د هلمند ولايت په لښکر ګاه ښار کي پر ٢٨٠٠ اړو کورنيو خوراکي د خوراکي توکو د وېشلو لړۍ پيل سوه د هلمند ولايت د کډو او بيا راستنېدونکو چارو رئېس حاجي غلام فاروق وايي چي په يادو کورنيو کي يې ٢٦٠٠ کورنۍ د مارجې د عملياتو په وخت کي او پاته دوه سوه نوري کورنۍ يې د ايران څخه را کډوالي سوي چي هري کورنۍ ته سل کېلوګرامه غنم ، لس کېلو ګرامه دال، اووه نيم کېلو ګرامه غوړي، دوه ترپالونه او دوې شړۍ ورکول کېږي .
نوموړى رئېس وايي چي ياد توکي د نړيوالو خوراکي توکو او UNHCR ادارو له لوري د دوى په واک کي ور کول سوي دي .