۍ سختې حملې کمال الدین د خپلې تورې او ډال په واسطه واخستې ، هغه د هغوې هیڅ ګذار په خپل خول یا اوسپنیزې خولې باندې پری نښود چې و لږیږی . خو په ځواب کې هغه د هغوې څخه په زیات توان سره خپل برید وکړ . په پیل کې ګل بهشت او شاهین دواړو په کمال الدین باندي په ډیره تیزۍ سره حملې پیل کړې وې خو دهغوې د حملو د بندولو وروسته کمال الدین خپل فن را څرګنداوه . اوس نو هغه د خپلو حملو سرعت دهغې مور اوزوې د سرعت نه هم ور زیات کړې و . او دهغوې دواړو د جسمونو ځواک نور نو ځواب ورکونکې و. د هغوې د بدن ځواک ، د سترګو اندیښنې ، هره لمحه داسې و ګرزیدې لکه په سولۍ چې د مجرم د ورختلو په وخت کې وي .
د ګل بهشت او شاهین ددې حالت په کتلو سره کمال الدین نور هم په غصه شو ، هغه په خپلو حملو کې نور هم ډیرښت راوست ، اوس یو ډیرستر بدلون تر سترګو کیده ، او هغه دا چې د ګل بهشت او دهغه د زوې شاهین په څیرو کې چې د مقابلې په پیلامه کې کوم حرص، کینه ، بغض او نفرت را بیرون کیده هغه ټول اوس په ویره ، اندیښنو، او بې زړه توب باندې بدل شوې و .
ددې حالاتو په کتلو سره شاهین او مور یی ګل بهشت دواړو په سترګو سترګو کې یو بل ته سره وکتل او کومه پریکړه یی وکړه . بیا یي په ډیره عجیبه توګه په کمال الدین باندي حمله وکړه دواړو یو بل ته په اشاره کولو سره خپلې تورې او خپل ډالونه کنترول کړي او په یوه وار یي په کمال الدین باندي حمله وکړه . ګل بهشت د خپلې حملې هدف د اوږو منځ او شاهین دخپلې حملې هدف دکمال الدین په لاسو د اوسپنیز خول څنډې و نیولې . خو داسې بریښیده چې کمال الدین ددې هر څه له پاره د مخه تیار و او دهغوې دا فن یی هم د پوره ناکامۍ سره مخ کړ .
کله چې شاهین او مور یی ګل بهشت خپلې څلورواړه وسیلې د کمال الدین پر خلاف په یوه وار و کارولې نو کمال الدین په ډیره بیړه لږ څه ښکته شو او بیا د ښي اړخ لورې ته و ګر ځید . په دې تر تیب هغه د ګل بهشت د تورې او ډال د ګذارونو څخه خوندی پاته شو. په داسې حال کې چې شاهین پرې د خپل ډال او تورې په واسطه خپله ګذار کړې و خو کمال الدین د هغه توره په ډال او دهغه ډال په توره واخست .
