په هديره کې له يوه تازه قبره خلک راټول وو ، په منځ کې يوتن چې سپينه لونګۍ يې پرسر او له مخه يې ګڼه ږيره راتاوه وه ؛ د لاسونو په ښوځولو خبرې کولې .
هغه وويل :
ټول افغانستان له کفارو ډک دى ، فحاشي ده ، عياشي ده ، خلک ورځ په ورځ عيسويان کېږي ، اى خلکو ! خداى ته به څه ځواب ورکړئ ؟؟
هغه په جذبه د جهاد د فرضيت احکام يو په بل پسې بيان کړل او بيا يې قبر ته لاس ونيو :
د همدغو شهيدانو برکت دى چې پر موږ له اسمانه کاڼي نه اوريږي او که دغه شان مجاهدين نه وي نو ….. ؟
اى بې همته ولسه ! په خپلو زامنو د امريکايانو خدمت مه کوئ ، جهاد ته يې را ولېږئ .
جهاد يواځې په طالبانو فرض نه دى ،ټول مسلمانان بايد …
لا ورځ تېره شوې نه وه ، چې په يو بل کلي کې د جنازې اعلان وشو ، جنازه تېره شوې وه ، د هديرې په لور مې منډې کړې دا کلى موږ نه لرې و ، ترڅو رسېدو مړى ښخ و او ملا صاحب د قبر په سر وروستۍ خبرې کولې .
ملا صاحب وويل :
دا کوم شريعت اجازه ورکړې چې پرته له محکمې دې څوک ووژل شي ؟ کوم دين سر غوڅولو ته جواز ورکوي ؟؟
قران څه وايي ؟ خداى ج خو ناحقه قتل حرام کړى دى .
حاضرينو !
طالبان ديني علما وژني ، انجينران ، داکتران ، عام خلک وژني ، موږ اسلامي جمهوريت لرو اساسي قانون لرو ددې اسلامي نظام پروړاندې درېدل بغاوت دى د باغيانو مرګ روا دى .
هغه د وژل شوي سرتيري قبر ته لاس ونيو : له اسلامي جمهوريت او خلکو څخه دفاع يواځې دملي اردو دنده ، نه ده . زموږ ټولو وجيبه ده .
زما څنګ ته ناست سپين ږيرى ، چې په ابله جنازه کې هم راسره و ، مخ را واړو :
ځوانه !
موږ خو نه پوهېږو ، څه چې ديني عالمان وايي په هماغه عقيده لرو ، ته راته ووايه د چا ومنو ؟؟
هغه ټول لړزې واخيست ، په سپينه ږيره يې رڼې اوښکې راغلې ، پر اوږه يې راته لاس کېښود :
تاته وايم و ځوانه !
زموږ بچي خو دواړه خوا وژل کېږي ، کوم په حقه دى کوم ناحقه دى ؟ ولې ديني عالمان يوه خبره نه کوي ؟؟
ما سر پر زنګنو ايښى و ، هغه هماغه شان لګياو. يو وخت مې سر پورته کړ ، چوپه چوپتيا وه ، خلک ټول تللي وو ، سپين ږيري قبر ته ډډه وهلې وه او په قبرونو جڼدې رپېدلې .
محمد نعمان دوست ، کابل د سلواغې ٢٠ مه
يادونه :
په دغه ليکنه په اخلاص نظر ورکړئ !