کور / راپور / شاهده:نا امنيو او مصلحتونو د کانديداتورۍ څخه لاس په سر کړم

شاهده:نا امنيو او مصلحتونو د کانديداتورۍ څخه لاس په سر کړم

د کندهار ښار څخه ولسي جرګې ته نومول سوي کانديدان وايي چي دوى نه سي کولاى خپل کمپاينونه مخ په وړاندي بوزي نوموړي کانديدان د خپلو کامپاينونو په مخ کي خنډ ناامني په ګوته کوي او وايي چي د ښار په دننه کي امنيت نسته نو دوى به څنګه وکولاى سي چي په ولسواليو او نورو اړنده سيمو کي خپل کمپاينونه پر مخ بوزي د کندهار څخه ولسي جرګې ته کانديده آغلې رڼاترين وايي چي لويه ستونزه د انتخاباتي کمپاين په مخ کي ناامني ده نوموړې وايي چي دوى ته ژمني ورکړل سوي وې چي د انتخاباتو تر کمپاين پوري به امنيت تامين سي آغلې وايي چي دا نه چي امنيت نه سو تامين بلکي ورځ په ورځ مخ پر خراپېدو دئ . يو تن بل کانديد ښاغلى عبدالباقي نورزى هم د آغلي رڼا ترين د نظرو سره موافق دئ او وايي چي په ولسواليو کي خو لا امنيت څه چي په ښار کي هم امنيت نسته . او زياتوي چي که دا ناامنه حالات همداسي دوام ومومي ګمان نه کوي چي ډېرى کسان دي د رايو اچوونې صندوقونو ته ولاړ سي او خپل رايه دي د خپلي خوښي وړ نوماند ته ورکړي . همدا ډول يو بله نومانده آغلې شاهده چي ځان يې ولسي جرګې ته کانديد کړى ؤ او بېرته د خپلي کانديداتورۍ څخه لاس په سر سوې دوه لاملونه په ګوته کوي لومړى دا چي ناامنيو دې ته اړ ايستلې او دوهم داچي په وينا يې په پراخه کچه مصلحتونه سوي او وايي چي په داسي ناامنه حالاتو کي به څنګه يو نوماند خپل ځان خلکو ته ور وپېژني او خپل کمپاين به پر مخ بوزي او رايي به خپلي کړي .
خو د کندهار امنيتي چارواکي د تل په څېر نه يوازي کانديدانو ته بلکي ټولو ښاري او د ولسواليو اوسېدونکو ته د بشپړ امنتيت راوستلو ډاډ ورکوي او وايي چي زموږ ټوله امنيتي ارګانونه چمتو دي او شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړې چي په کندهار ښار کي ډاډمن امنيت تامين کړي . او د کندهار او اړونده سيمو ټول اوسېدونکي په ارامه او خوشحاله فضاء کي ژوند وکړي .