بیا یو توپان را پورته شو او یو بدلون منځته راغې . اوهغه دا ډول چې کمال الدین د برق په څیر خپل ډال یوې لورې ته کړ او ډال یی خوزاوه او خپل ډال یی د شاهین پر خولۍ وواهه ، د کمال الدین ددې ضربي په واسطه شاهین لاندې پریوت او د اوسپنې خولۍ دهغه د سر څخه پریوته ، ګل بهشت دخپل زوې ددې حال په کتلو سره حیرانه دریانه شوه ، په همدې وخت کې کمال الدین مخته راغې او شاهین یي د خپل پښو په لغتو داسې وواهه چې شاهین په بړبړیدو سره په زمکه کې نور هم ورښخ شو . ددې حالت په کتلو سره ګل بهشت د توپان په څیر مخته ورغله چې د شا له اړخه په کمال الدین باندي حمله وکړي خو کمال الدین د توپان په څیر بیرته را وڅرخید د هغې ډال او توره یی تم کړل اولکه څنګه یی چې شاهین په خپل ډال را پرزولې و نو په هماغه توګه یی ګل بهشت هم په ډال باندې ووهله . ویل کیږی چې ګل بهشت په خپلې تیغ وهلو کې ډیره ماهره وه ، هغه سمدستي ښکته شوه او غوښتل یی چې دکمال الدین د ډال څخه ځان خوندی کړي خو کمال الدین هم پوره مستعد و هغه د خپل ډال مخ بدل کړ او د په ډیر شدت سره یی دګل بهشت اوږې تر ضربې لاندې و نیولې . او ګل بهشت یی په یوه دروند ګذار سره په اوږی باندې ووهله . ددې ګذار په واسطه ګل بهشت بې خوده لړزیدونکې ولاړه وه . بیا نو په کمال الدین باندی وینه سپره شوې وه . هغه ګل بهشت د ډال په څو ګذارونو باندي په پرلپسې توګه ووهله ،او ګل بهشت یي هم پر زمکه باندې را پریوستله .
کمال الدین مخته ورغې ،او د ګل بهشت نه یی ډال او توره دواړه واخستل ،او لرې یی ترې و غورځول ، په دې وخت کې شاهین هم بیرته د را پورته کیدو هڅه کوله ، خو کمال الدین د برق د څرک په څیر هغه ته ور ورسید دهغه نه یی هم توره او ډال دواړه واخستل او لرې یي ترې و غورځول ، بیا یي په خپل ښې لاس شاهین را پورته کړ او ګل بهشت ته یي نزدې را وست اودهغې سره یو ځاې په زمکه را و غورزاوه ، اوبیا یي دواړو مور او زوې ته وویل : زه ستاسې ددواړو په حالت کې د نفس د شتون بار او ستاسې د زړونو څخه د افسوس ، حسرت او ندامت ، راوتونکې لوګي په ښه توګه کتلې شم . ګل بهشتې ! زه په ځانګړې توګه تاته وایم : د مقابلې دپیلامې څخه مخته ستا اواز کې شور ، طغیان او ستا په لید کې د خپل پالنې توپان او ستا په لفاظۍ کې د اغزې په څیر نفرتونه را نغښتې و. اوس نو تاسو دواړه مور او زوې زما په لاسو د ماتې وروسته به ما د خپلو یادونوپه صلیب کې د یوه بې څیرې انسان په څیر تر سترګو کوئ. اوس به ستاسو په سترګو کې د هغه غرور او لویوالې په ځاې د هجر او بیلتون ترخې لمحې پرتې وي . د مقابلې د پیلامې د مخه ، ګل بهشتې ستا په الفاظو کې د تورې په څیر تیزې څنډې وې ، ستا په لهجې کې د توپانو په څیر ګواښونه پراته و خو اوس ووینه ته د خپل زوې سره یو ځاې زما تر مخه د شرم نه په ډک حال کې حیران دریان پراته یاست . ګل بهشتې ! ما چې تاسې مور اوزوې دواړو ته په یوه وخت کې د مقابلې کولو له پاره بلنه درکړې وه نو دا کار ما هسې په هسې نه وکړې، زه ستاسې د لیونتوب او چټل کړچار او ستاسې دد واړو د لافو ګذافو څخه ښه خبر ووم . او په همدې خاطر مې دواړو ته د مقابلې بلنه ورکړه . شاهینه ! زه په ځانګړې توګه تا ته وایم چې : ستا په څیر انسان باید زما مخې ته نه وې را غلې ، ته پوهیږې چې ته د پخوا څخه زما د احسان پوره وړې یې . اوس که چیرې زه د هغې احسان څخه پرده پورته کړم نو د خلکو تر مخه به خوار او ذلیله و ګرځې ، اوس دواړه مور او زوې پورته شئ او د سلطان په لور ولاړشئ چې هغه پریکړه وکړي چې څوک بریمند شول او څوک ناکامه .
