کور / تازه خبرونه / د کندهار د پرونۍ حملې نور جزيات

د کندهار د پرونۍ حملې نور جزيات

په هغه ځانمرګې حمله کي چي تېره شپه د کندهار د عامه نظم د پوليسو پر مرکز سوې ده، د کندهار د امنيت امر يوازي يوه راکټي حمله مني خو طالبان وايي چي د يادي حملې څخه يې موخه دا وه چي پر ښار د امنيتي ځنځير راګرځېدو سره سره بيا هم دوى ډېر څه کولاى سي او وايي چي په ياده حمله کي پنځو کسانو ونډه لرله.
د کندهار ښار په هوايي ډګر کي د ايساف ځواکونه وايي چي پر عامه نظم لومړى راکټي بريد سوى او بيا ځانوژونکې حمله سوې ده. ياد ځواکونه مرګ ژوبله مني او وايي چي کره معلومات اوس نه سي په ډاګه کولاى.
د ميروېس روغتون يو تن ډاکټر چي نه غواړي نوم يې واخيستل سي وويل چي د يادي پيښي څخه دوى ته څلور تنه ژوبل پوليس ور وړل سوي، چي يوه يې په روغتون کي ساه ورکړه او د پاته درو کسانو حالت د ډاډ وړ دئ.