کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يو څو خبرو ته زما حېرانتيا

يو څو خبرو ته زما حېرانتيا

 


لومړۍ د حېرانتيا خبره  : د طالبانو وياند وايې چي امير المومنين  ملا محمد عمر مجاهدپه پاکستان کي نه بلکي په افغانستان کي دۍ ، او د يوې پوښتني په اړه وايې چي  اشغالګر غواړي په دې بهانه په پاکستان کي عملياتو ته لاره خلاصه کړي ؛ زه حيران دې ته يم چي د ا ورور څومره د پاکستان  خوا خوږۍ دۍ . او زموږ ټول هېواد او بيا پښتني سيمي د پاکستان د دفاع لپاره سپر جوړوي او غواړي چي اشغالګران يوازي همدا زموږ د هېواد خوار اولس بمباردمان کړي او وه يې وژني .


دوهمه د حېرانتيا خبره  : افغان اولس ژاړي او د اوښکو پرځای ويني تويوي  او پر له پسې هر افغان اوسېدونکۍ دا وايې  چي ، پر افغان اولس دا واکمنه شوې اداره او په ځانګړي توګه د کابينې زيات شمير غړي او لوړ رتبه سلاکاران بې کيفايته او د خپلو ګټو ساتونکي  دي ، او د همدې اداري نړيوال ملګري هم په جار او ډاګه وايې چي د اوسنۍ اداري زيات شمير کارونه د نا اهلو لاس کي دي .  خو زه حېران يم چي کرزۍ صاحيب ولي دې په ثبوت رسېدلو نا اهلو ته لا د واک ساتلو په لټه کي دۍ .


دريمه د حېرانتيا خبره : زموږ د هېواد د پيښو په اړه چي هر بهرنۍ ليکوال يا څيړونکۍ يو څه وليکي ، بيانو زموږ د هېواد سياسي شننونکي او تحليل ګران  داسي انګيري چي ګويا دا د خارق العاده او ستر متفکر خبره ده او سمدستي  د خپل تحليل  او ارزوني بنسټ پر هغه ليکنه او يا وينا  تکيه کړي . هو ،  دا منم چي يو شمير بهرنيان به د خپلو شونتياو له امله لومړي  لاس منابعو ته د ژر رسېدلو توان ولري  ، خو د دې مانا دا نه ده چي  هربهرني چي  هرڅه وليکل ګويا د نښي منځ يې ويشتلۍ دۍ .  زه دې ته حيران يم چي  افغانان ولي پر خپل ځان دومره بې باوره شويدي ، چي  د افغانستان د حالاتو په اړه دهر بهرني  ليکوال  ليکنه  معتبره ګڼي  ، نه پوهيږم  چي تر افغانانو به بل څوک افغانستان ښه وپيژني .


څلورمه د حيرانتيا خبره  : زموږ زيات شمير ليکوال  تر بيلا بيلو سر ليکونو لاندي  په زياته پيمانه يو او بل ته ورته  مضامين او مقالې  ليکي . موخه يوه وي ، خو د کلماتو په بدلون  به دوې  يا څوبيلا بيلي مقالې  په رسنيو کي خپرې شي .  نه پوهيږم چي دا ښاغلي ليکوال د خپلو ليکنو پرته د نوروليکوالو مقالې هم لولې که نه ؟   که د يوې مسلې په اړه د يوه ليکوال په ليکنه کي نيمګړتياموجوده وي ، کيدلای شي چي په نوې ليکنه کي يوازي هغه نيمګړتيا ياده شي ، نه دا چي ټوله ليکنه بيا له سره وليکل شي او په هغې کي يو يا دوه ټکي ورزيات شي .    زه دې ته حېران يم چي  که په لنډه توګه د يوه مطلب  افاده کېدلای شي ، ولي ليکنه داړتيا پرته اوږده شي .


پنځمه د حېرانتيا خبره : کله ناکله يو شمير ليکوال يو او بل ته بېځايه اړم شي او يو د بل پر خلاف ليکل کوي ،او زيات وخت  دا مخالفت او اړ پيڅ د پوهنيزو کرښو تر برېده واوړي او يو بل ته د سپکو سپورو تر ناوړه کندو ورسيږي . زه دې ته حيران يم چي  يو لږ شمير دا ډول  ښاغلي ليکوال ولي خپل ارزښتمن وخت د نورو د سپکولو او يا يو اوبل ته د ناوړه ليکلو پرځای ، خپل د مسلک سره سم  ګټورو ليکنو ته نه ځانګړۍ کوي  ،چي  له يوې خوابه  نور لوستونکي ترې ګټه واخلي اود بل پلوه به  د بل ليکوال د  شخصيت سپکاوۍ نه وي شوۍ . خو دا بايد وليکم چي زه د پوهنيزو ارونو سره سم دحقايقو د سپيناوي لپاره دشخصيت  بشپړ درناوي ته په پام د  هر ډول جدل ، مقابلې او مباحثې کلک پلوي يم . 


هيله من يم چي زما دا حېرانتياوي تاسو حيران نه کړي ، چي دا مي څه ليکلي دي .


په درنښت


بابوزئ