په همدې وخت کې کوټوال علاءالملک خوشحاله او دخندا نه ډکه خوله راغې ، کمال الدین ته را نژدې شو هغه یی په ملا و ټپاوه بیا یي هغه په تندې باندې ښکل کړ اوبیا یي په پلارني شفقت سره کمال الدین ته وویل :
کمال الدینه زویه ! پریکړه خو شوې ده . تا څومره په ښه توګه د تیغ وهلو فن ښکاره کړ . ګل بهشت او شاهین دواړه مور او زوې دې په خپل فن سره مغلوب کړل ، زما زویه ، زما بچیه ! زه تا ته ددې سترې بریا په اړه د زړه له کومي مبارکي وایم . علاءالملک تر یوه وخته پورې هملته پاته شو بیا یي د ګل بهشت او شاهین په لور په کتلو سره هغوې ته وویل :
اوس نو مور اوزوې دواړه را پورته شئ ، درې واړه زما سره یو ځاې د سلطان حضور ته ورشئ ، وګورئ چې سلطان څه ډول پریکړه کوي . دعلاء الملک د حکم د اوریدو سره سم شاهین او مور یی د زمکې څخه را پورته شول ، ځانونه یي و څنډل او بیا علاءالملک سره یو ځاې درې واړه، شاهین ، ګل بهشت او کمال الدین د سلطان په لور روان شول .
هلته د خلکو په ناست ځاې کې ناستې کنپل دیوی د کمال الدین په بریا ډیره زیاته خوشحاله وه . بیا هغې په خپل څنګ کې ناستې شهزادګۍ کیتهل ته مخ کړ او ورته یی په طنزیه توګه وویل :
کیتهل خورجانې ! تا د خپل محبوب او عاشق حالت وکوت ، هاې ،څنګه زما ورور کمال الدین د شاهین پر ورمیږ باندی خپل ښې لاس کیښود او په یوه لاس یي شاهین په فضا کې را زوړند کړ. تر دې ځایه د خبرو وروسته کنپل دیوي خپله تبصره و دروله ،او په غور سره یی د شهزادګۍ د مخ دحال جایزه اخسته او دهغې وروسته یی یو ځل بیا وویل :
کیتهل خورجانې ! ګوره هغه کمال الدین چې تا ورته تر اوسه پورې څه څه نه ویل هغه څومره نیک ، شریف ، میړنې ، بهادر او ځوان را ووت . د کنپل دیوي ددې خبرو سره سم کیتهل پړنګ په ژړا شوه . او ویي ویل :
کنپل ! خوله دې بنده کړه ، ددې بې غیرته ، بې شرفه ، بې حیثیته او غل په اړه له ماسره خبرې مه کوه . زه اوس هم هغه د یو احمق ، نا پوهه ، وحشې او ځناور په څیر وینم .
کیتهل خورجانې ! دا خو ډیر تیرې دې چې ته یي دداسې چا په اړه کوې چې هغه مقابله ګټلې ده ، ګوره ! ته اوس ښه ته خراب او پاک ته نا پاکه مه وایه . هغه دا مقابله ګټلې ده او ددې وړ دې چې د دې مقابلې په بدل کې ورته ډیر ښه انعام ورکړل شي . ګوره ! دادې څه خلک پورته شول اودهغه په لور ور روان دي . شونې ده چې هغوې به هغه ته انعامات او مبارکې ورکړي . ګوره هغه دې زما ورور راج کنور هم دهغه په لور ور روان دې ، را پورته شه چې مونږ دواړه هم ورشو او هغه ته ددې برې په تر لاسه کولو مبارکي ووایو . په دې خبره کیتهل دیوي اور واخست او ویی ویل :
کنپلې ! خوله دې بنده کړه ! دا له ماپورې هیڅ اړه نه لري ، شاهین زما محسن دې اوپه ما مهربانه . که چیرې هغه ناکامه شو نو څه وشول . برې او ناکامی د ژوند یوه برخه ده . خو کنپل دیوي پورته شوه او ویی ویل : که ته نه ورځي نو ته همدلته کینه ، زه کمال الدین ته ددې سترې سوبې په خاطر د نورو خلکو په څیر مبارکۍ ته هملته ورځم . ددې خبرې سره سم کنپل روانه شوه . او دمیدان هغه لورې ته ولاړه چیرې چې کمال الدین سوکه سوکه د علاء الملک په لور ور روان و او د لارې په اوږدو کې ورته خلکو مبارکي ویله .
