د ناټو په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي په کندهار او هلمند ولايتونو کي په بېلا بيلو نښتو کي د يوه څلور کلن ماشوم په ګډون پنځلسو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ، نوموړې اعلاميه زياتوي چي د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي اته ملکي کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي او په همدې ولسوالۍ کي يو څلور کلن ماشوم د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوى اعلاميه زياتوي چي همدا ډول په کندهار ولايت کي د ژېړۍ په ولسوالۍ کي هم دوه کسان هغه وخت ووژل سول چي کله وسلوالو کسانو يې پر کور ډزي وکړې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه نه طالبانو او نه کومي بلي ډلي څه ويلي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه