کور / تازه خبرونه / کندهار : درو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار : درو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي درو تنو ته مرګ ژوبله او ښتې نوموړې مرګ ژوبله د سړک د غاړي په يوه بم کي اوښتې د کندهار ښار د امنيې قوماندانۍ مرستيال محمد شاه فاروقي وايي چي ياده پېښه په ترين چوک کي رامنځ ته سوې خو مرګ ژوبله نه لري . د ميروېس روغتون يو تن ډاکټر د نوم د نه خپرېدو په شرط لراوبر ته وويل چي دوى ته د يادي پيښي څخه يو تن ماشوم مړ او يو بل ژوبل پوليس ور وړل سوى دئ او همدا ډول يو تن عيني شاهد لراوبر ته وويل چي د پيښي په ځاى کي يې يو تن چي پر موټر سيکل سپور ؤ په ژوبل حالت کي ليدلى دئ .
د يادوني وړ ده چي د پيښي مسئوليت طالبانو پر غاړه اخستى دئ او وايي چي په دې پېښه کي يې څلور تنه پوليس وژلي دي