د مخته تللو په وخت کې کنپل دیوي خپل ورور راج کنور ته را نژدې شوه ، اوپه ټیټ اواز یی کمال الدین ته مخ کړ او مبارکې یي ورکړه . په دې وخت کې راج کنور کمال الدین ته وویل:
کمال الدینه ! زما وروره ته به دا پیژنې ، دا زما کشره خور کنپل دیوي ده ، کمال الدین په خندا سره کنپل دیوي ته وکتل او دهغه له لورې په مبارکۍ یې د هغې مننه وکړه . بیا نو خلک دهغه ځایه څخه لرې شول ځکه چې علاء الملک دوې درې واړه د سلطان حضور ته روان کړي و .
کله چې علاء الملک د سلطان مخې ته راغې نو سلطان علاؤالدین د خپله ځایه را پورته شو د کمال الدین سره یی د زړه له اخلاصه ستړی مه شي وویله ، اوبیا یي د ګل بهشت او شاهین په لور د کتلو په وخت کې وویل :
تاسې دواړه مور او زوې په خپلې ناکامۍ باندې شرمنده او اندیښمن کیږئ مه ، کله چې کومه مقابله کیږی نو یوڅوک ناکامیږي او بل څوک بریالې ګرځي . اوس نو تاسو دواړه مور او زوې ولاړ شئ او ارام وکړئ . دسلطان په دې خبره دواړه مور او زوې د میدان څخه ووتل ، کیتهل هم دهغوې تر شا شا د هغوې پسې ولاړه او بیا یی منډه کړه او شاهین ته یی ځان ور ورساوه . شاهین ته یي وویل : شاهینه غمژن کیږه مه ، ځکه چې بریا او ناکامي د ژوند یوه برخه ده . په هر صورت زه له تاسره خواخوږي لرم . په ځواب کې شاهین څه و نه ویل. دهغې دواړو مور اوزوې ورمیږونه ټیت وو ،
د ګل بهشت او شاهین دتللو وروسته سلطان علاؤالدین د کمال الدین په لور متوجه شو او ورته یي وویل :
کمال الدینه ! د الله په ذات مې دې سوګند وي چې ما ته دهمغې ورځې څخه د لښکر ستر سالار ټاکلې یې په کومه ورځ چې د جمنا ددریاب په غاړه د ظفرخان د مړیني وروسته تا په خپله د ملتا ن د لښکر قیادت په خپل لاس کې واخست او لښکر دې را منظم کړ ، بیا دې په مغلو یرغل ور وست ،او دهغوې لیکي دې ورماتې کړې. البته په دغو مقابلو کې ستا ازمیښت کول ددې له پاره وو چې تا د تنور د هغې تودوخې څخه تیر کړو په کومه کې چې سره زر د خاورو څخه را جدا کیږی او خپل اصلیت ښکاره کوي ،اوس نو چې کوم مقام تاته سپار ل کیږي نو په هغې باندې به هیڅوک نیوکه و نه کړاې شي . دا ځکه چې ته د لمړنیو مقابلو څخه د هرې مقابلې د ګټلو وروسته پورته راغلې یي . اودا مقام تا دخپلې وړتیا په اساس تر لاسه کړې دې . اوس نو ته هم ولاړ شه او ارام وکړه . ددې خبرې سره سم سلطان علاؤالدین هم دخپلې ماڼۍ په لور ولاړ او کمال الدین د علاء الملک او راج کنور سره یو ځاې دهغه ځایه ولاړ .
یوه ورځ د ما ښام د مخه په داسې حال کې چې کمال الدین په خپله خیمه کې دکریم الدین سره یو ځاې ناست و چې یو وسله وال ځوان د خیمي دروازه و ټکوله او دننه راغې ، او کمال الدین ته یي وویل :
امیر کمال الدینه ! سلطان خپل ځان ته ور غوښتې یي . کوم ډیر مهم کار مخ ته راغلې نو په دې خاطر هغه حکم کړې چې ته سمدستې د هغه د کتلو له پاره ولاړ شې، دهغه په دې خبره کمال الدین سمدستي د خپله ځایه پورته شو ، خو په همدې وخت کې خیمي ته راج کنور را ننوت ،دهغه د کتلو سره سم کمال الدین ورته وویل چې راج کنوره ته په ډیر ښه وخت کې راغلې یې ،ځکه کریم الدین ناروغه دې او زه سلطان ورغوښتې یم ، ته همدلته دکریم الدین سره کینه او دهغه خدمت وکړه .
راج کنور د کریم الدین تر څنک چپ چاپ کیناست ، په داسې حال کې چې کمال الدین په ډیره بیړه خپل ځان تیار کړ اوبیا د همغه شاهې مامور سره یو ځاې د شاهي ماڼۍ په لور وخوزید . د لږځنډ وروسته کمال الدین دهمغه راغلي کس سره یو ځاې د شاهي ماڼي یوې خونی ته ور ننوت . هلته لا تر مخه سلطان علاو الدین څخه علاوه نور کسان لکه ، کوټوال علاء الملک، د علاؤالدین سپه سالاران لکه الماس بیګ ، الخ بیګ او نصرخان ناست و . کله چې کمال الدین دې خونې ته ور ننوت نو هلته د ناستو ټولو سره یي روغبړ وکړ بیا سلطان ، کمال الدین ته دخپل ځان سره یو ځاې د کیناستو حکم وکړ ، کله چې کمال الدین کیناست نو بیا سلطان په خبرو پیل وکړ .
کمال الدینه ! تا ته دخپل لښکر د ستر سالار په حیث لمړۍ دنده درسپارم ، له دې مخته تا د مغلو سره په جنګ کې برخه اخستې او په دې جنګونو کې ستا کړچار بې مثاله او بی نمونې و ، مونږ د مغلو حاکم قتلق خواجه ته ماتې ورکړې ده او په هغه ماتې کې تر ټولو تا ډیره ونډه درلوده . خو اوس قتلق خواجه دهغې ماتې د بدلې د اخستلو له پاره د منګولیانو فوځ را ټول کړې او دهغوې یو قومندان یی د ترغي خان تر نامه لاندې د هند په وچه د یرغل له پاره را استولې دې . هغوې په ډیره ګړندۍ توګه مخته را روان دي ، زما جاسوسانو ماته خبر را کړې چې دهغوې سره اوس نژدې دوه نیم لکه فوځ شته ،هغوې غواړی تر هر څه لمړۍ د برن ښار (بلند شهر) یرغل یوسي او سامانونه یی لوټ کړي .
خو دبرن ښار د حاکم فخر الدین سره دومره لښکر نه شته ،چې د هغوې دقومندان ترغي خان مقابله وکړي . ما ستا د راتګ نه مخته د دیبالپور حاکم تغلق ته یو قاصد ور استولې دې او ما ورته حکم ورکړې دې چې هغه دې هم د یوه لښکر سره یو ځاې دبرن ښار د فخرالدین سره یو ځاې منګولیانو مقابله وکړ ي. زما زویه ! ته همدانن ،بلکه همدا اوس خپل لښکر له ځآنه سره کړه او هغې لور ته کوچ وکړه . د برن ښار ته د لار ښونې له پاره به له تاسې سره لار ښود هم اوسي . وایه په دې اړه خو ته کوم اعتراض نه لرې .
