کور / تازه خبرونه / وزيرانو شورا :د ځانګړو محکمو د جوړه ولو قانون تصويب کړ

وزيرانو شورا :د ځانګړو محکمو د جوړه ولو قانون تصويب کړ

د افغانستان د وزيرانو شورا پخپله وروستۍ غونډه کي د يوه فرمان په صادرولو سره د ځانګړو محکمو د جوړه ولو پرېکړه وکړه په نوموړ و محکمو کي به په فساد تورن وزيران او د ستري محکمې غړي محاکمه کېږي . د نوموړو محکمو فرمان په داسي حال کي صادريږي چي ويل کېږي مخکي لا د کابينې ډېر غړي په فساد تورن دي .
د يادوني وړ ده چي بهرنيانو څه موده وړاندي خبر ورکړ چي په افغانستان کي اداري فساد د ٢٠٠٧ کال راهيسي د پخوا په پرتله دوه چنده سوى . خو افغان حکومت بيا په اداري فساد کي ډېره ونډه د بهرنيانو بولي .