کور / تازه خبرونه / لوګر : د نفوسو د ثبت مدير وژل سوى

لوګر : د نفوسو د ثبت مدير وژل سوى

نامعلومو وسلوالو تېره ورځ د څرخ ولسوالۍ د نفوسو د ثبتولو مدير حاجي غلام محمد په ډزو وواژه د ځرڅ ولسوالۍ ولسوال ياده پېښه تائيدوي او زياتوي چي نوموړي کس د تيرو اتو کالو راهيسي په نوموړې ولسوالۍ کي همدا دنده لرله چي تېره ورځ په شپږ بجو او دېرشو دقيقو ووژل سو .
د يادوني وړ ده چي څرخ ولسوالي د لوګر ولايت د ناارامه ولسواليو څخه يوه ولسوالي ده چي دوه کاله وړاندي هم پکښي د همدې ولسوالۍ د پوهني مدير د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري وژل سوى ؤ.