په هغه حمله کي چي تېره شپه د کندهار د عامه نظم د پوليسو پر مرکز سوې درې بهرني پوځيان، يو افغان پوليس او پنځه ملکي کسان پکښي مړه سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د کندهار د ولايت مقام يوازي د يوه پوليس د وژلو خبر ورکړئ وو.
دغه حمله چي تېره شپه د کندهار ښار په ميرويس مېنه کي سوې لومړى ځانمرګى بريد سوئ، وروسته راکټي حمله او د پوليسو او حمله کوونکو ترمنځ ډزي تبادله سوي دي.