کمال الدین خپلې اوږې و خوزولې او ویی ویل :
درونده سلطانه ْ! ماته په دې اړه هیڅ ډول اعتراض نه شته ، په داسې جنګونو کې د برخه اخستلو سره زما وینه ډیریږي ، زما حوصله ډیره ځوانه ده او زما عزم او هوډ کلک . خو له دې ځایه دکوچ کولو تر مخه زما یوه غوښتنه ده ، علاؤالدین ورته په خندا کې ترې وپوښتل چې څه ډول غوښتنه ؟ نو کمال الدین وویل :
درونده سلطانه ! زما ملګرې کریم الدین د ډیر ه وخته راهیسې ناروغ دې ،کله چې ستا قاصد ما پسې راغې نو زه دهغه سره ناست وم . خو اوس مې دهغه سره د لښکر سالار راج کنور دهغه د کتلو له پاره پری ایښې دي نو زما له تا څخه غوښتنه داده چې زما د نه موجودیت په وخت کې یوڅوک وي چې زما د ملګري خدمت وکړي .
سلطان علاو الدین هغه ته په ډیره مهربانه توګه ځواب ورکړ او ورته یي وویل :
زما زویه ! په دې اړه تاته اجازه ده . دا چې د کریم الدین سره تا راج کنور پرې ایښې دا ستا حق دې ، ها ما ته ستا په اړه یوه ډیره مهمه خبره را په یاد شوه . ما مخته د علاء الملک سره په همدې باندې خبرې کولې ،
ګوره کمال الدینه ! د راج کنور د حویلۍ سره یوه حویلۍ ده هغه پخوا زما دلښکرو د سپه سالار د اوسیدو ځاې و، خو د منګولیانو سره په جنګ کې له منځه ولاړ . هغه هلته ځانته اوسیده . اوس هغه حویلۍ ستا او ستا دملګری کریم الدین په واک کې ده .تر څنګ یي تاسې ته دا هم باید ووایم چې دظفرخان سره راغلې لښکر به بیرته ملتان ته ستنیږې ځکه چې ما د ملتان له پاره نوې حاکم ټاکلې دې . همغه به د ملتان لښکر له ځانه سره بیرته یوسي . اوس به علاء الملک له تاسره یوځاې ولاړ شي هغه به کریم الدین دغه نوې حویلۍ ته متقل کړي ، تر څنګ به یی علاء الملک تا د فوځ لمړۍ دستو ته له ځانه سره یوسي تر څوله تاسره یو ځاې د کوچ کولو له پاره تیارې وکړي . اوس نو که ته نور څه ویل غواړې نو ویی وایه .
په دې خبره کمال الدین پورته شواو خپلې اوږې یې یوځل بیا و خورولې او ویی ویل : درونده سلطانه ! زه نور څه ویل نه غواړم څه مې چې ویل هغه مې وویلې ،اوس همدومره وایم چې باید ژر تر ژره کوچ وکړم . دکمال الدین په دې ځواب سره د سلطان په مخ کې خوښې را څرګنده شوه ، تر څنګ یی کوټوال علاء الملک هم را پورته شو او دکمال الدین سره یو ځاې بیرون راووت . علاء الملک د کمال الدین سره یو ځاې کریم الدین هغه حویلي ته منتقل کړ چې د راج کنور تر څنګ وه ، او دهغوې هغه لږ ډیر سامان یی هملته یوړ . بیا علاء الملک د کمال الدین سره یو ځاې د فوځ مرکز ته ولاړ بیا یي د هغه لمړني لښکر سره یو ځاې د برن ښار په لور کوچ وکړ .
پرلپسې لري………….